Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»د روژې پیغامونه»شیبې له روژې سره (دوهمه برخه)
د روژې پیغامونه یکشنبه _2 _مارچ _2025AH 2-3-2025AD

شیبې له روژې سره (دوهمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: مهاجر عزیزي

شیبې له روژې سره (دوهمه برخه)

 

رمضان د برکتونو او فرصتونو میاشت
د رمضان مبارکې میاشتې فضایل
د رمضان مبارکه میاشت د کال له غوره او د برکتونو ډکو میاشتو څخه ده، چې په دې میاشت کې د بندګانو پر مخ د خدای جل جلاله د رحمت او بخښنې دروازې پرانیستل کېږي. دا میاشت په اسلامي دین کې لوړ مقام لري، او په اړه یې بې‌شمېره فضایل بیان شوي دي. لاندې د دې میاشتې ځینې مهم فضایل ذکر شوي دي:
۱. د قرآن کریم د نازلېدو میاشت
د رمضان له سترو فضیلتونو څخه یو دا دی، چې په دې مبارکه میاشت کې قرآن کریم نازل شوی. قرآن کریم، چې د هدایت او رحمت کتاب دی، د نازلېدو له برکته یې د رمضان میاشت ځانګړې او بختوره کړې ده.
الله متعال فرمایي:
«شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِّنَ الْهُدَىٰ وَالْفُرْقَانِ»
«د رمضان میاشت هغه ده، چې په هغې كې قرآن نازل شوی، چې د خلکو لپاره هدایت دی، او د هدایت او د فرقان (حق او باطل بېلوونكي) ښکاره دلیلونه لري.» [البقره: ۱۸۵]
۲. د نورو آسماني کتابونو نازلېدل
د رمضان فضیلت یوازې د قرآن د نازلېدو پورې محدود نه دی، بلکې نور آسماني کتابونه هم په همدې میاشت کې نازل شوي دي.
علامه محمد عمر سربازي رحمه‌الله فرمایي:
«د رمضان میاشتې فضیلت یوازې د قرآن د نازلېدو له امله نه دی؛ بلکې نور آسماني کتابونه هم په همدې میاشت کې پر پیغمبرانو نازل شوي دي.»
په مسند احمد او معجم طبراني کې له رسول اکرم ﷺ څخه روایت دی:
«د ابراهیم علیه‌السلام صحیفې د رمضان په لومړۍ شپه، تورات د رمضان په شپږمه، انجیل د رمضان په دیارلسمه، زبور د رمضان په اتلسمه، او قرآن کریم د رمضان په څلورویشتمه نازل شوی دی.» [تفسیر تبیین الفرقان: ۴/۸۹]
۳. د رحمت دروازې پرانیستل کېدل او د دوزخ دروازې تړل کېدل
د رمضان میاشت له پیل سره سم، د جنت دروازې پرانیستل کېږي، د دوزخ دروازې تړل کېږي، او شیطانان په زنځیرونو تړل کېږي. دا ځانګړنه د دې میاشتې د برکت، رحمت، او فضیلت نښه ده.
رسول اکرم ﷺ فرمایي:
«إِذَا جَاءَ رَمَضَانُ، فُتِحَتْ أَبْوَابُ الْجَنَّةِ، وَغُلِّقَتْ أَبْوَابُ النَّارِ، وَصُفِّدَتِ الشَّيَاطِينُ.»
«کله چې د رمضان میاشت راورسي، نو د جنت دروازې پرانیستل کېږي، د دوزخ دروازې تړل کېږي، او شیطانان په زنځیرونو تړل کېږي.» [صحیح مسلم، ج ۲، ص ۷۵۸]
نو ځکه، دا میاشت د توبې او الله تعالی ته د بېرته ورګرځېدو لپاره یو زرین فرصت دی.
۴. د قدر شپه – له زرو میاشتو غوره شپه
د رمضان له سترو فضیلتونو څخه یو د قدر شپه ده، هغه شپه چې عبادت په کې له زرو میاشتو عبادت څخه غوره دی.
الله متعال فرمایي:
«لَیْلَةُ الْقَدْرِ خَیْرٌ مِنْ أَلْفِ شَهْرٍ»
«د قدر شپه له زرو میاشتو غوره ده.» [القدر: ۳]
دا شپه د الله تعالی د بخښنې او رحمت د ترلاسه کولو لپاره یو بې‌مثاله فرصت دی، او هغه کسان خوشبخته دي، چې له دې شیبو څخه پوره ګټه اخلي.
۵. روژه – د دوزخ د اور پر وړاندې ډال
د رمضان روژه نه یوازې د نفس د کنټرول لپاره تمرین دی، بلکې یو ډال هم دی، چې انسان د دوزخ له اور څخه ساتي.
رسول‌الله ﷺ فرمایي:
«الصِّيَامُ جُنَّةٌ»
«روژه سپر ده.» [سنن النسائي، ش ۲۲۲۹]
دا حدیث د روژې لوړ مقام څرګندوي، چې د ایمان د ساتنې او له الهي عذاب څخه د خلاصون وسیله ده.
۶. د دعاګانو او حاجتونو پوره کېدل
رمضان د دعاګانو د قبلېدو میاشت ده، او الله تعالی وعده کړې ده، چې په دې میاشت کې د بندګانو دعاګانې قبلوي.
رسول اکرم ﷺ فرمایي:
«إِنَّ لِلصَّائِمِ عِنْدَ فِطْرِهِ دَعْوَةً لَا تُرَدُّ»
«بې شکه، د روژه‌دار لپاره د روژه‌ماتي پر مهال یوه داسې دعا ده، چې نه ردېږي.» [سنن ابن ماجه، ج ۱، ص ۵۵۷]
له دې حدیث څخه څرګندیږي، چې الله تعالی د روژه‌ماتي په وخت د روژه‌دارانو دعاګانې قبلوي.
۷. د نیکو اعمالو د بدلې زیاتوالی
د دې میاشتې یوه ځانګړې فضیلت دا دی، چې د نیکو اعمالو بدله څو برابره ډېریږي. الله تعالی د روژې اجر بې‌حسابه ورکوي.
رسول‌الله ﷺ فرمایي:
«كُلُّ عَمَلِ ابْنِ آدَمَ لَهُ، إِلَّا الصِّيَامَ، فَإِنَّهُ لِي وَأَنَا أَجْزِي بِهِ»
«د آدم د اولاد نور ټول اعمال د ده لپاره دي، مګر روژه زما لپاره ده، او زه پخپله د هغې بدله ورکوم.» [مسند احمد، ج ۱۳، ص ۱۲۶]
دا حدیث د روژې عظمت او د الله تعالی ځانګړې بدله بیانوي.
۸. د روژه‌دارانو د خوراک ستره بدله
په رمضان کې یو له غوره اعمالو څخه روژه‌دار ته د روژه‌ماتي برابرول دي، چې ستر اجر لري.
رسول‌الله ﷺ فرمایي:
«مَنْ فَطَّرَ صَائِمًا كَانَ لَهُ مِثْلُ أَجْرِهِ، غَيْرَ أَنَّهُ لَا يَنْقُصُ مِنْ أَجْرِ الصَّائِمِ شَيْئًا»
«چا چې یو روژه‌دار ته روژه‌ماتی برابر کړ، نو د هماغه روژه‌دار په اندازه اجر به یې په برخه شي، پرته له دې چې د روژه‌دار له اجر څخه څه کم شي.» [سنن الترمذي، ج ۳، ص ۱۶۲]
حتی د یوه خوراک، یوې مړۍ، یا یوې خرما ورکولو سره هم په دې ستره بدله کې شریکېدلای شي.
۹. د صبر او تقوا میاشت
رمضان د نفس د روزنې، صبر، او تقوا لپاره یوه مدرسه ده. د روژې په نیولو، انسان پر خپل نفس کنټرول پیداکوي، او الله تعالی ته ورنږدې کېږي.
الله تعالی فرمایي:
«يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ»
«اى مؤمنانو! پر تاسو روژه فرض شوې ده، لکه چې پر هغو خلکو فرض شوې وه، چې له تاسو مخکې وو، تر څو متقيان شئ.» [البقره: ۱۸۳]
روژه د نفس د پاکوالي او له ګناهونو څخه د زړه د تصفیې سبب ګرځي.
۱۰. پرته له حسابه د “ریان” له دروازې جنت ته ننوتل
روژه‌دارانو ته په قیامت کې ځانګړې بدله ورکول کېږي، او دوی د “ریان” په نوم له یوې ځانګړې دروازې څخه جنت ته ننوځي.
رسول‌الله ﷺ فرمایي:
«إِنَّ فِي الْجَنَّةِ بَابًا يُقَالُ لَهُ: الرَّيَّانُ، يَدْخُلُ مِنْهُ الصَّائِمُونَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، لَا يَدْخُلُ مِنْهُ أَحَدٌ غَيْرُهُمْ»
«په جنت کې یوه دروازه ده، چې “ریان” نومېږي. د قیامت په ورځ یوازې روژه‌داران له دې دروازې جنت ته داخلیږي، او له دوی پرته بل څوک نشي داخلېدلای.» [صحیح بخاري، ج ۲، ص ۶۷۱]
ادامه لري…
Previous Articleالحــــــــــــــاد او په وړاندې یې د مبارزې لارې (اوولسمه برخه)
Next Article شیبې له روژې سره (درېیمه برخه)

