Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»د روژې پیغامونه»شیبې له روژې سره (شپږویشتمه برخه)
د روژې پیغامونه چهارشنبه _26 _مارچ _2025AH 26-3-2025AD

شیبې له روژې سره (شپږویشتمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکوال: مهاجر عزیزي

شیبې له روژې سره (شپږویشتمه برخه)

 

د روژې میاشت؛ برکتونه او فرصتونه
څنګه له رمضان څخه پوره پوره ګټه واخلو؟
۶. د قدر شپه
د قدر شپې ځانګړنې
۱. د تعظیم او برخلیکونو د ټاکلو شپه
د قدر شپه د شرافت او تعظیم شپه ده، هغه شپه چې الهي تقدیرونه پکې جوړېږي. الله تعالی چې په دې شپه کې هر څه وغواړي لکه مرګ، عمر، روزي او نورې چارې، د راتلونکي کال د قدر تر شپې ټاکل کېږي او هغه څلورو ملکو یعنې اسرافیل، میکائیل، عزرائیل او جبرائیل علیهم‌السلام ته سپاري، چې د چارو د تدبیرو مامورانې دي.
  1. د قدر په شپه کې د ملایکو نزول
پرښتې له هر اسمان او له سدرة المنتهی او جبرائیل د خپلې استوګنې له ځای څخه د اسمان په منځ کې ځمکې ته راښکته کېږي او تر سهار کېدو پورې د خلکو پر دعا آمین وايي. هغوی په دې شپه کې د خپل رب په امر د ټولو هغو چارو لپاره نازلېږي، چې الله تعالی په دې کال کې ټاکلي دي. لکه ابن عباس چې ویلي دي. دا آیت د ملایکو په معصوم کېدو دلالت کوي. څرنګه چې الله تعالی وفرمایل: «وَما نَتَنَزَّلُ إِلاّ بِأَمْرِ رَبِّكَ»[1] یعنې «موږ د الله له امر پرته نه نازلېږو.» او همداراز یې وفرمایل: «لا يَسْبِقُونَهُ بِالْقَوْلِ، وَهُمْ بِأَمْرِهِ يَعْمَلُونَ»[2] یعنې «هغوی په خبرو کې له هغه نه مخته کېږي او د هغه په امر عمل کوي».
۳. د خوندیتوب او سلامتۍ شپه
دا شپه د الله تعالی لخوا له خوندیتوب، سولې، خیر او برکت څخه ډکه شپه ده. الله تعالی په دې شپه کې له سلامتۍ پرته بل څه نه ټاکي؛ خو په نورو شپو کې هم بلاګانې او هم سلامتي ټاکي. دا شپه ټوله د خوندیتوب شپه ده، چې په هغې کې شیطان پر مؤمن او مؤمنې اغېز نه شي ښندلی. دا شپه تر سهار کېدو پورې له هر ډول شر او بدۍ څخه خالي ده.[3]
د قدر شپې معلومول
د قدر شپې د ټاکلو په اړه د علماوو ترمنځ د نظر اختلاف موجود دی. ځینو ویلي دي، چې د قدر شپه د رمضان میاشتې د وروستۍ لسیزې په شپو کې ده؛ خو په کره توګه مشخصه نه ده. په مقابل کې، ځینو نورو په احادیثو په استناد کولو سره د رمضان ۲۳مه شپه د قدر د شپې په توګه معرفي کړې ده او زیاترو نورو علماوو اووه ویشتمه شپه د قدر شپه بللې ده.
پر دې سربېره شریعت د قدر شپه په قطعي توګه نه ده ټاکلې، تر څو مسلمانان د وروستۍ لسیزې په ټولو شپو کې د عبادت او د خیر اعمالو د ترسره کولو لپاره هڅه وکړي او د یوې شپې له فضیلت څخه هم محروم نه شي. دا نه ټاکل مهم حکمت لري؛ ځکه د دې لامل کېږي، چې وګړي په عبادت کې ډېره هڅه ولرلی شي، له غفلت او لټۍ لرې اوسي او له دې مبارکو ورځو څخه د ډېرې ګټې اخیستنې په لټه کې وي.
له عباده بن صامت څخه روایت شوی دی، چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یې د قدر شپې په اړه وپوښتل، نو ورته ویې فرمایل: «د روژۍ په وروستۍ لسیزه کې ده او هغه په طاقو شپو یعنې یوویشتمه، درویشتمه، پنځه ویشتمه، اووه ویشتمه، نهه ویشتمه یا وروستۍ شپه کې ده. هر څوک یې چې د ایمان له مخې او د الهي بدلې په هیله په عبادت کې تېره کړي، پخواني ګناهونه یې بښل کېږي.»[4]
زیاتره علما په دې باور دي چې د قدر شپه د هر کال د رمضان میاشتې په اووه ویشتمه شپه کې ده. لکه زر بن حبیش څخه چې په حدیث کې، چې مسلم او ترمذي نقل کړی دی او حسن او صحیح حدیث یې بللی دی، راغلي دي، چې له ابي بن کعب مې وپوښتل: «ورور دې عبدالله بن مسعود وايي: هر څوک چې ټول کال قیام وکړي، د قدر شپې ته به ورسېږي.» هغه وویل: «الله تعالی دې ابوعبدالرحمن وبښي! هغه پوهېده چې د قدر شپه د رمضان په وروستۍ لسیزه کې ده او هغه اووه ویشتمه شپه ده؛ خو غوښتل یې چې خلک ورباندې تکیه ونه کړي. بیا یې له استثنا پرته قسم وخوړ، چې دا شپه اووه ویشتمه شپه ده. ومې ویل: «په کوم دلیل دا وایې ای ابا المنذر؟» هغه وویل: «د هغه آیت پر اساس چې رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ له هغې خبر کړي یو یا هغه نښه چې ویې وفرمایل: د هغې ورځې پر سهار له وړانګو پرته راخېژي.»[5]
د قدر شپې نښې
پېغمبر صلی‌الله‌علیه‌وسلم وفرمایل: «د قدر شپې له نښو دا ده چې دا شپه روښانه او ارامه، نه ګرمه او نه یخه ده، لکه ځلانده سپوږمۍ چې پکې ځلېږي او په دې شپه کې تر سهاره ستوري د ټکر او غورځېدو لپاره سقوط نه کوي». همداراز یې وفرمایل: «د هغې ورځې پر سهار لمر له وړانګو پرته راخېژي، لکه د څوارلسمې شپې سپوږمۍ چې وي او الله تعالی په دې ورځ شیطان له هغو  سره له راوتلو منع کوي.» [6]
د قدر شپې د پټوالي حکمت
د قدر شپې د پټوالي حکمت د مرګ او قیامت ورځې د وخت د پټوالي په څېر ده تر څو په عبادت مکلف انسان ډېر زیار ته وهڅول شي او له لټۍ لرې اوسي. همداراز د رحمت له مخې فرد د قدر شپه په دقیق ډول نه پېژني، تر څو په دې شپه کې ترې قصداً ګناه ونه شي. که بنده د قدر شپه د ګوماني شپو په ویښه تېرولو وغواړي، الله تعالی ورباندې د ملایکو پر وړاندې ویاړي او فرمايي: «تاسو ویل: «أَتَجْعَلُ فِيهَا مَن يُفْسِدُ فِيهَا وَيَسْفِكُ الدِّمَاءَ»، په ګوماني شپه کې د هغو هڅه وګورئ، که په یقیني توګه د قدر له شپې خبرېدای، نو څه به یې کول؟ دلته د الله تعالی د خبرې راز ښکاره کېږي چې: «إِنِّي أَعْلَمُ مَا لَا تَعْلَمُونَ».[7]
له دې مخې، د قدر شپه له دې امله پټه ده، چې بندګان د رمضان به شپو کې ډېر کوښښ وکړي، په دې هیله چې هغه درک کړي لکه الله تعالی چې د جمعې په ورځ د دعا د قبلېدو ساعت، په شپه کې د دعا د قبلېدو ساعت، اسم اعظم او د خلکو ترمنځ خپل ولي پټ کړی دی.[8]
ادامه لري…

