لیکوال: مهاجر عزیزي

شيبې له روژې سره (شپاړسمه برخه)

د رمضان میاشت؛ برکتونه او فرصتونه
له رمضان څخه څنګه پوره پوره ګټه واخلو؟
۲. د رمضان په شپو کې لمنځونه
قیام الليل د رمضان د مبارکې میاشتې له مهمو او له فضیلتونو ډکه چاره ده. څوک چې د دې میاشتې شپې سبا کوي او د تراویحو، تهجدونو، دعاګانو او زاریو په څېر عبادات په کې کوي، نو څښتن تعالی یې په لاندینیو ځانګړو لورینو او امتیازاتو نازوي:
1. تېر ګناهونه یې بښي؛
2. مقام او مرتبه یې لوړوي؛
3. په تن یې رغوي، روح یې پاکوي او څېره یې نوراني کوي.
د رمضان په شپو کې قیام د ګناهونو د بښلو سبب کېږي. نبي کریم صلی‌الله‌علیه‌وسلم فرمایلي دي: «مَنْ قَامَ رَمَضَانَ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا، غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ».[] «چا چې د رمضان روژه -پر الله تعالی- د ایمان له وجې د ثواب په نیت ونیوله؛ نو مخکني ټول ګناهونه به یې وبخښل شي»
د شپې لمونځ تر فرض لمونځونو وروسته، تر ټولو غوره لمونځ دی. لکه څنګه چې ابوهریره رضی‌الله‌عنه له نبي کریم صلی‌الله‌علیه‌وسلم څخه په یوه حدیث کې رانقل کړي دي چې فرمایلي یې دي: «تر رمضان وروسته، غوره روژه د محرم د میاشتې روژه ده، او تر فرض لمونځونو وروسته، غوره لمونځ د شپې لمونځ دی».[]
د مؤمن شرافت د شپې په لمانځه کې دی، په یوه حدیث کې، چې له سهل بن سعد رضی‌الله‌عنه څخه روایت شوی، راغلي چې جبریل علیه‌السلام د نبي کریم صلی‌الله‌علیه‌وسلم حضور ته راغی او ورته ویې ویل: «ای محمده! څومره چې غواړې، ژوند وکړه، خو په دې پوه شه چې مړ کېږې به. هر چا سره چې غواړې مینه وکړه، خو دا مه هېروه چې له هغه به جلا کېږې. هر عمل چې غواړې ترسره یې کړه، خو دا مه هېروه چې بدله به یې وینې». بیا یې وویل: «ای محمده! د مؤمن شرافت د شپې په قیام کې دی او عزت یې له خلکو څخه په بې‌نیازۍ کې دی».[]
ابو سلیمان داراني رحمه‌الله وایي: «په الله تعالی مې دې قسم وي که د شپې لمونځ نه وای، نو له دې دنیا سره به مې مینه نه وای کړې. په الله تعالی مې دې قسم وي، چې د شپې عبادت کوونکي له خپلو شپو څخه دومره خوند اخلي، چې د دنیا ساتېري کوونکي یې په خپلو ساتېریو کې نه شي موندلی. کله کله مې په زړه داسې شېبې تېریږي، چې د الله تعالی د یاد له شوقه مې زړه په وجد راځي، او ځان سره وایم چې: که جنتیات هم له همداسې نعمت څخه برخمن وي چې زه یې تجروبه کوم، نو دوی له له ډېر ستر نعمت څخه برخمن دي».[]
تر ورځنیو عباداتو د شپنيو عبادات فضیلت او غوروالی 
۱. د نفس لپاره تر ورځې په شپه کې عبادت ستونزمن دی او زیات زحمت غواړي، په همدې دلیل یې ثواب هم زیات دی.الله تعالی فرمایي: إِنَّ نَاشِئَةَ اللَّيْلِ هِيَ أَشَدُّ وَطْئًا وَأَقْوَمُ قِيلًا[] «بېشكه د شپې پورته كېدل، دغه (پاڅېدل) د (نفس) د پايمال كولو په لحاظ ډېر سخت دي او د (قرآن د) ویلو په لحاظ ډېر سموونكي دي». که څوک د الله په لاره کې له خپل نفس سره جهاد وکړي، نو الله تعالی به یې سمې لارې ته هدایت کړي او د نېکانو له ډلې به یې وګرځوي، لکه څنګه چې فرمایي: وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ[] «او هغه کسان چې زموږ د خوښۍ په خاطر خپلو نفسونو سره جهاد کوي نو خامخا به هغوی ته نېغې لارې ته د رسېدو وس ورکړو، او بېشکه الله تعالی د نېکانو سره په مرسته او لارښوونه کې مل دی».
۲. د شپې عبادت د زیات تفکر او تدبر لامل ګرځي، ځکه چې په دې وخت کې د ورځې مصروفیتونه نه وي، او زړه او ژبه د الله تعالی د آیتونو په اړه د غور کولو او پوهیدو په برخه کې له یوه او بل سره ښه همغږي کوي.
۳. شپه د الهي رحمتونو د نزول وخت دی، او همداراز، د آسمانونو او ځمکې رب پکې نزول کوي، نو ځکه په دې وخت کې عبادت ډېر ارزښتناک او اغېزناک دی.
۴. د شپې عبادت د انسان درجې لوړوي، ځکه چې له یوې خوا د ګناهونو په بښلو سره زړه له رذایلو څخه پاکېږي، او له بلې خوا د فضیلتونو او نیکیو په زینت سره ښکلی کېږي.[]
د قیام اللیل ګټې
۱. په محشر کې د درېدلو آسانه کېدل
څوک چې د شپې لخوا د عبادت لپاره راولاړېږي او د خپل رب په وړاندې په عاجزۍ سره درېږي، د قیامت په ورځ کله چې خلک د الله تعالی حضور ته وړاندې کیږي، نو دا حالت به ورته آسانه وي. چا چې په دنیا کې راحتي غوره کړه نو په آخرت کې به له سختۍ سره مخ شي، ځکه چې بدله د عمل له جنس څخه وي.
۲. په آخرت کې ستره جایزه
څوک چې په دوامداره توګه د شپې لمونځ کوي، که له نارینه‌وو څخه وي، نو الله تعالی به یې په بدل کې په آخرت کې له حورالعین سره واده وکړي، ځکه چې هغه د ځمکې او آسمانونو د رب عبادت ته راولاړیږي او د آرام نرم بستر پرېږدي.
۳. د بدن سلامتي، د روح پاکوالی او د څېرې ځلا
څوک چې د شپې عبادت کوي نو بدن به یې سالم، روح به یې پاک، او څېره به یې نوراني وي.
له حسن بصري رحمه‌الله څخه وپوښتل شول: «ولې شپې سبا کوونکي ډېرې ښکلې څېرې لري؟» هغه وویل: «ځکه چې هغوی له خپل رب سره خلوت کړی، نو الله تعالی په خپل نور نازولي».[]
دوام لري…
Leave A Reply

Exit mobile version