اړوند منځپانګې

متفرقه

د طب له نظره د نکاح اهمیت او مقام (پنځمه برخه)

پنجشنبه _30 _اکتوبر _2025AH 30-10-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

قران تل پاتې معجزه (دوه ‌څلوېښتمه برخه)

شنبه _25 _اکتوبر _2025AH 25-10-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

قران تل پاتې معجزه (یوڅلوېښتمه برخه)

پنجشنبه _23 _اکتوبر _2025AH 23-10-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دریمه برخه)

شنبه _1 _نوومبر _2025AH 1-11-2025AD4 Views

لیکوال: ابوعائشه د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو…

نور یی ولوله
اسلام

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دویمه برخه)

پنجشنبه _30 _اکتوبر _2025AH 30-10-2025AD9 Views

لیکوال: ابو عائشه د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د…

نور یی ولوله
متفرقه

د طب له نظره د نکاح اهمیت او مقام (پنځمه برخه)

پنجشنبه _30 _اکتوبر _2025AH 30-10-2025AD22 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌ زهي د طب له نظره د نکاح اهمیت او مقام (پنځمه…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول( برخه: ۷۰)

چهارشنبه _29 _اکتوبر _2025AH 29-10-2025AD6 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول( برخه: ۷۰) د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دریمه برخه)

شنبه _1 _نوومبر _2025AH 1-11-2025AD

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دویمه برخه)

پنجشنبه _30 _اکتوبر _2025AH 30-10-2025AD
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.