لیکوال: مولانا عبدالرحمن معتصمي

الحــــــــــــــاد او په وړاندې یې د مبارزې لارې (دیارلسمه برخه)

ـ فَمَن يُرِدِ اللَّهُ أَن يَهْدِيَهُۥ يَشْرَحْ صَدْرَهُۥ لِلْإِسْلٰمِ وَمَن يُرِدْ أَن يُضِلَّهُۥ يَجْعَلْ صَدْرَهُۥ ضَيِّقًا حَرَجًا كَأَنَّمَا يَصَّعَّدُ فِى السَّمَآءِ  كَذٰلِكَ يَجْعَلُ اللَّهُ الرِّجْسَ عَلَى الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ  ـ (سُورَةُ الاٴنعَام : 125)
نو (دا حقيقت دى) چا ته چې الله د لارښوونې اراده وکړي، د هغه سينه د اسلام لپاره پرانيزي او چا ته چې په ګمراهۍ کښي د غورځولو اراده وکړي، د هغه سينه تنګوي او داسي فشار پرې راولي چې (کله چې د اسلام تصور په ذهن کې راګرځوي نو) داسې ورته معلومیږي، چې ته به وایې ساه یې د اسمان لوري ته پورته کیږي. په دې توګه الله (له حق څخه د تېښتي او كركې) ناپاكي پر هغو كسانو مسلطوي چي ايمان نه راوړي.
د ملحدینو د سلوک او چلن په اړه د پوهانو څېړنې ښيي، چې هغوی کې اضطراب، زړه تنګون او وېره موجوده وي او پوهان یې لامل د ملحدینو له لوري د فطري ایمان په وړاندې مقابله یادوي، چې له ازله د دوی په خټه کې اغږل شوی دی[1].
 مادي او جسمي ځور او عذاب
خدای تعالی ملحدین له اخرت څخه مخکې په دې نړۍ کې هم په عذاب اخته کوي؛
ـ  وَلَا تُعْجِبْكَ أَمْوٰلُهُمْ وَأَوْلٰدُهُمْ  إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ أَن يُعَذِّبَهُم بِهَا فِى الدُّنْيَا وَتَزْهَقَ أَنفُسُهُمْ وَهُمْ كٰفِرُونَ ـ  (سُورَةُ التّوبَة : 85)
د هغوی شتمني او د هغوی د اولادونو زياتوالي ته حیرانېږ مه . الله خو اراده کړې ده چې د دې مال او اولاد په وسيله، هغوی ته په دې دنيا کې سزا ورکړي او  ساه ګانې یې  په داسي حال کې وباسي چې كافران وي.
اخروي عذاب
د الحاد په عام مفهوم سره؛ تر ټولو مهمه پایله یې اخروي عذاب دی، چې رب تعالی هغه سرغړونکو ته تیار کړی دی.
په ټولنې کې د ظلم، فساد او فحشاء خپرېدل
دا چې ملحدین ځان له ټولو دیني، اخلاقي حدودو او مقرارتو څخه ازاد بولي او د ځان په وړاندې هېڅ قید او بند نه ویني، نو د الحاد پراختیا په قطعي ډول په ټولنې کې د فساد، ظلم، فحشا او منکراتو د خپرېدو سبب ګرځي[2].
څلورم مطلب؛ له الحاد سره د مبارزې لارې
د غږیزو، انځوریزو او لیکنیزو رسنیو، ټولنیزو شبکو او د نشراتي مرکزونو او کتابتونونو کنټرول
څرګنده ده، چې الحاد په خلاء کې نه رامنځته کیږی، بلکې د رسنیو او هغه کتابونو د وېش له لارې خپریږي، چې پکې الحادي افکار ځای شوي وي او د اسلام د دین، احکامو او باورونو په اړه پکې شکونه راوړل شوې وي او په پایله کې یې افراد په لومو کې نښلي.
