Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اصحاب کرام»حضرت علي کرم الله وجهه (اته‌وېشتمه برخه)
اصحاب کرام سه شنبه _18 _فبروري _2025AH 18-2-2025AD

حضرت علي کرم الله وجهه (اته‌وېشتمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: شکران احمدي

حضرت علي کرم الله وجهه (اته‌وېشتمه برخه)

۲– دوهم لامل: هغه درنې وژنې او زیاتې وینې تویونې وې چې د دواړو لښکرو لمنې یې نیولې وې. دا وېره وه چې بالاخره به ټول ووژل شي او له منځه لاړ شي. له همدې امله، د جګړې د بندولو غوښتنه هغه څه وو چې دواړه ډلې یې په لټه کې وې.
۳– دریم لامل: د خلکو ستړیا او بې‌وسي وه. د اوږدو جګړو له امله د دوی ځواک کم شوی و، او داسې وضعیت رامنځته شوی و چې ګواکې هرڅوک د سولې او پخلاینې دې پیغام ته په تمه و. د حضرت علي رضی الله عنه ډېری سرتیري او جنګیالي د جګړې او شخړو د پای ته رسولو په لټه کې وو. له همدې امله، دوی ډېری وخت دا جمله ویله:
“قد أکلَتنا الحرب ولا نری البقاء إلا عن الموادعة.”
(جګړې زموږ ټول ځواک له منځه وړی دی، او موږ د خپلې بقا لپاره له جګړې د لاس اخیستلو پرته بله چاره نه لرو.)
دا جمله چې د حضرت علي رضی الله عنه د ډېرو سرتېرو په ژبه زمزمه کېدله، دا ښيي چې د جګړې د بندولو لپاره د قرآن کریم پورته کول د حضرت عمرو بن العاص رضی الله عنه لخوا کومه دوکه یا چل نه و، او نه هم دا د هغه نوښت و؛ بلکې د جمل په جګړه کې د بصرې قاضي کعب بن سور هم د جګړې د درولو لپاره ورته اقدام وکړ، خو جګړه مارانو او سبائي یاغیانو هغه په غشو وویشت، ترڅو د هغه د هڅو د بریالیتوب مخه ونیسي.
۴– څلورم لامل: د وحیې د بلنې په وړاندې مثبت ځواب او غبرګون و. خدای پاک خپلو بندګانو ته حکم کوي:
“فإن تنازعتم في شيء فردوه إلى الله والرسول“ [النساء: ۵۹]
(هر کله چې تاسو د یو څه په اړه اختلاف لرئ، نو هغه خدای جل جلاله او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم ته (یعنې د قرآن او سنتو حکم ته) راجع کړئ.)
له همدې امله، کله چې حضرت علي رضی الله عنه ته وړاندیز وشو چې د دې موضوع پرېکړه قرآن ته وسپاري، نو هغه وویل:
“زه په دې برخه کې له تاسو څخه ډېر وړ او مستحق یم، او زه د خدای تعالی د کتاب حکمیت او قضاوت ته ډېر لیواله یم؛ د خدای جل جلاله کتاب به زما او ستاسو ترمنځ قضاوت کوونکی وي.”
د صفین جګړه او د حضرت عمار بن یاسر رضی الله عنه شهادت
په صفین جګړه کې یوه بله مهمه پېښه هغه وه چې د سم او ناسم دریځ روښانه کولو کې یې مرسته وکړه: د شام د عسکرو په لاس د لوی صحابي حضرت عمار بن یاسر رضی الله عنه شهادت.
حضرت معاویه رضی الله عنه او د شام خلک پر دې باور وو چې د حضرت عثمان رضی الله عنه د وینې غوښتلو او له حضرت علي رضی الله عنه سره د بیعت نه کولو په برخه کې د دوی دریځ سم او عادلانه دی. دوی دا ویل چې تر هغه چې د حضرت عثمان رضی الله عنه د قاتلانو د قصاص اخیستلو قضیه نه وي روښانه شوې، تر هغه وخته به یې مقاومت دوام ولري، او همدا دریځ بالاخره د صفین جګړې لامل شو.
د صحابه کرامو درې ډلې:
جلیل‌القدره اصحابو رضی الله عنهم چې هغه وخت ژوندي وو، له دریو دریځونو څخه یې یو غوره کړی و:
  1. یوې ډلې د دریم خلیفه د وینې د قصاص اخیستلو هڅه کوله او له دې دریځ څخه یې دفاع وکړه.
  2. بلې ډلې د حضرت علي رضی الله عنه دریځ تایید کړ او له هغه سره یوځای شول.
  3. دریمې ډلې، چې د صحابه کرامو لویه برخه یې تشکیلوله، د شخړې او جګړې مخالفت کاوه او انزوا او بې‌پرېتوب یې غوره کړی و.
د نبوي حدیث تطبیق او د حق روښانه کېدل
په همدې ترڅ کې د حضرت عمار بن یاسر رضی الله عنهما شهادت وشو. د نبوي حدیث شریف له مخې:
“تقتلک الفئة الباغیة.”
(ته به د سرکشه او یاغي ډلې لخوا ووژل شې.)
دا حدیث ټولو ته څرګند کړ چې حق د حضرت علي رضی الله عنه سره دی، او هرچا باید له هغه سره بیعت کړی وای. دا پېښه، چې د حق دریځ یې روښانه کړ، د جګړې دوام بې‌معنی کړ. خلکو هڅه وکړه چې جګړه پای ته ورسوي، او د منځګړیتوب موضوع راپورته او ومنل شوه.
کله چې د حضرت عمار رضی الله عنه د شهادت خبر حضرت عمرو بن العاص رضی الله عنه ته ورسېد، هغه وویل:
“وَدِدْتُ أَنِّي مِتُّ قَبْلَ هَذَا الْيَوْمِ بِعِشْرِينَ سَنَةً.”
(کشکې زه له دې ورځې شل کاله مخکې مړ شوی وای!)
دوام لري…
Previous Articleامریکا کې د اسلام نفوذ (څلورمه برخه)
Next Article د افغانستان فیلسوف؛ علامه سید جمال الدین افغان رحمه الله (یوولسمه برخه)

