Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»روژه او په اسلام کې یې مقام (درېیمه برخه)
متفرقه سه شنبه _18 _مارچ _2025AH 18-3-2025AD

روژه او په اسلام کې یې مقام (درېیمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکوال: سید مصلح ­الدین

روژه او په اسلام کې یې مقام (درېیمه برخه)

د انسان پر ژوند او د ادیانو او اخلاقو پر تاریخ د روح او جسم د بریا اغېزې:
د انسان دیني او اخلاقي تاریخ د دوو انساني طبیعتونو، یعنې ملکوتي او حیواني طبیعتونو ترمنځ له هغو جګړو پرته بل څه نه دي، چې پایلې یې تل ترمنځ بدلېدې رابدلېدې؛ کله به ملکوتي طبیعت برلاسه کېده او په افراط به اخته کېده، رهبانیت به یې رامنځته کاوه او د ریاضت ژوند به یې غوره کاوه او په دې توګه به یې د پاکو او مباحو شیانو په پرېښودلو او د انساني طبیعت او نفس په ځپلو کې مبالغې کولې،‎ لوږې او بې‌خوبۍ به یې تېرولې، په ځنګلونو او سمڅو کې به یې اړول او نېکمرغي او روح پالنه ‎به یې د نفس په ربړولو او د تن په دردولو کې ګڼله. د دغه افراطیت ښکاره بېلګه د منځنیو پېړیو په اروپا کې د افراطیانو کیسه ده.[1]
Pوَرَهْبَانِيَّة ابْتَدَعُوهَا مَا كَتَبْنَاهَا عَلَيْهِمْ إِلَّا ابْتِغَاء رِضْوَانِ اللَّهِ فَمَا رَعَوْهَا حَقَّ رِعَايَتِهَاO.[2] «او هغه رهبانيت، چې دوی له ځانه جوړ كړی و، موږ پرې نه و لازم كړى، لېكن (دوى غوره كړى و) د الله د رضامندۍ لټولو لپاره، خو بيا یې چې څنګه ښايي هغسې يې رعایت و نه کړ»
د داسې دریځونو په پایله کې د انسانانو عقلونه او جسمونه کمزوري شول، اړیکې یې پرې شوې، انساني ټولنه د پراخ تهدید له خطر سره مخ شوه، انسان د خلافت له هغه مقام څخه اوږې سپکې کړې، چې الله تعالی ور په برخه کړی و او په دې توګه د مبارزې له ډګر او د مسؤلیت له ترسره کولو په شا شو، ملایکې یې د غوره الګو په توګه وټاکلې، له هغو سره یې رخه راواخیسته او په هغو کې یې سترګې خښې کړې، حال دا چې مخکې پر ده د ملایکو غبطه شوې وه او د تعظیم سجده یې ورته کړې وه.
کله به بیا دویم طبیعت، یعنې جسمي او ځمکنی طبیعت برلاسه کېده او انسان یې له ټولو عقلي او شرعي بریدونو او د روح او اخلاقو له تسلط څخه بېلاوه، د مادې او معدې له انګېزو سره به روانېده، د بدني شهوتونو په پوره کولو او د مادي هیلو او خواهشاتو په عملي کولو کې یې هیڅ سرحد نه پېژنده، بیا به یې د روح او زړه ډېوه تتېده او مړه کېده او د عقل او وجدان پرځای به یې معده لوېده او پراخېده، تر دې چې‎ د یوې کورنۍ او قبیلې په اندازه د خوړو په لرلو به یې بسنه نه کوله، نو په بدن کې به یې مصنوعي او تخیلي معده رامنځته کوله او په ژوند کې به یې وهمي او افسانوي لوږه پیدا کېده، چې بیا به په ډېر خوراک، څښاک، زېرمو، انبارونو، وارداتو او محصولاتو نه مړېده او ورپسې به ظلمونه او جنایتونه راڅرګندېدل او انسان به په داړونکي او ښکاري حیوان بدلېده، چې خپل همنوعان به یې داړل او د کورنۍ غړي به یې ورته سپکول.
له سپېڅلي جهاد پرته د جګړو، حملو، فتحو او بریاوو داستان له فردي یا ډله‌ییز حرص او تمې او په ځمکه کې له عیش لټونې، د ریاست او برلاسي غوښتنې سره له مینې پرته بل څه نه دی.
پر اخلاقو او سلیقو باندې د زیات خوراک  او حرص اغېزې:
که دا حیواني طبیعت برلاسی شي او د ژوند واګې په لاس کې واخلي، د انسان پر حسي ځواکونو او عواطفو واکمن شي، معده په داسې قطب بدله شي چې ژوند یې پر محور راوڅرخېږي، د هغه کار ترسره کول چې د انسان او د هغه د لېوالتیاوو او خواهشاتو ترمنځ خنډ شي، د شهوت له پوره کولو یې راایسار کړي، د پیل او برخلیک یادونه یې ورته وکړي، محاسبه، احتساب، د نېکۍ او بدۍ بدله ورته انځور کړي، ډېره سخته به وي او د خپل عمر په دې اوږدو کلونو کې نه شي کولی چې فارغ وخت، پاک زړه، ویښ عقل او ژوندی وجدان ومومي، عبادت، ذکر او د هغه اړوند کارونه ورباندې درانده او سخت وي او طبیعتاً به د هغو خوند احساس نه کړي:
 وَإِنَّهَا لَكَبِيرَةٌ إِلا عَلَى الْخَاشِعِينَ Q الَّذِينَ يَظُنُّونَ أَنَّهُم مُلاقُوا رَبّهِمْ وَأَنَّهُمْ إِلَيْهِ رَاجِعُونَ.[3] «او بېشكه چې يقينًا دا (كار) ډېر ګران دى مګر پر عاجزي كوونكو باندې (نه دى) هغه كسان چې يقين كوي چې بېشكه دوى له خپل رب سره ملاقات كوونكي دي او دا چې بېشكه دوى خاص د هغه په طرف واپس ورتلونكي دي».
Pوَإِذَا قَامُوا إِلَى الصَّلاَةِ قَامُوا كُسَالَى يُرَآؤُونَ النَّاسَ وَلَا يَذْكُرُونَ اللهَ إِلا قَلِيلاًO.[4] «او كله چې دوى لمانځه ته پاڅېږي (نو) سست (او په ناراستۍ) پاڅېږي، خلکو ته ځانونه ښیي او الله نه یادوي مګر ډېر لږ».
نبوت د روژې د قانون په وضع کولو د بشریت لاسنیوی وکړ، چې د انساني ژوند غوره او حقیقي موخې ترلاسه شي:
نبوت په بېلابېلو وختونو او ځایونو کې د بشریت لاسنیوی کړی دی، هغه بشریت چې د سرکښه مادیت له خطر سره مخ و. نبوت د دې لپاره راغلی، چې د روح، اخلاق او د زړه له مهربانۍ نه ډک هغه احساسات بېرته ترلاسه شي، چې د شهوتونو د سرغړونې او د معدو د کلکوالي پر اساس زندۍ او فلج شوي دي، په ژوند کې د عدل او انصاف معیارونه رامنځته کړي او انسان له سره په بشپړه توګه د هغه هدف د عملي کولو لپاره چمتو کړي، چې د هغه لپاره پیدا شوی دی، یعنې عبادت او مطلوب کمال ته رسېدل، هغه کمال چې انسان ورته چمتو لیدل شوی دی او دا همغه «ولایت» او «خلافت» او د مسؤلیت بشپړول دي چې د هغه په خاطر ځمکې ته رالېږل شوی دی.
دا چاره یوازې د فرښتې په څېر په روحانیت یا حیواني مادیت شونې نه ده، نو شریعت د روژې نیولو امر کړی دی، چې د معده پالونکو د مادیت سرعت ورو کړي او انسان ته له لاسه وتلی ژوند، خوښي، تازه‌والی او قوت بېرته وروبښي او له ایماني او روحي پلوه یې پیاوړی کړي، تر دې چې په ژوند کې اعتدال او توازن رعایت کړي، د شهوتونو له انګېزو او د ډېر خوراک له منفي پایلو سره مبارزه وکړي، په ځینو الهي اخلاقو وپسولل شي، ګټه ترې واخلي، نېکمرغه شي، لوړ شي، له فرښتو او د فرښتو له ټولیو سره یوځای شي، د روح او زړه په باغونو او د آسمانونو او ځمکې په ملکوت کې وڅرېږي، وګرځي راوګرځي او هغه خوند احساس کړي چې په رنګارنګ خوړو او څښاکونو، له حده ډېر مړښت او زړه تنګوونکي ډېر خوراک کې نه تر سترګو کېږي.
دوام لري…

