Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»د روژې پیغامونه»شیبې له روژې سره (درېیمه برخه)
د روژې پیغامونه دوشنبه _3 _مارچ _2025AH 3-3-2025AD

شیبې له روژې سره (درېیمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: مهاجر عزیزي

شیبې له روژې سره (درېیمه برخه)

 

د روژې د میاشتې آثار او برکتونه
الف: د روژې ځانګړي برکتونه او آثار د ټول کال لپاره
د دې مبارکې میاشتې له ځانګړتیاوو او برکتونو څخه یوه دا ده، چې که څوک دا میاشت د عبادت، اطاعت، تقوا او نېکو عملونو سره تېره کړي، نو ان‌شاءالله به یې ټول کال په خیر او سکون کې تېر شي او د برکتونو څخه ډک ژوند به ولري.
حضرت شیخ سرهندي، مجدد الف ثاني رحمة‌الله‌علیه لیکلي دي:
“مبارک رمضان د ټولو خیراتو او برکتونو جامع دی، او د لیلة القدر شپه، چې د دې مبارکې میاشتې خلاصه او روح دی، د دې میاشتې د مغز حیثیت لري، او خپله میاشت د هغې د پوست حیثیت لري. نو که څوک دا میاشت د ټولو نیکیو او حسناتو سره تېره کړي، د دې د خیر او برکت څخه به مالامال شي، او ان‌شاءالله ټول کال به یې په سکون او د برکتونو په سیوري کې تېر شي.”
(مکتوباتِ مجدد الف ثاني، مکتوب نمبر ۱۶۲، ج ۱، ص ۳۵۸)
نو راځئ چې د دې الهي تحفې او ارزښتناکې فرصـت څخه سمه ګټه واخلو، ترڅو دا میاشت زموږ د ژوند د بدلون سبب شي.
ب: د انسان په برخليک د رمضان اغېزې 
د رمضان مياشت له برکت او رحمت څخه ډکه مياشت ده، دا مياشت دانسان په برخليک مستقيم اغېز لري. هر څوک چې له دې مياشتې څخه په سمه توګه ګټه پورته کړي، د خدای تعالی له رحمت څخه به برخمن شي، او د الله تعالی دا رحمت او ځانګړې پاملرنه به د ټول کال په اوږدو کې ورسره مل وي؛ خو که څوک له دې مياشتې سمه ګټه وانخلي او ځان د الله تعالی له رحمت څخه بې برخې کړي، نو ټول کال او تل به له الهي برکتونو څخه محروم پاتې وي.
لکه څنګه چې حافظ ابن رجب حنبلي په «لطائف المعارف» کې ليکي: «رمضان مياشتې ته رسېدل او پکې روژه نيول د هغه چا لپاره چې الله تعالی د روژې د نیولو توان ورکړی، يو ستر نعمت دی؛ هغه کس چې رمضان میاشت کې د رحمت وړ وګرځي، نو په رښتيا سره مرحوم دی (ټول کال او تل به د الهي رحمت تر سيوري لاندې وي او ژوند به يې له خير، برکت او ارامۍ ډک وي) او څوک چې له دې خير څخه محروم شي، نو محروم دی (ټول کال به له خير او نيکيو بې‌برخې وي) او څوک چې د اخرت لپاره له دې مياشتې څخه د ځان لپاره یو څه ذخیره نه کړي، نو هغه کس ملامت دی.» [لطائف المعارف، ص ۲۸۰]
ج: رمضان، د بندګانو د سيالۍ ميدان 
الله تعالی د رمضان مياشت د خپلو بندګانو لپاره د سيالۍ ميدان ګرځولی دی، هر څوک چې د دې مياشتې له ګټو څخه په سمه توګه استفاده وکړي او د هغه د اطاعت او رضايت په برخه کې تر نورو وړاندې شي، نو په دنيا او اخرت کې به کامياب او رستګار شي او تل به د الله تعالی له بې‌پايانه رحمتونو څخه برخمن وي؛ خو هغه څوک چې له دې ارزښتناک فرصت څخه ګټه پورته نه کړي، خپل عبادتونه او اطاعتونه په سمه توګه ترسره نه کړي او نيکیو ته پام ونه کړي، نو په ژوند کې به له الهي برکتونو څخه محروم شي او ستر زيان به وويني.
