کلمات علمي او تحقیقاتي اداره
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
په سویل ختیځ زون کې د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې پرانیست غونډه
غونډه د قاري سیمع الله شبیر لخوا د قرآنکریم په څو مبارکو آیتونو پیل شوه:
د ویناوالو په لړ کې د پکتیا پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال آصف الرحمن خپلواک وینا وکړه او د تالار ټولو حاضرینو ته یې ښه راغلاست ووایه، د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې افتتاح یې د ویاړ ځای یاد کړ او ویې ویل: د پکتیا پوهنتون ویاړ لري چې د داسې علمي مرکز د افتتاح کوربه دی او یاده یې کړه چې په نړۍ کې زیات نظامونه شته دي، هغه که جمهوري نظامونه دي او که نور د باطلو افکارو نظامونه دي، دا ټول نظامونه د نړۍ په یوه کنج کې هم اسلامي نظام نشي زغملی او د فکري جګړې لپاره نظامونه کار کوي، مونږ هم باید د کلمات د ادارې سره اوږه په اوږه د حق مبارزه وکړو، د کلمات ادارې ته یې د همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې له پردیو څخه مونږ ته پوچ او ناروغ افکار راپاتې دي، باید د ناروغو افکار درملنه وکړو او مسلمانان چې له فکري جګړې سره مخ دي باید علمي کدرونه یې په وړاندې مبارزه وکړي.
د ویناوالو په لړ کې د کلمات د علمي او تحقیقاتي ادارې مرستیال مولوي سیف الله عطاش العلم ټولو علماوو او مسؤلینو ته ښه راغلاست ووایه، د کلمات د علمي او تحقیقاتي ادارې فعالیتونه او اهداف یې روښانه کړل، هغه اساسي دنده چې امت پرې غوره بلل شوی دی هغه د نورو د ښېګڼو لپاره کار کول دي، مونږ باید هم د اسلامي امت لپاره فعالیت وکړو لکه څنګه چې خلفایې راشدینو د اسلام مبارک دین له شرق څخه تر غربه او له شمال نه تر جنوبه ورساوه او بیا همداسې په تسلسل د اسلام مبارکه لاره د امت اسلافو ونیوه او اسلامي دعوت یې ترسره کړ، کفار نه غواړي چې مسلمانان چیرته د دعوت مرکز ولري د کلمات علمي او تحقیقاتي اداره د اسلام په اړه د سم پوهاوي رامنځته کولو اداره ده، د مستشریقینو د شبهاتو د ځواب او رد کولو اداره ده، او د فعالیتونو په نوعیت کې د نشراتو فعالیت دی چې په دریو ژبو نشرات کوي پښتو، دري، انګلیسي چې تر اوسه تقریباَ ۲۰۰ علمي مقالې نشرته سپارل شوي دي د باطلو افکارو په وړاندې مبارزه، د تهذیب او تمدن برخه او د غرب د تهذیب او تمدن څیړل، په ټولیزه توګه د اسلام مبارک دین د عمومي مفاهیمو نشر او تکثیر دی.
د پکتیا ولایت مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین:
د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې کړنې او فعالیتونه د دین او فرهنګ ساتل یاد کړل او د زون په سطحه یې د ملاتړ ډاډ ورکړ، د کلمات ادارې هدف یې د ځوانانو د فکر جوړول یاد کړل او ویې ویل: کفري نړۍ د اسلام په راتګ سره تر نن ورځې د مسلمانانو سره هغه څه کړې چې بشریت ترینه شرمیږي، باطل ادیان الله جل جلاله ته ندې خوښ او هغه دینونه چې سابقه د الله جل جلاله له لوري راغلي وو هغه هم د اسلام مبارک دین په راتګ سره منسوخ شوي دي، زمونږ په هیواد کې تقریباً څلور لسیزي بیلابیل مشکلات وو لکه کودتاوې، کفري نظریې خپریدل دغه ټولې ستونزې نن حل شوې دي او په همدې وخت کې باید مونږ فکري رغونه وکړو ټول علماء کرام د پوهنتون استادان او علمي کدرونه یې مسؤل وګڼل چې د اسلامي فکر لپاره کار وکړي او د تأسف ځای یې یاد کړ چې تر اوسه نه کوم عالم او نه کوم استاد یوه فکري رساله لیکلي، یادونه یې وکړه که مسلمانانو له قلم څخه ګټه پورته کړه ټول دنیوی حاجتونه به یې په ریښتونې معنی پوره شي، د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې سره مونږ په قول، فعل او عمل سره همکار یو…
شیخ القران والحدیث محمد اکبر فضلي د دیني تخصوصاتو رئیس:
د خوشحالي ځاي یې یاد کړ چې د اسلامي نظام تر چتر لاندې داسې علمي او فکري اداره فعالیت کوي او د نړۍ کفارو نن داسې فعالیتونه پیل کړي دي چې باطل فکرونه رامنځته کوي او یادونه یې وکړه چې فزیکي اشغال پای ته رسیدلي دي باید فکري اشغال علماء کرام او علمي کدورنه پاي ته ورسوي، د کلمات د ادارې پرانېستنه يې لازمه او ضرور وګڼله، د کلمات د ادارې مسؤلین یې د فکري جګړې د درک اشخاص وبلل، او د ملاتړ ډاډ ورکړ.
د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس قاضي ثواب جان اسلام یار:
څرګنده ده چې د حق او باطل جګړه د اسلام د مبارک دین له پیل څخه را روانه ده او باید د مسلمانانو سره د دې فکر وي چې اسلامي فکر څنګه جوړيږي لومړی باید مونږ د اسلام مبارک دین د کپیټالیزم او سیکولریزم په وړاندې مطالعه کړو، د فکري جګړې سترې مبارزې ته د کلمات ادارې کارمندانو غاړه ایښې ده، باید مونږ یې ملاتړ وکړو او د کلمات اداره يې د بیلابیلو ادیانو او فکرونو څیړولو او په وړاندې د مبارزې د ترسره کولو مرکز یاد کړ.