لیکوال: شکران احمدي

حضرت علي کرم الله وجهه (اته‌وېشتمه برخه)

۲دوهم لامل: هغه درنې وژنې او زیاتې وینې تویونې وې چې د دواړو لښکرو لمنې یې نیولې وې. دا وېره وه چې بالاخره به ټول ووژل شي او له منځه لاړ شي. له همدې امله، د جګړې د بندولو غوښتنه هغه څه وو چې دواړه ډلې یې په لټه کې وې.
۳دریم لامل: د خلکو ستړیا او بې‌وسي وه. د اوږدو جګړو له امله د دوی ځواک کم شوی و، او داسې وضعیت رامنځته شوی و چې ګواکې هرڅوک د سولې او پخلاینې دې پیغام ته په تمه و. د حضرت علي رضی الله عنه ډېری سرتیري او جنګیالي د جګړې او شخړو د پای ته رسولو په لټه کې وو. له همدې امله، دوی ډېری وخت دا جمله ویله:
قد أکلَتنا الحرب ولا نری البقاء إلا عن الموادعة.”
(جګړې زموږ ټول ځواک له منځه وړی دی، او موږ د خپلې بقا لپاره له جګړې د لاس اخیستلو پرته بله چاره نه لرو.)
دا جمله چې د حضرت علي رضی الله عنه د ډېرو سرتېرو په ژبه زمزمه کېدله، دا ښيي چې د جګړې د بندولو لپاره د قرآن کریم پورته کول د حضرت عمرو بن العاص رضی الله عنه لخوا کومه دوکه یا چل نه و، او نه هم دا د هغه نوښت و؛ بلکې د جمل په جګړه کې د بصرې قاضي کعب بن سور هم د جګړې د درولو لپاره ورته اقدام وکړ، خو جګړه مارانو او سبائي یاغیانو هغه په غشو وویشت، ترڅو د هغه د هڅو د بریالیتوب مخه ونیسي.
۴څلورم لامل: د وحیې د بلنې په وړاندې مثبت ځواب او غبرګون و. خدای پاک خپلو بندګانو ته حکم کوي:
فإن تنازعتم في شيء فردوه إلى الله والرسول [النساء: ۵۹]
(هر کله چې تاسو د یو څه په اړه اختلاف لرئ، نو هغه خدای جل جلاله او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم ته (یعنې د قرآن او سنتو حکم ته) راجع کړئ.)
له همدې امله، کله چې حضرت علي رضی الله عنه ته وړاندیز وشو چې د دې موضوع پرېکړه قرآن ته وسپاري، نو هغه وویل:
زه په دې برخه کې له تاسو څخه ډېر وړ او مستحق یم، او زه د خدای تعالی د کتاب حکمیت او قضاوت ته ډېر لیواله یم؛ د خدای جل جلاله کتاب به زما او ستاسو ترمنځ قضاوت کوونکی وي.”
د صفین جګړه او د حضرت عمار بن یاسر رضی الله عنه شهادت
په صفین جګړه کې یوه بله مهمه پېښه هغه وه چې د سم او ناسم دریځ روښانه کولو کې یې مرسته وکړه: د شام د عسکرو په لاس د لوی صحابي حضرت عمار بن یاسر رضی الله عنه شهادت.
حضرت معاویه رضی الله عنه او د شام خلک پر دې باور وو چې د حضرت عثمان رضی الله عنه د وینې غوښتلو او له حضرت علي رضی الله عنه سره د بیعت نه کولو په برخه کې د دوی دریځ سم او عادلانه دی. دوی دا ویل چې تر هغه چې د حضرت عثمان رضی الله عنه د قاتلانو د قصاص اخیستلو قضیه نه وي روښانه شوې، تر هغه وخته به یې مقاومت دوام ولري، او همدا دریځ بالاخره د صفین جګړې لامل شو.
د صحابه کرامو درې ډلې:
جلیل‌القدره اصحابو رضی الله عنهم چې هغه وخت ژوندي وو، له دریو دریځونو څخه یې یو غوره کړی و:
  1. یوې ډلې د دریم خلیفه د وینې د قصاص اخیستلو هڅه کوله او له دې دریځ څخه یې دفاع وکړه.
  2. بلې ډلې د حضرت علي رضی الله عنه دریځ تایید کړ او له هغه سره یوځای شول.
  3. دریمې ډلې، چې د صحابه کرامو لویه برخه یې تشکیلوله، د شخړې او جګړې مخالفت کاوه او انزوا او بې‌پرېتوب یې غوره کړی و.
د نبوي حدیث تطبیق او د حق روښانه کېدل
په همدې ترڅ کې د حضرت عمار بن یاسر رضی الله عنهما شهادت وشو. د نبوي حدیث شریف له مخې:
تقتلک الفئة الباغیة.”
(ته به د سرکشه او یاغي ډلې لخوا ووژل شې.)
دا حدیث ټولو ته څرګند کړ چې حق د حضرت علي رضی الله عنه سره دی، او هرچا باید له هغه سره بیعت کړی وای. دا پېښه، چې د حق دریځ یې روښانه کړ، د جګړې دوام بې‌معنی کړ. خلکو هڅه وکړه چې جګړه پای ته ورسوي، او د منځګړیتوب موضوع راپورته او ومنل شوه.
کله چې د حضرت عمار رضی الله عنه د شهادت خبر حضرت عمرو بن العاص رضی الله عنه ته ورسېد، هغه وویل:
وَدِدْتُ أَنِّي مِتُّ قَبْلَ هَذَا الْيَوْمِ بِعِشْرِينَ سَنَةً.”
(کشکې زه له دې ورځې شل کاله مخکې مړ شوی وای!)
دوام لري
Leave A Reply

Exit mobile version