لیکوال:

اسلام په اروپا کې (یولسمه برخه)

د پخواني یوګوسلاویا مقدونیه جمهوریت
د مقدونیه جمهوریت د صربستان په جنوب، د البانیا په ختیځ، د یونان په شمال، او د بلغاریا په لویدیځ کې موقعیت لري. د دې هېواد مساحت ۲۵,۱۷۳ کیلومتره مربع دی او له کوزوو خودمختاره ایالت سره هم پوله لري.
مقدونیه تر څوارلسمې میلادي پېړۍ پورې د صربانو تر واک لاندې وه، خو په دې دوره کې عثماني امپراتورۍ دا سیمه د خپل قلمرو برخه وګرځوله. په نولسمه پېړۍ کې، د تزاري روسیې او عثمانیانو ترمنځ د جګړو په ترڅ کې، دا سیمه د عثمانیانو له واکه ووتله. د هماغې پېړۍ په وروستیو کې، بلغاریا هڅه وکړه چې مقدونیه د خپلې خاورې برخه وګرځوي، خو د برلین کانګره، چې په ۱۸۷۸ میلادي کال کې د بالکان د کړکېچ د حل لپاره جوړه شوې وه، د دې هدف د تحقق مخه ونیوله.
په ۱۸۹۳ میلادي کال کې، یو چریکي سازمان د مقدونیه د مقدونیانو لپاره تر شعار لاندې رامنځته شو، چې د بلغاریانو، البانیانو، او ترکانو له ادعاوو سره یې سختې جګړې وکړې. دې شخړو د ۱۹۱۲۱۹۱۳ کالونو تر جګړو پورې دوام وکړ. په پای کې، مقدونیه د یونان او صربستان ترمنځ ووېشل شوه، او د ختیځ یوه کوچنۍ برخه یې هم د بلغاریانو لخوا ونیول شوه.
اسلامي فرهنګ په مقدونیه کې
د مقدونیه هغو سیمو کې، چې د عثماني حکومت مرکز ته نږدې وې، اسلامي فرهنګ ډېر نفوذ لري. د دې فرهنګ نښې نښانې د سکوپیه په بازارونو او کاروان‌سرایونو کې لیدل کېږي. د مقدونیه په ښارونو کې مسلمانان او عیسویان یو ځای اوسیږي، خو کله ناکله مسلمانان د سیند په یوه غاړه، او عیسویان د بلې غاړې په اوږدو کې ژوند کوي.
د دې هېواد یو مذهبي ښار تتهوو نومېږي، چې غیر دیني مظاهر پکې ډېر کم‌رنګه دي. حتی په دې ښار کې، د رستورانونو په منیو کې الکولي مشروبات هم نه موندل کېږي. سره له دې چې د کمونیزم د کلونو واکمنۍ او د عیسویانو تبلیغاتو فشارونه وو، تتهوو لا هم د مسلمانانو لپاره ځانګړی مقام لري.
په دې ښار کې، د جوماتونو او تکیه‌خانو ترڅنګ، د صوفیانو د فرقو پیروانو لپاره د سماع‌خانې په نوم ځانګړي ځایونه هم په پام کې نیول شوي دي.
د کوزوو خپلواک ایالت
د کوزوو خودمختاره ایالت، چې ۱۰،۸۸۷ کیلومتره مربع مساحت لري، د پخوانۍ یوګوسلاویا فدراسیون په جنوب او د مقدونیه په شمال لویدیځ کې موقعیت لري. دا ایالت له جنوب لویدیځ څخه د البانیا او له لویدیځ څخه د مونته‌نیګرو سره ګډه پوله لري.
کوزوو د منځنیو پېړیو په اوږدو کې د صربستان د امپراتورۍ مرکز و. د البانیایي تاریخ لیکونکو په باور، دا سیمه په ۱۲۹۷ هجري (۱۹۱۸ میلادي) کال کې د لویو قدرتونو په ملاتړ له البانیا څخه بېله شوه.
په ۱۳۸۹ میلادي کال کې، صربانو د تورې مرغۍ په جګړه کې له عثماني ځواکونو څخه سخته ماتې وخوړه.
په ۱۳۲۵ لمریز (۱۹۴۶ میلادي) کال کې، کوزوو د یوګوسلاویا د فدراسیون د یوې ځانګړې کلتوري سیمې په توګه وپېژندل شو، او په ۱۹۶۸ میلادي کال کې، د یوګوسلاویا د اساسي قانون په بدلون سره، یو خودمختاره ایالت وګرځېد.
له دویمې نړیوالې جګړې وروسته، دې ایالت د پام وړ اقتصادي او کلتوري وده ومونده، او د تیتو د حکومت پر مهال یې نسبي ارامي تجربه کړه؛ خو د تیتو په مړینه سره، کوزوو ارامي له لاسه ورکړه.