اړوند منځپانګې

ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوند لیک «دیارلسمه برخه»

دوشنبه _26 _مې _2025AH 26-5-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک «دوولسمه برخه»

یکشنبه _25 _مې _2025AH 25-5-2025AD
نور یی ولوله
ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوند لیک «یوولسمه برخه»

شنبه _24 _مې _2025AH 24-5-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور «نهمه برخه»

یکشنبه _1 _جون _2025AH 1-6-2025AD2 Views

لیکوال: سید مصلح الدین دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور نهمه…

نور یی ولوله
متفرقه

زکات «پنځمه برخه»

پنجشنبه _29 _مې _2025AH 29-5-2025AD6 Views

لیکوال: سید مصلح‌الدین زکات پنځمه برخه د زکات مصارف او د هغه د ټولنیز نظام…

نور یی ولوله
متفرقه

قرآن؛ تلپاتې معجزه «لومړۍ برخه»

پنجشنبه _29 _مې _2025AH 29-5-2025AD6 Views

لیکوال: مفتي نورمحمد محبي قرآن؛ تلپاتې معجزه لومړۍ برخه سریزه بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ الْحَمْدُ…

نور یی ولوله
اسلام

د حج حکمت، فلسفه او اسرار «پنځمه برخه»

سه شنبه _27 _مې _2025AH 27-5-2025AD10 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌زی د حج حکمت، فلسفه او اسرار پنځمه برخه په قرآن کریم…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور «نهمه برخه»

یکشنبه _1 _جون _2025AH 1-6-2025AD

زکات «پنځمه برخه»

پنجشنبه _29 _مې _2025AH 29-5-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.