دا چې په یوه هېواد کې یو ځواکمن اسلامي نظام حاکم وي، هغه رسنۍ او انټرنېټي پاڼې چې الحاد ته تبلیغ کوي وتړي او کتابتونونه له الحادي او د نورو ګمراه کوونکو افکارو له کتابونو څخه پاک کړي، د الحاد مخه تر یوې کچې نیول کېدای ش.
د دعوت،  امربالمعروف او نهي عن المنکر په برخه کې د متخصصو کادرونو روزنه
د دې موخې لپاره دې له زده کړو څخه  فارغ شوي ځوان علماء، چې ښه استعداد او لوړې وړتیاوې ولري انتخاب شي او د یوې منظمې برنامې په چوکاټ کې دې د یوې مودې لپاره وروزل شي، چې لاندې مضمونونه پکې شامل وي:
  1. د فقهې او د فتوا تمرین او د نوي مسایلو استخراج زده کړه؛ لکه: سیاست، اقتصاد، معاملات، طب او ټیکنالوژي .
  2. د انګلیسي، عربي، اردو او نورو ملي او سیمه ییزو ژبو زده کړه.
  3. د تجربي علومو؛ لکه: کیمیا، بیولوژی، فزیک او ستورپېژندنې د اصولو او عمومیاتو زده کړه.
  4. د سیاست، حقوقو، قانون، اقتصاد، تاریخ او ټولنپېژندنې د علومو د عمومیاتو زده کړه.
  5. د معاصرو فلسفي مکتبونو، دینونو او په بېلابېلو برخو کې د ملحدینو د نیوکو او شبهو په اړه کافي معلومات ترلاسه کول او په وړاندې یې د رد او فکري جګړي کول اسلوب او د مناظرې او مباحثې چل زده کول.
که چېرته په پورته ډول درسي برنامه تدوین شي، نو پایله به یې د داسې فقیه افرادو وړاندې کول وي، چې نړۍ به یې پېژندلي وي او د اوسني عصر په اړتیاو او شرایطو باندې به پوه وي، د دعوت او فتوا په برخه کې به خپلې وړتیاوې ښيي او اسلامي دولت به یې د اسلامي احکامو په تطبیق کې له نظرونو څخه ګټه اخلي او آن کولای شي د دولت ټولو برخو ته تګلارې ترتیب کړي، د داسې دعوتګرانو مهمه وړتیا دا ده، چې د ملحدینو د شکونو او او شبهاتو په ردولو کې ځانګړی استعداد لري او د اړتیا په وخت کې خپله دنده ترسره کوي.
تجربو ثابته کړې چې د ملحدینو د شبهاتو په وړاندې یوازې هغه کسان کولای شي، ښې لاسته راوړنې ولري، چې اسلامي علوم یې په بنسټیز ډول زده کړي وي، پکې مهارت ولري او په ورته وخت کې د عصري علومو له عمومیاتو څخه  هم خبر وي او د وخت  په شرایطو او وضیعت پوه وي او درک کولای یې شي[3].
د مسلمانانو او د اسلامي ټولنو د مشرانو د اعمالو سمون ( سیاستوال، علماء، مسلمان پوهان او روښانفکران)
د هغو کسانو اصلاح اړینه ده، چې په یوه ډول د اسلامي ټولنې مشري کوي؛ هغه که د دعوت، تعلیم او تربیې، سیاست او حکومت او یا هم نورو برخو کې ده.
د مشرانو له دینداري، رېښتنولي، انصاف، عدالت، ښو اخلاقو، نرمي او د شریعت احکامو ته له پابندي څخه عام خلک اغېزمن کیږي او د دین او شریعت په اړه لا زیات باور پیدا کوي او په دینداري کې یې پر قدم پل ږدي او د فتنو په ایمان ځپونکو لومو کې له بندېدو ژغورل کیږي. ( الناس علی دین ملوکهم)