د صربستان فشارونه او د کوزوو خپلواکۍ ته هڅې
په ۱۹۸۷ میلادي کال کې، د صربستان مشر، اسلوبودان میلوشویچ، د کوزوو په وړاندې سخت‌دریځه سیاست غوره کړ.
په ۱۹۹۰ میلادي کال کې، د کوزوو دولت او پارلمان د صربانو لخوا منحل اعلان شول، چې دا کړنه د کوزوو او صربانو ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتېدو لامل شوه.
په ۱۹۹۱ میلادي کال کې، د کوزوو خلکو په یوه ناآرامه ټولپوښتنه کې، د ۹۸ سلنه رایو په اکثریت سره، خپلواکۍ ته مثبته رایه ورکړه؛ خو صربستان دا ټولپوښتنه غیرقانوني او له اساسي قانون سره په ټکر کې وبلله.
کوزوو
کوزوو د یوګوسلاویا فدراسیون تر ټولو کوچنی او غریب ایالت و، خو د نژاد او ژبې له پلوه یې له البانیا سره نږدې اړیکې درلودې. د کوزوو ۷۵ سلنه نفوس مسلمانان جوړوي. د یوګوسلاویا د اساسي قانون پر بنسټ، چې په ۱۹۷۴ میلادي کال کې تصویب شو، کوزوو، چې له دوه میلیونو څخه ډېر نفوس یې درلود، داخلي خودمختاري ترلاسه کړه. د دې ایالت چارې د سیمه‌ییزو ټولنو او د کوزوو د اوسېدونکو لخوا اداره کېدې.
خو په ۱۹۹۰ میلادي کال کې، صربانو د عامو خلکو رایو ته له توجه پرته، پریشتینا (د کوزوو د حکومت مرکز) اشغال کړه او دا ایالت یې د صربستان له خاورې څخه نه‌جلا کېدونکې برخه اعلان کړ.
د کوزوو خلک د نژاد له پلوه ځان له البانیا او مقدونیه سره نږدې ګڼي او له کلتوري او مذهبي پلوه د اروپا د لوی اسلامي امت یوه برخه ده. دا سیمه د اوو پېړیو لپاره د مسلمانانو تر واکمنۍ لاندې وه.
په کوزوو کې اسلامي تشکیلات «مشیخت» نومېږي، او صوفي فرقې هم په کې فعالې دي. د پریشتینا ترڅنګ، «پریزرن» ښار هم ځانګړی اهمیت لري.
د کوزوو مسلمان وګړي له ناوړه وضعیت څخه کړېږي. د دوی لومړني حقونه تر پښو لاندې شوي او له اداري چارو څخه محروم دي. پوځ او پولیس د صربي اقلیت په لاس کې دي، او په ښوونیزو مرکزونو او روغتونونو کې صربي متخصصین او استادان کار کوي.
د سنجاک ایالت
د سنجاک ایالت د دوو جمهوریتونو (صربستان او مونته‌نیګرو) ترمنځ وېشل شوی او له بوسنیا او هرزګوینا سره ګډه پوله لري. دا سیمه شاوخوا نیم میلیون نفوس لري، چې ۷۰ سلنه یې مسلمانان دي. د سنجاک ډېری اوسېدونکي د بوسنیایي نژاد څخه دي.
دا سیمه په تېر وخت کې د بوسنیا د قلمرو یوه برخه وه، خو د جګړو په پایله کې ترې جلا شوې ده. د سنجاک مسلمانان د پام وړ یووالی او همغږي لري. دوی د اسلامي مجلس په جوړولو سره له بېلابېلو ښارونو څخه خپل استازي ټاکلي او خپلو سیاسي تشکیلاتو ته یې پارلماني بڼه ورکړې ده.
خو سره له دې، د سنجاک اوسېدونکي د صربانو تر سخت فشار لاندې دي.
یونان
د یونان جمهوریت، چې ۱۳۱,۹۵۷ کیلومتره مربع مساحت لري، د اروپا په سویل‌ختیځ کې، د بالکان په شبه‌جزیره کې موقعیت لري. دا غرنۍ سیمه له یوې شبه‌جزیرې او څو ټاپوګانو څخه جوړه ده، چې د اژه سمندر له لارې له ترکیې څخه جلا کېږي. د دې هېواد اقلیم غرنی او مدیترانه‌یي دی، او آتن ښار یې د حکومت د مرکز په توګه پېژندل کېږي.
یونان له ۵۳ ایالتونو څخه جوړ دی، او د دې هېواد ۹۶ سلنه نفوس د یوناني نژاد دي؛ پاتې نور یې له ترک، اسلاو، البانیایي او بلغاریایي قومونو څخه دي. رسمي ژبه او لیکدود یې یوناني دی، او ډېری وګړي یې د مسیحي ارتدوکس مذهب پیروان دي.
