Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»د روژې پیغامونه»شيبې له روژې سره (څوارلسمه برخه)
د روژې پیغامونه جمعه _14 _مارچ _2025AH 14-3-2025AD

شيبې له روژې سره (څوارلسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

 

ليکوال: مهاجر عزیزي

شيبې له روژې سره (څوارلسمه برخه)

د روژې میاشت، برکتونه او فرصتونه
څه ډول له رمضان څخه ډېره ګټه واخلو؟
رمضان ځانګړې او برکتي میاشت ده، چې الله تعالی خپلو بندګانو ته د لویې ډالۍ په توګه ورکړې ده. دا میاشت استثانايي فرصت دی چې الله تعالی غواړي د هغې په وسیله خپل بندګان ځان ته ورنږدې کړي، بښنه ورته وکړي او ځانګړی رحم او مهرباني ورباندې وکړي، په همدې دلیل په دې میاشت کې هر نېک عمل د نورو میاشتو په پرتله څو برابره اجر لري. په دې اړه له پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه مشهور حدیث رانقل شوی دی، چې په ښکلې بڼه په رمضان کې د اعمالو اهمیت او فضیلت بیانوي.
سلمان فارسي رضی‌الله‌عنه روایت کړي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د شعبان میاشتې پر وروستۍ ورځ په خطبه کې داسې وفرمایل: «ای خلکو! سترې میاشتې پر تاسو سیوری غوړولی، له برکت ډکه میاشت چې په هغې کې یوه داسې ده چې تر زرو میاشتو غوره ده، الله تعالی د دې میاشتې روژه واجب کړې او په دې کې یې د شپې قیام مستحب بللی دی. څوک چې په دې مباشت کې یو نېک عمل ترسره کړي، لکه په نورو میاشتو کې یې چې یوه فریضه ترسره کړې وي او څوک چې په دې میاشت کې یوه فریضه ادا کړي، د هغه چا په څېر دی چې له رمضان پرته یې په نورو میاشتو کې اویا فریضې ادا کړې وي.»
سبحان الله! په رمضان کې د یوې فریضې ادا کول په نورو میاشتو کې له ۷۰ فریضو سره برابره ده، څومره لوی اجر، آیا بیا هم غواړو چې په دې میاشت کې غافل پاتې شو؟
هو، رمضان د معنوي ګټې اخیستنې او الله تعالی ته د نږدې کېدو فرصت دی، هغه څوک نېکمرغه دي چې له دې برکتي میاشتې اعظمي ګټه اخلي او د نېکو اعمالو او ډېرو عباداتو په ترسراوي ځان الهي رحمت ته نږدې کوي. په مقابل کې ډېر کسان شته چې د رمضان پر راتلو سربېره په ځان کې بدلون نه رامنځته کوي او له دې بېساري فرصت څخه د توبې او الله تعالی ته د ورګرځېدو لپاره غافل پاتې کېږي.
له بده مرغه ځينې کسان د رمضان شپې په بې‌ګټو کارونو او دنیوي چارو لکه د فیلمونو په لیدلو او لوبو تېروي، د جمعې په لمونځونو لکه تراویح کې ګډون نه کوي، شپه په لټۍ کې سبا کوي او ځینې وخت حتا د سهار لمونځ هم په خپل وخت نه ادا کوي، د ماسپښین او مازیګر لمونځونه هم ډېر وخت ترې قضا کېږي، دا تر ټولو لوی محرومیتونه دي، هغه محرومیت چې نه یوازې د رمضان له برکتونو لرې کېږي، بلکې الله تعالی ته د نږدې کېدو بې‌بدیله فرصتونه هم له لاسه ورکوي.
راځئ په دې مبارکه میاشت کې په عاجزانه توبې، خالص عبادت او نېکو اعمالو سره ځانونه، الهي بې‌پایه رحمت ته نږدې کړو او له دې زرین فرصت څخه اعظمي ګټه واخلو.
په رمضان میاشت کې د اسلافو او د امت د صالحانو وضعیت
راځئ چې په رمضان کې د اسلافو او د امت د صالحانو له حالت څخه خبر شو او ووینو چې هغوی دا له برکتو ډکه میاشت څه ډول تېروله او د رمضان له بېساري فرصت څخه یې څنګه ډېره ګټه اخیستله.
د امام شافعي رحمه‌الله په اړه په یوه روایت کې راغلي چې د رمضان په مبارکه میاشت کې یې خپل ټول وخت د قرآن کریم تلاوت ته ځانګړی کاوه او په دې میاشت کې یې ۶۰ ځله قرآن کریم ختماوه. دا په دې معنا ده چې هغه به هره ورځ دوه ځله د قرآن کریم ختم کاوه. دا د رمضان له فرصتونو څخه د اعظمي ګټې اخیستلو غوره بېلګه ده، که موږ هم هره ورځ یوه ځل قرآن کریم نه شو ختمولی، لږ تر لږه کولی شو چې څو برخې یې تلاوت کړو او له برکتونو یې برخمن شو.
امام ابن جوزي رحمه‌الله په رمضان میاشت کې د امام بخاري رحمه‌الله د حال په ستاینه کې لیکي چې د دې میاشتې په لومړۍ شپه به یې یاران او شاګردان له هغه سره راټولېدل. نوموړي به هغوی ته لمونځ ورکاوه، په هر رکعت کې به یې د قرآن شل آیتونه تلاوت کول، تر دې چې د شپې په اوږدو کې به یې قرآن ختماوه. دا طریقه په دې میاشت کې قرآن او عبادت ته د هغه د ځانګړي اهتمام ښودونکی دی.
له معاصرو علماوو څخه هم مولانا رشید احمد ګنګوهي رحمه الله مهمه بېلګه ده. هغه له ۷۰ کلنۍ په لوړ عمر کې رمضان په ډېر زیار او کوښښ تېراوه. د ماښام تر لمانځه وروسته یې د شپږو رکعتونو پرځای شل رکعته لمونځ ادا کاوه او په دې موده کې به یې د قرآن دوه برخې تلاوت کولې. رکوع او سجدې یې دومره اوږدې وې لکه هېر کړي یې چې وي او د ماخوستن تر لمانځه وړاندې یې د قرآن څو برخې هم تلاوت کولې. د تروایح تر لمانځه وروسته یې لږ دمه کوله او بیا کابو درې ساعته د تهجدو په لمانځه بوختېده. همداراز د ماسپښین تر مانځه وروسته به یې تر مازدیګره د قرآن کریم تلاوت کاوه.
دا روایتونه له رمضان میاشتې څخه په ګټه اخیستنه کې د اسلافو او صالحانو د راسخ قصد او ډېر زیار ښودونکي دي. هغوی په بشپړه توګه له دې زرین فرصت څخه ګټه اخیسته او په عبادت، د قرآن په تلاوت او تهجدو یې ځان الله تعالی ته نږدې کاوه.
راځئ موږ هم له دې بېلګو څخه درس واخلو او رمضان په عبادت او تقوا تېر کړو، چې له بې‌پایه برکتونو یې برخمن شو.
ادامه لري…
Previous Articleروژه او په اسلام کې یې مقام (لومړۍ برخه)
Next Article د مسلمان د تکفیر خطر او اسباب یې (څلورمه برخه)