امام حسن بصري رحمه‌الله فرمايي: «الله تعالی د رمضان مياشت د خپلو بندګانو لپاره د سيالۍ ميدان ګرځولی دی، ترڅو په دې میاشت کې بندګان د الله تعالی د اطاعت او رضايت د حاصلولو په برخه کې له یوه او بل سره سیالي وکړي او له یوه او بل وړاندې شي، هر هغه ډله چې په دې سیالۍ کې تر نورو مخکې شوه نو بريالي شوه، او هغه ډله چې شاته پاتې شوه نو توان یې وکړ.» [لطائف المعارف، مخ: ۲۷۸]
مسلمان بايد له هر فرصت څخه ګټه پورته کړي؛ ځکه چې دې نړۍ ته د ازموينې لپاره راغلي دي، بې مقصده نه دي پيدا شوي. الله تعالی رمضان د جايزې، تحفې او د خپلو بندګانو لپاره د ګټې په توګه مقرره کې ده ترڅو د دې میاشتې له برکتونو څخه برخمن شي او د نیکو خلکو په ډله کې شامل شي.
د: د ګناهونو بخښنه 
د رمضان مياشتې يو بل برکت د ګناهونو بخښنه ده. هر څوک چې د ايمان له مخې او د ثواب په نیت د رمضان روژه ونيسي، نو  تېر ګناهونه به یې وبخښل شي.
حضرت ابوهریره رضي‌الله‌عنه روايت کوي چې رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم فرمايلي: «څوک چې د رمضان روژه د ايمان له مخې او د ثواب په نیت ونيسي، د هغه تېر ګناهونه به وبخښل شي. څوک چې د رمضان په شپو کې د ايمان له مخې او د ثواب په نیت په لمانځه ودرېږي، د هغه تېر ګناهونه به وبخښل شي. او څوک چې د قدر په شپه (شب قدر) د ايمان له مخې او د ثواب په نیت عبادت وکړي، د هغه تېر ګناهونه به وبخښل شي.» [صحیح بخاري، ج ۱، ص ۲۲۵]
هر بنده هيله لري چې ګناهونه يې وبخښل شي؛ نو که د رمضان روژه ونیسو او په کامله توګه یې آداب او شرايط رعایت کړو نو ګناهونه به مو وبخښل شي او هغه ډله کې به شامل شو چې له الهي رحمت څخه برخمنه د.
ادامه لري…
Previous Articleشیبې له روژې سره (دوهمه برخه)
Next Article شیبې له روژې سره (څلورمه برخه)

اړوند منځپانګې

Blog

لوی اختر؛ د اطاعت او فرمان‌بردارۍ اُسوه

جمعه _6 _جون _2025AH 6-6-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

د تشریق ورځې او تکبیرونه

پنجشنبه _5 _جون _2025AH 5-6-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور (لسمه برخه)

دوشنبه _2 _جون _2025AH 2-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (یوویشتمه برخه)

دوشنبه _23 _جون _2025AH 23-6-2025AD0 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزی د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک یوویشتمه برخه په عبادتونو کې…

نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (اووه وېشتمه برخه)

دوشنبه _23 _جون _2025AH 23-6-2025AD1 Views

لیکوال: شکران احمدي د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه اووه وېشتمه برخه ج: د…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (دوهمه برخه)

دوشنبه _23 _جون _2025AH 23-6-2025AD10 Views

لیکوال: م. فراهي توجګي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه دوهمه برخه د…

نور یی ولوله
ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (شلمه برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD5 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک شلمه برخه په عمومي ژوند…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (یوویشتمه برخه)

دوشنبه _23 _جون _2025AH 23-6-2025AD

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (اووه وېشتمه برخه)

دوشنبه _23 _جون _2025AH 23-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.