[1]. مریم 64/19.

[2]. الأنبیاء 27/21.

[3]. تفسير المنير: 30مخ. 336مخ.

[4]. له احمد څخه روایت، 37/425، د 22765 شمېرې حدیث.

[5]. سنن ترمذي، ۳۳۵۱.

[6]. له احمد څخه روایت، 37/425، 22765 شمېره حدیث

[7]. تفسیر المنیر، ۳۰ ټوک، ۳۳۸مخ.

[8]. زاد المسیر، 4ټوک، ۴۷۲مخ.

Previous Articleزکات (دویمه برخه)
Next Article شیبې له روژې سره (اووه ویشتمه برخه)

اړوند منځپانګې

Blog

لوی اختر؛ د اطاعت او فرمان‌بردارۍ اُسوه

جمعه _6 _جون _2025AH 6-6-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

د تشریق ورځې او تکبیرونه

پنجشنبه _5 _جون _2025AH 5-6-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور (لسمه برخه)

دوشنبه _2 _جون _2025AH 2-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (شلمه برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD2 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک شلمه برخه په عمومي ژوند…

نور یی ولوله
اسلامي علما

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (نولسمه برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD5 Views

ليکوال: عبيدالله نيمروزي د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (نولسمه برخه) امام غزالي رحمه‌الله…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (لومړۍ برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD3 Views

لیکوال: م. فراهي توجګي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (لومړۍ برخه) سریزه:…

نور یی ولوله
اسلام

د «خلق عظیم» مظهر (شپږمه او وروستۍ برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD3 Views

لیکوال: شکران احمدي د «خلق عظیم» مظهر شپږمه او وروستۍ برخه  کامله الګو او د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (شلمه برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (نولسمه برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.