لیکوال: مولانا عبدالرحمن معتصمي

الحــــــــــــــاد او په وړاندې یې د مبارزې لارې (شپاړلسمه برخه)

فَمَن يُرِدِ اللَّهُ أَن يَهْدِيَهُۥ يَشْرَحْ صَدْرَهُۥ لِلْإِسْلٰمِ وَمَن يُرِدْ أَن يُضِلَّهُۥ يَجْعَلْ صَدْرَهُۥ ضَيِّقًا حَرَجًا كَأَنَّمَا يَصَّعَّدُ فِى السَّمَآءِ  كَذٰلِكَ يَجْعَلُ اللَّهُ الرِّجْسَ عَلَى الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ  ـ (سُورَةُ الاٴنعَام : 125)
نو (دا حقيقت دى) چا ته چې الله د لارښوونې اراده وکړي، د هغه سينه د اسلام لپاره پرانيزي او چا ته چې په ګمراهۍ کښي د غورځولو اراده وکړي، د هغه سينه تنګوي او داسي فشار پرې راولي چې (کله چې د اسلام تصور په ذهن کې راګرځوي نو) داسې ورته معلومیږي، چې ته به وایې ساه یې د اسمان لوري ته پورته کیږي. په دې توګه الله (له حق څخه د تېښتي او كركې) ناپاكي پر هغو كسانو مسلطوي چي ايمان نه راوړي.
د ملحدینو د سلوک او چلن په اړه د پوهانو څېړنې ښيي، چې هغوی کې اضطراب، زړه تنګون او وېره موجوده وي او پوهان یې لامل د ملحدینو له لوري د فطري ایمان په وړاندې مقابله یادوي، چې له ازله د دوی په خټه کې اغږل شوی دی[1].
 مادي او جسمي ځور او عذاب
خدای تعالی ملحدین له اخرت څخه مخکې په دې نړۍ کې هم په عذاب اخته کوي؛
ـ  وَلَا تُعْجِبْكَ أَمْوٰلُهُمْ وَأَوْلٰدُهُمْ  إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ أَن يُعَذِّبَهُم بِهَا فِى الدُّنْيَا وَتَزْهَقَ أَنفُسُهُمْ وَهُمْ كٰفِرُونَ ـ  (سُورَةُ التّوبَة : 85)
د هغوی شتمني او د هغوی د اولادونو زياتوالي ته حیرانېږ مه . الله خو اراده کړې ده چې د دې مال او اولاد په وسيله، هغوی ته په دې دنيا کې سزا ورکړي او  ساه ګانې یې  په داسي حال کې وباسي چې كافران وي.
اخروي عذاب
د الحاد په عام مفهوم سره؛ تر ټولو مهمه پایله یې اخروي عذاب دی، چې رب تعالی هغه سرغړونکو ته تیار کړی دی.
په ټولنې کې د ظلم، فساد او فحشاء خپرېدل
دا چې ملحدین ځان له ټولو دیني، اخلاقي حدودو او مقرارتو څخه ازاد بولي او د ځان په وړاندې هېڅ قید او بند نه ویني، نو د الحاد پراختیا په قطعي ډول په ټولنې کې د فساد، ظلم، فحشا او منکراتو د خپرېدو سبب ګرځي[2].
څلورم مطلب؛ له الحاد سره د مبارزې لارې
د غږیزو، انځوریزو او لیکنیزو رسنیو، ټولنیزو شبکو او د نشراتي مرکزونو او کتابتونونو کنټرول
څرګنده ده، چې الحاد په خلاء کې نه رامنځته کیږی، بلکې د رسنیو او هغه کتابونو د وېش له لارې خپریږي، چې پکې الحادي افکار ځای شوي وي او د اسلام د دین، احکامو او باورونو په اړه پکې شکونه راوړل شوې وي او په پایله کې یې افراد په لومو کې نښلي.
دا چې په یوه هېواد کې یو ځواکمن اسلامي نظام حاکم وي، هغه رسنۍ او انټرنېټي پاڼې چې الحاد ته تبلیغ کوي وتړي او کتابتونونه له الحادي او د نورو ګمراه کوونکو افکارو له کتابونو څخه پاک کړي، د الحاد مخه تر یوې کچې نیول کېدای ش.
د دعوت،  امربالمعروف او نهي عن المنکر په برخه کې د متخصصو کادرونو روزنه
د دې موخې لپاره دې له زده کړو څخه  فارغ شوي ځوان علماء، چې ښه استعداد او لوړې وړتیاوې ولري انتخاب شي او د یوې منظمې برنامې په چوکاټ کې دې د یوې مودې لپاره وروزل شي، چې لاندې مضمونونه پکې شامل وي:
  1. د فقهې او د فتوا تمرین او د نوي مسایلو استخراج زده کړه؛ لکه: سیاست، اقتصاد، معاملات، طب او ټیکنالوژي .
  2. د انګلیسي، عربي، اردو او نورو ملي او سیمه ییزو ژبو زده کړه.
  3. د تجربي علومو؛ لکه: کیمیا، بیولوژی، فزیک او ستورپېژندنې د اصولو او عمومیاتو زده کړه.
  4. د سیاست، حقوقو، قانون، اقتصاد، تاریخ او ټولنپېژندنې د علومو د عمومیاتو زده کړه.
  5. د معاصرو فلسفي مکتبونو، دینونو او په بېلابېلو برخو کې د ملحدینو د نیوکو او شبهو په اړه کافي معلومات ترلاسه کول او په وړاندې یې د رد او فکري جګړي کول اسلوب او د مناظرې او مباحثې چل زده کول.
که چېرته په پورته ډول درسي برنامه تدوین شي، نو پایله به یې د داسې فقیه افرادو وړاندې کول وي، چې نړۍ به یې پېژندلي وي او د اوسني عصر په اړتیاو او شرایطو باندې به پوه وي، د دعوت او فتوا په برخه کې به خپلې وړتیاوې ښيي او اسلامي دولت به یې د اسلامي احکامو په تطبیق کې له نظرونو څخه ګټه اخلي او آن کولای شي د دولت ټولو برخو ته تګلارې ترتیب کړي، د داسې دعوتګرانو مهمه وړتیا دا ده، چې د ملحدینو د شکونو او او شبهاتو په ردولو کې ځانګړی استعداد لري او د اړتیا په وخت کې خپله دنده ترسره کوي.
تجربو ثابته کړې چې د ملحدینو د شبهاتو په وړاندې یوازې هغه کسان کولای شي، ښې لاسته راوړنې ولري، چې اسلامي علوم یې په بنسټیز ډول زده کړي وي، پکې مهارت ولري او په ورته وخت کې د عصري علومو له عمومیاتو څخه  هم خبر وي او د وخت  په شرایطو او وضیعت پوه وي او درک کولای یې شي[3].
ادامه لري…

[1] وګورئ؛ الإلحاد.. موقف عقلي أم مأزق نفسي؟ إبراهيم الدويري،  كاتب وباحث موريتاني.  و الإلحاد بين الوهم والحقيقة .

[2] وګورئ؛ الإلحاد.. موقف عقلي أم مأزق نفسي؟ إبراهيم الدويري،  كاتب وباحث موريتاني.  و الإلحاد بين الوهم والحقيقة .

[3] د امربالمعروف او نهي عن المنکر په وړاندې ننګونې ( معتصمي ـ 32 مخ)

Leave A Reply

Exit mobile version