لیکوال: سید مصلح الدین

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د ديني مدرسو مور

(لومړۍ برخه)

مدح گویم صد هزاران سرزمین دیوبند
شاد باش و شاد زی ای خاک پاک دیوبند
با مسمی دارد اسمت نسبتی ای دیوبند
پرچم اسلام را در آسیا کردی بلند
مرحبا صد مرحبا، دارالعلوم دیوبند
عارفان و حق‌پرستان را تو کردی فیضمند
پښتو ژباړه:
زر ځله یې ستایمه بیا زر او بیا زر چند
ښاده او آباده دې وي خاوره د دیوبند
بند دې ټول دیوان کړل د اسلام بېرغ بلند
نوم او په معنا کې دې څه ښکلی دی پیوند
­­­­­­
دا دارالعلوم دی او دی دار د عارفانو
ټول یې برخمن دي څوک په فیض او څوک په پند

 

لنډیز:
د انګریزانو پر ضد د هندیانو مبارزې په بېلابېلو بڼو وې. کله چې د زاړه استعمار په ملاتړ د تبشیري فعالیتونو لړۍ زیاته شوه، چې د اسلام ضد دغه تبلیغات هندوانو هم ورسره بدرګه کول، نو د هند علماوو او د اسلام او مسلمانانو د کښتۍ ماڼوګانو د اسلام د ساتنې او د اصیل اسلامي فرهنګ او عقیدې د خوندیتوب په موخه ټولې ممکنه لارې چارې وارزولې. بالآخره دې پایلې ته ورسېدل چې یادې موخې ته د رسیدو یوازینۍ حل‌لاره دا ده، چې د عامو مسلمانانو په ملاتړ د اسلامي علومو د زده‌کړو مرکزونه او مدرسې جوړې شي. له همدې امله، د استعمار له فرهنګي یرغل څخه د مخنیوي په موخه د هند د مسلمانانو یو اقدام دا و، چې دار العلوم دیوبند تاسیس کړي، دا چاره د هند د څو تنو علماوو په همت هغه مهال ترسره شوه، چې دغه هېواد د انګریزانو «د شرقي هند د کمپنۍ» له خوا اداره کېده.
یادې مدرسې د هند د مسلمانانو په فرهنګي او سیاسي ژوند کې مهم بدلونونه راوستل، چې اغېزې یې آن تر ننه پورې هم پاتې دي. د یاد علمي بنسټ د رامنځته کېدو اړتیا هله پیدا شوه، چې له یوې خوا د افراطي هندوانو له لوري د مسلمانانو هویت وګواښل شو او له بلې خوا استعمار خپل فرهنګي یرغل په درځ کې روان کړی و. همداراز، دې روزنیز مرکز د وخت اړتیاوو او ټولنیزو شرایطو ته په کتو د فرهنګي تګلارې تر څنګ سیاسي تګلاره هم غوره کړه، ترڅو د مهمو او ټاکوونکو سیاسي بدلونونو له صحنې لرې پاتې نه شي.
سریزه
دیارلسمې هجري پېړۍ خپل وروستي کلونه تر شا کول؛ د اسلامي شان او شوکت روښانه شمعه په مړه کېدو وه؛ داسې لوګي ترې پورته کېدل، چې همدې لور ته یې اشاره کوله. د مغولو د سلطې لاس د ډهلي له تخت او تاجه لرې شوی و او د هغې انګازې په څېر و، چې واقعیت یې نه درلود. د ملک‌شاه نوم کله ناکله یادېده. اسلامي شعایر مخ په زوړه و.
د دیني علومو او علمي مرکزونه د خلکو د ملاتړ د بایللو له امله یو په بل پسې تړل کېدل. داسې پرېکړې کېدې، چې د علمي کورنیو جرړې راوباسي. دیني شعور خپل ځای هغه جهالت او ګمراهۍ ته پرېښی و، چې د مسلمانانو پر زړونو واکمنه شوې وه. د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنتونه د مسلمانانو د ژوند له صحنې څخه ایستل شوي و او پر ځای یې له جهله ډک رواجونه، شرک، بدعتونه او نفس‌پالنه غالبه شوې وه.
د ختیځ رڼا په تیاره کېدو وه او غربي تهذیب او تمدن سر راپورته کړی و. الحاد، سیکولریزم، ماده­پالنې، بې‌باکۍ او بې حد او مرزه فکري آزادۍ زور اخیستی و. سترګې تتې شوې وې او د اسلام ژوندۍ برنامې د خلکو په مریضو سترګو کې ناقصه ښکارېده، داسې چې اسلامي ځانګړنې یې نه پېژاندل کیدې. د اسلام چمن د خزان بادونو مړاوې کړی و. د شریعت مرغانو خواږه او نرم غږونه غلي شوي، او ځای یې د کارغانو او بدرنګو مرغانو زړه ګرونکو آوازونو نیولی و. سلګونه نورې بې خونده صحنې چې له مخې یې د هند د هغه وخت مسمومه او ککړه فضا څېړلی شو.