لوېدیځو پوهانو د یوناني علومو په پیاوړتیا کې د مسلمانانو رول تائید کړی دی. د «ویل دورانت» په خبره، چې د تمدن د تاریخ په ۱۱م جلد کې یې لیکلي:
«عربي (مسلمان) عالمانو د یونان ریاضیات، طبیعیات، کیمیا، ستورپوهنه او طب ساتلي او بشپړ کړي دي، او د یونان بډایه میراث یې اروپا ته انتقال کړی دی
همدارنګه، «ډاکټر ماکس میرهوف» وایي:
«کله چې د یونان د غوړېدا دوره پای ته ورسېده، د مسلمانانو علومو د منځنیو پېړیو تیاره شپې د سپوږمۍ په څېر روښانه کړې
په څلورمه میلادي پېړۍ کې، یونان د ختیځ روم د امپراتورۍ یوه برخه وه. دا سیمه د پنځلسمې میلادي پېړۍ تر نیمایي پورې د ۸۰ امپراتورانو تر واکمنۍ لاندې وه. د اوومې میلادي پېړۍ په نیمایي کې، د یونان ځینې برخې د مسلمانانو تر بریدونو لاندې راغلې، او د ختیځ روم د دولت له کمزوري کېدو سره، د اوسني یونان خاوره د عثماني امپراتورۍ لخوا ونیول شوه. پر دې سیمه د عثمانیانو واکمنۍ تر نولسمې میلادي پېړۍ پورې دوام وکړ.
یونانیان له مذهبي ازادۍ څخه برخمن وو، او د عثمانيانو له لوري د دوی د ژوند او مال ساتنه د دې لامل شوه، چې عثماني حکومت د فاسدو مسیحي واکمنانو په پرتله غوره وګڼل شي.
ارباب‌رعیتي نظام، درانده مالیات، او د یوناني ټولنې اقتصادي فشارونو خلک اړ کړل، چې له عثماني پوځ سره یوځای شي. له همدې امله، عثماني پوځ د یونان په ډېرو سیمو کې د خلکو له تود هرکلي سره مخ کېده.
د عثماني واکمنۍ پر مهال، د تزاري روسیې په هڅونې، په یونان کې پاڅونونه رامنځته شول، چې تر ټولو خونړی هغه یې په ۱۷۷۰ میلادي کال کې و. د یادو پاڅونونو په پایله کې، په ۱۸۳۲ میلادي کال کې د فرانسې، انګلستان او روسیې د مداخلو له امله، یونان له عثماني حکومت څخه جلا شو، او هلته یو پاچاهي نظام تاسیس شو.
د یونان دولت له لوري له مسلمانانو سره ناوړه چلند له نولسمې پېړۍ راهیسې دوام لري.
په ۱۸۲۸ میلادي کال کې، د یونان ۳۵ سلنه نفوس مسلمانان وو، خو دا شمېره ورو ورو له ۱ فیصد څخه هم راکمه شوه. د مسلمانانو، په تېره بیا د البانیایي‌تبارو مسلمانانو، سرکوب او وژنه دومره شدیده وه، چې د دوی د نفوس د کموالي لامل شوه.
نن ورځ، مسلمانان د یونان د ۱۰ میلیونو نفوس شاوخوا ۳ سلنه جوړوي.
دا ډله زیاتره د بلغاري او ترکي نسل څخه ده. بلغاریان په مالدارۍ، او ترکان په کرنه بوخت دي. مسلمانان زیاتره د بلغاریا، البانیا، او پخواني یوګوسلاویا سرحدونو ته نږدې، د هېواد په ختیځو او شمالي سیمو کې اوسیږي.
د یونان مسلمانانو له ۱۹۳۲ میلادي کال راهیسې، د «اسلامي ټولنې اتحادیې» په تاسیس کولو سره هڅه کړې، چې خپل تشکیلات پیاوړي کړي. خو بیا هم دوی د مرکزي دولت تر فشار لاندې دي، او له ډېرو کړاوونو او سختیو سره مخ دي.
همدارنګه، د قبرس د ۷۰۰,۰۰۰ نفوس څخه شاوخوا ۲۰۰,۰۰۰ کسان مسلمانان دي. د ۱۷۹۰ میلادي کال د سرشمېرنې پر مهال، د قبرس ۷۵ سلنه نفوس مسلمانان وو. د بریتانیې د استعمار پر مهال، د دې سیمې نفوسي جوړښت بدلون وموند.
په ۱۹۷۴ میلادي کال کې، د ترکیې مداخلې د قبرس مسلمانانو ته نوې هیله ورکړه، او د ټاپو ۳۴ سلنه برخه د مسلمانانو تر کنټرول لاندې راغله.
ادامه لري
Leave A Reply

Exit mobile version