لیکوال: سید مصلح الدین
د اسلام خپرېدل او له غیر مسلمانانو سره یې تعامل د مستشرقینو له نظره (لومړۍ برخه)
لنډیز
له هغه ځایه، چې د حق ترلاسه کول او له انحرافاتو څخه ژغورنه د هر انسان هیله ده، د دې هیلې د ترلاسه کولو لپاره د ځینو اصولو پیروي اړینه ده، چې تر ټولو مهم یې د حق غوښتونکې روحیې د ودې لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کول دي. یوازې هغه وخت انسان کولای شي، چې له هر ډول تعصب او تبعیض پرته، د بېلابېلو افکارو د شننې حق درک کړي، د هر یوه دلایل وڅېړي، تر څو غوره نظر وپېژني او هغه ومني.
البته، که یو کس له ځانګړي ذهني تمایل سره له یوې موضوع سره مخ شي، نو هغه نشي کولی د هغې د حقیقت او دروغو ترمنځ توپیر وکړي.
له همدې امله، دیني علماء او مسلمانان باید د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه د صحابه کرامو رضي الله عنهم له لارښوونو سره سم، له خپلو مخاطبینو سره داسې خبرې وکړي، چې هغوی د اسلام له عقایدو او لارښوونو سره په سمه توګه آشنا شي، تر څو هدایت ومومي. تاوتریخوالی او تېری هغه څه نه دي، چې د انسان فطرت او عقل یې ومني، بلکې هر سالم انسان ترې تښتي. یو مسلمان او د اسلام مبلغ باید له نورو مذهبونو پیروانو سره داسې چلند وکړي، چې د هغوی د حق غوښتونکې روحیه وهڅوي.
له همدې امله، په اسلام کې یو له مهمو ټولنیزو مسئلو څخه، له غیر مسلمانانو سره تعامل دی. ځکه چې اسلام د فکر او عقلانیت دین دی، نو له غیر مسلمانانو سره تعامل ته یې ځانګړې پاملرنه کړې او ټینګار یې پرې کړی دی. اسلام، چې آزاد اندی منطق لري، له همدې امله یې له غیر مسلمانانو سره د عقلانیت او انساني کرامت د رعایت کولو سپارښتنه کړې ده.
سریزه
له دې امله، چې د اسلام مبارک دین د رحمت او انسان دوستۍ دین دی، نو له غیر مسلمانانو او نورو انسانانو سره منطقي او معقول تعامل ته ارزښت ورکوي او د نورو ادیانو له پیروانو سره د هر ډول تقابل او ضدیت مخه نیسي. ځکه چې په دې ډول تعامل سره، د نورو ادیانو پیروان د اسلام ارزښت درک کولی شي.
خو له غیر مسلمانانو سره په تعامل کې تاوتریخوالی، تقابل او ضدیت، د دینونو د پیروانو ترمنځ د کرکې لامل کېږي، او دا هغه څه دي، چې د اسلام له روح سره سمون نه لري. له همدې امله، قرآن کریم فرمایي:
“وَ لا تَسُبُّوا الَّذینَ یَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ فَیَسُبُّوا اللَّهَ عَدْواً بِغَیْرِ عِلْمٍ””او هغو کسانو ته، چې له الله پرته نور معبودان بولي، سپکاوی مه کوئ، که نه نو هغوی به هم له ناپوهۍ څخه د الله سپکاوی وکړي.” (الأنعام: 108)
نو، مسلمانان باید د خدای تعالی لارښوونې عملي کړي، له کفارو او غیر مسلمانانو سره ښه چلند وکړي، او د اسلام مبارک دین په ښکلي او معقول ډول وړاندې کړي، تر څو د نورو پاملرنه ځان ته راواړوي. تاوتریخوالی او متقابل سخت چلند، نه یوازې دا چې د اسلام له اساسي اصولو سره ټکر لري، بلکې د نورو په ذهنونو کې د اسلام په اړه د کرکې سبب هم ګرځي.
د اسلام ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم او د هغه اصحابو رضي الله عنهم، له غیر مسلمانانو سره په تعامل کې د غوره اخلاقو او نرمه رویې له امله، مثبتې او ګټورې پایلې درلودې. هغوی د نورو ادیانو له پیروانو سره د زغم، صبر او ښه چلند غوره مثالونه وړاندې کړل.
اخلاق او زغم، که د دوو کسانو ترمنځ وي، که د کورنۍ، ټولنې یا حتی دولتونو ترمنځ، د انساني اړیکو د تنظیم او اصلاح لپاره تر ټولو مهم اصول دي. دا موضوع، د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه د یارانو رضي الله عنهم په ژوند کې، د یو ټولنیز بنسټ په توګه، د لېدو وړ ده.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version