اړوند منځپانګې

متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۱)

سه شنبه _17 _فبروري _2026AH 17-2-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۰)

دوشنبه _16 _فبروري _2026AH 16-2-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۹)

پنجشنبه _12 _فبروري _2026AH 12-2-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

دینونه

شیطان‌ پرستي (برخه: ۳۱)

چهارشنبه _18 _فبروري _2026AH 18-2-2026AD1 Views

لیکوال: عبدالحی لیان شیطان‌ پرستي (برخه: ۳۱) (۲) د فرد او ټولنې لپاره شیطان‌ پرستۍ…

نور یی ولوله
ساینټولوژي

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۶)

چهارشنبه _18 _فبروري _2026AH 18-2-2026AD2 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۶) (۴) پر معاصر تناسخ باور ساينټولوژېستان…

نور یی ولوله
اسلام

قرآن تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۶۶)

چهارشنبه _18 _فبروري _2026AH 18-2-2026AD3 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قرآن تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۶۶) ناپېژندل شوې ناروغۍ او د…

نور یی ولوله
ساینټولوژي

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۵)

سه شنبه _17 _فبروري _2026AH 17-2-2026AD7 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۵) له معاد (قیامت) څخه د انکار…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

شیطان‌ پرستي (برخه: ۳۱)

چهارشنبه _18 _فبروري _2026AH 18-2-2026AD

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۶)

چهارشنبه _18 _فبروري _2026AH 18-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.