اندکی با تو بگفتم غم دل ترسیدم
که دل آزرده شوي ورنه سخن بسیار است
په دې ککړه فضا کې آرمانونه په ناهیلی بدل شوې وو او حالات داسې ښکارېدل لکه د اسلام زرغون چمن چې په بشپړ ډول وچ شوی وي او هند هغه لور ته روان و، چې د اندلس تاریخ یو ځل بیا تکرار کړي.
له روحي او رواني ګډوډۍ په دې ډکه فضا کې سپېڅلو شخصیتونو په الهي الهام په خپلو زړونو کې یو ډول خوځښت احساس کړ. دا احساس په نبوي علومو د اسلام د ساتنې او دفاع احساس و؛ د هغو مسلمانانو د لاسنیوي احساس و، چې په دې ګډوډۍ کې یې خپل هویت له لاسه ورکاوه.
دغه بزرګان او د خدای دوستان سره راټول شول او په خپلو زړونو کې د شوي الهام په اړه یې سلا مشورې مشورې سره وکړې، چې ګوندې یوه مناسبه حللاره ومومي. بالآخره دې پایلې ته سره ورسېدل چې په دې زهرجنه فضا او د وخت په دې حساسو شېبو کې یواځینۍ لاره دا ده، چې د هند مسلمانان د دیني زده‌کړو او د دیني اصولو د تعلیم له لارې له دې ناورین څخه وژغورل شي. د تعلیم او تربیې له لارې باید د هغوی ګډوډي منظمه شي او بقا یې تضمین شي او دا کار یوازې د یوه علمي او دیني مرکز د تاسیس له لارې ممکن دی، داسې یو مرکز چې په هغې کې نبوي علوم تدریس شي او د همدې تعلیماتو په رڼا کې د مسلمانانو دیني، ټولنیز او سیاسي ژوند تنظیم شي.
یعنې له یوې خوا باید له دننه څخه مسلمانان وروزل شي او له بلې خوا باید د پردیو له برنامو سره مبارزه وشي. د مسلمانانو تر منځ اسلامي تعلیمات خپاره او دیني سیاسي شعور لوړ شي. چا چې دغو اهدافو ته د رسېدو لپاره مټې رانغاړلې وې، رسمي سیاسي رهبران نه وو، بلکې د الله نیک بندګان او د خپل وخت اولیا وو.
د دوی مشورې تشریفاتي مذاکرات نه، بلکې الهي الهامات وو. د دار العلوم د شپږم مدیر، حضرت مولانا حبیب‌الرحمن عثماني (رحمه الله) به ویل چې د دغو سپېڅلو شخصیتونو په زړونو کې په یوه وخت الهام شوی و چې په دې حساس وخت کې د حل یوازینی لار د یوې دیني مدرسې تأسیس دی او یواځې د همدې مرکز په مرسته د اسلام او مسلمانانو نجات ممکن دی او د اسلامي اساساتو  تضمین پرې کېدلی شي.
په همدې مجلس کې یوه وویل: «خوب مې لېدلی چې د دین او مسلمانانو د ساتنې لپاره باید یوه مدرسه جوړه شي». بل وویل: «زه داسې احساسوم چې یوه مدرسه باید جوړه شي». بل وویل: دا خبره زما په زړه کې هم راتېره شوې». یو بل وویل چې ماته الهام شوی چې د دین د تعلیم په موخه باید یوه مدرسه تأسیس شي. له ډېرو سلا مشورو وروسته د دغو بزرګانو اجماع داسې وه لکه د غیب له عالمه چې د الله تعالی له لوري را نازله شوې وي.
څه چې له دې قضیې څخه استنباطیږي، هغه دا دي، چې د دیني مدرسې د تأسیس پرېکړه یوه رسمي او تشریفاتي پرېکړه نه، بلکې یو الهي الهام و. دا واقعیت هم په­کې نغښتی دی چې د دې پرېکړو لرلید یو پراخ او اوږدمهاله اصلاحی برنامه وه، نه یوه موقتي او محدوده هغه؛ ځکه د مسلمانانو د شوکت د زوال پایلې او عواقب لنډمهاله او محدودې نه وې چې د مخنیوي لپاره یې یوازې په یوه موقتي تدبیر بسنه شوې وای. 
که څه هم دا هڅه په پیل کې د یوه کوچني نیالګي په څېر ښکارېده، خو په وجود کې یې یوه لویه او غښتلی ونه نغښتې وه، چې ریښې یې د سپېڅلو زړونو په تل کې ښخې وې او څانګو یې سرونه آسمان ته رسولي وو.
د دې مهمې او حیاتي چارې په لومړي صف کې حضرت مولانا محمد قاسم نانوتوي رحمۀ الله و. هغه په دې غیبي اشاره پوه شو او هغه یې په یوې جدي او عملي پرېکړې بدله کړه.
دوام لري…
Leave A Reply

Exit mobile version