لیکوال: شکران احمدي
حضرت علي کرم الله وجهه (اووه ویشتمه برخه)
عمرو بن العاص رضی الله عنه، د شام د خلکو منځګړی
شاميانو حضرت عمرو بن العاص رضی الله عنه د خپل منځګړي (حَکم) په توګه وټاکه.
له عمرو بن العاص سره د خوارجو چلند له پخوا راپېژندل شوی و.
هغه د اسلامي خلافت په دوره کې، د ورانکارو بریدونو او ګنګوسو لومړی هدف و.
همدغه ډله، د مصر له ولایت څخه د هغه د لرې کولو لامل وه.
خوارجو د ابو موسی اشعري رضی الله عنه په پرتله، له عمرو بن العاص سره ډېره او سخته دښمني درلوده.
له همدې امله، طبیعي وه، چې د دې ډلې لخوا د هغه پر کړنو اعتراضونه وشي او تورونه پرې ولګول شي.
خو د عمرو بن العاص رضی الله عنه عدالت، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم، ابوبکر صدیق رضی الله عنه، او عثمان رضی الله عنه لخوا د والي په توګه ټاکنه، موږ دې ته نه پرېږدي، چې د هغه په اړه هر ډول روایت بې له پلټنې ومنو.
د حکمیت (منځګړیتوب) د منلو دلیلونه
د معاویه رضی الله عنه لخوا، د قرآنکریم د منځګړیتوب موضوع مطرح شوه، بې له دې چې د حضرت عثمان رضی الله عنه د قاتلانو د نیولو یا د هغوی د قصاص غوښتنه وکړي.
په ورته وخت کې، حضرت علي رضی الله عنه هم دا طرحه ومنله، بې له دې چې د معاویه رضی الله عنه او د شام د خلکو اطاعت او بیعت ته ټینګار وکړي.
دا یو بدلون او پرمختګ و، چې د صفین د جګړې پیښو دواړو لورو ته تحمیل کړ.
ځکه چې:
-
دې جګړې مسلمانانو ته درنه مرګ ژوبله او ډېر مالي زیانونه اړولي وو.
-
دواړو خواوو دا درک کړه، چې د جګړې پای ته رسول، او د وژنو مخنیوی، د اسلامي امت د عزت او ځواک د ساتلو لپاره اړین دي.
حضرت علي رضی الله عنه په صفین کې، د جګړې درولو ته موافقه وکړه، او منځګړیتوب (حکمیت) یې ومانه.
هغه دا یوه بریا او فتحه ګڼله.
بیا کوفې ته راستون شو، او د مسلمانانو یووالي، د اختلافاتو او شخړو حل، د اسلامي دولت پیاوړتیا، او د فتوحاتو بیا پیل ته هیله مند و.
د حکمیت منلو عوامل
ډېر لاملونه ول، چې دواړه خواوې د حکمیت (منځګړیتوب) او د دې لارې د شخړو د حل په اړه موافقې ته ورسېدې.
له دې جملې څخه:
1️⃣ د حکمیت یا منځګړیتوب طرحه، د مسلمانانو ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو وروستۍ هڅه وه.
-
له جملې د جګړې راوروسته، هڅې په انفرادي او ډلهییز ډول روانې وې، خو نتیجه یې نه درلوده.
-
د دواړو خواوو ترمنځ ډېرې خبرې وشوې، او ډېر لیکونه تبادله شول.
-
وروستۍ هڅه هغه لیک و، چې حضرت معاویه رضی الله عنه، د جګړې په سختو شرایطو کې، حضرت علي رضی الله عنه ته واستاوه.
-
په دې لیک کې یې له هغه څخه د جګړې د درولو غوښتنه وکړه، او ویې ویل:
«زه فکر کوم، که موږ او تاسو پوهېدلي وای،
چې دا جګړه به تر دې کچې اوږده شي،
نو موږ به هیڅکله اقدام نه وای کړی.
که زموږ عقل او تدبیر، تر اوسه پورې
د دې موضوع په درک کې پاتې راغلی،
نو بیا هم له تېر څخه د توبې،
او د راتلونکي لپاره د اصلاح موقع شته.»
ادامه لري…