[1]. د دې موضوع په اړه دې د استاد لپکي آثر «تاریخ اخلاق في اروبا» (History of European – Moials) او د «ماذا خسر العالم بانحطاط المسلمین» کتاب، لومړي څپرکي، څلورم باب ته مراجعه وشي.

[2]. حدید: 27.

[3]. بقره: 45-46.

[4]. نساء: 142.

Previous Articleشیبې له روژې سره (اوولسمه برخه)
Next Article نشنلیزم (اوولسمه برخه)

اړوند منځپانګې

Blog

لوی اختر؛ د اطاعت او فرمان‌بردارۍ اُسوه

جمعه _6 _جون _2025AH 6-6-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

د تشریق ورځې او تکبیرونه

پنجشنبه _5 _جون _2025AH 5-6-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور (لسمه برخه)

دوشنبه _2 _جون _2025AH 2-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (یوویشتمه برخه)

دوشنبه _23 _جون _2025AH 23-6-2025AD0 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزی د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک یوویشتمه برخه په عبادتونو کې…

نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (اووه وېشتمه برخه)

دوشنبه _23 _جون _2025AH 23-6-2025AD2 Views

لیکوال: شکران احمدي د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه اووه وېشتمه برخه ج: د…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (دوهمه برخه)

دوشنبه _23 _جون _2025AH 23-6-2025AD10 Views

لیکوال: م. فراهي توجګي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه دوهمه برخه د…

نور یی ولوله
ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (شلمه برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD5 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک شلمه برخه په عمومي ژوند…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (یوویشتمه برخه)

دوشنبه _23 _جون _2025AH 23-6-2025AD

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (اووه وېشتمه برخه)

دوشنبه _23 _جون _2025AH 23-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.