خو که چېرته عام خلک په مشرانو په ځانګړي ډول په علماؤ او داعیانو کې تقوی او دیانت و نه ویني، په خبرو او عمل کې یې تناقض پیدا کړي او په فساد او کمزوریو یې خبر شي، نو د دین په اصل باندې بې باوره کیږي او د الحاد په ډنډ کې لويږي، لکه څنګه چې په غرب کې د الحاد د خپرېدو یو لامل همدا د کلیسا د پادریانو او راهبانو بدې کړنې ګڼل شوی دی.
د تعلیمي او تربیتي  نظام سمون
تعلیم او تربیه په یوې ټولنې کې د بدولون او تغیر اغېزمن لامل دی او تل د ملتونو، هېوادونو او دولتونو برخلیک بدلوي، که د جګړې له لارې د لښکرو په زور د ځمکو او هېوادونو  تسخیر او اشغال وشي، ممکن موقتي وي، خو د تعلیم او تربیې له لارې افکار، زوړنه او ماغزه اشغالوي، چې بنسټیز او  ډېر وخت دوام کوي.
له همدې امله غربي استعمارګرو په اسلامي هېوادونو تر ولکې وروسته؛ لومړی تعلیمي نظام تر نظر لاندې کړ او د چل  او دوکې له لارې یې وکولای شوای، چې اسلامي تعلیمي نظام له منځه یوسي او پر ځای یې داسې تعلیمي نظام رامنځته کړ، چې د دوی پاېښت تضمین کړي او داسې نسل پکې و روزل شي چې له خپل دین، عقیدې او ملت څخه پردی شي او له فکري او کلتور اړخه له استعمارګرو سره یو شان وي.
 د اسلامي نړۍ او امت نننۍ اکثریت ستونزې او ننګونې د همدې فکري او کلتوري جګړې له امله دي، چې غربي استعمارګرو د تعلیمي نظام له لارې بریا ته ورسولې.
که چېرته په یوه هېواد کې سم او مطلوب تعلیمي او تربیتي نظام تدوین او د تکړه ښوونکو له لوري پلی شي، نو د دین، اخلاقو، ابادۍ او پرمختیا په برخه کې هر اړخیز او اساسي مثبت بدلونونه راتلای شي.
 په دې کې شک نشته، چې انسان دوه بعدي موجود دی، چې له روح  او جسد څخه جوړې شوی او مادي او معنوي اړتیاوې لري. که چېرته داسې یو تعلیمي نظام تدوین شي، چې د انسان د ټولو معنوي او مادي اړتیاوو پوره کول پکې په نظر کې نیول شوې وي، نو د داسې تعلیمي نظام پایله له پوهې او اخلاقو څخه مالامال شاګردان او یوه سالمه، پرمختللې او هوسا ټولنه ده.
او بیا داسې یوه ټولنه د ټولو شرعي احکامو د پلي کېدو لپاره چمتوالی لري او مسلمان دعوتګر له هېڅ ډول ننګونې سره پکې نه مخ کیږي او همدا شان د الحاد د پراختیا او خپراوي لپاره اوسنیز دیوال ګرځي[4].
ادامه لري…

[1] وګورئ؛ الإلحاد.. موقف عقلي أم مأزق نفسي؟ إبراهيم الدويري،  كاتب وباحث موريتاني.  و الإلحاد بين الوهم والحقيقة .

[2] وګورئ؛ الإلحاد.. موقف عقلي أم مأزق نفسي؟ إبراهيم الدويري،  كاتب وباحث موريتاني.  و الإلحاد بين الوهم والحقيقة .

[3] د امربالمعروف او نهي عن المنکر په وړاندې ننګونې ( معتصمي ـ 32 مخ)

[4] حقیر بنده په دې اړه د ( په نوي او زاړه تعلیمي نظام د وېش مخینه او منفي پایلې یې) تر عنوان لاندې مقاله لیکلې، چې پکې د اسلام  لپاره د یوه مؤثر تعلیمي نظام په اړه پکې بحث شوی.

Leave A Reply

Exit mobile version