Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»د شعبان میاشت؛ روژې ته یو وَر
متفرقه سه شنبه _11 _فبروري _2025AH 11-2-2025AD

د شعبان میاشت؛ روژې ته یو وَر

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: مهاجر عزیزي

د شعبان میاشت؛ روژې ته یو وَر

د شعبان میاشت په اسلام کې یوه له هغو مبارکو میاشتو څخه ده چې په دیني تعلیماتو کې ځانګړی ځای لري. دا میاشت د روژې د هرکلي لپاره د عبادت، ځان جوړونې او معنوي چمتووالي لپاره یو ارزښتناک فرصت دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې میاشتې د فضیلت په اړه مهمې خبرې کړې دي او دیني علماوو هم د دې میاشتې په اهمیت ټینګار کړی دی.په دې لیکنه کې به د شعبان د میاشتې د معنا او فلسفه، د هغې فضایل او هغه مستحب عملونه چې مسلمانان یې په دې میاشت کې ترسره کولای شي، خبرې کیږي.
د «شعبان» کلمهد «شعبان» کلمه د عربي ژبې په معتبرو سرچینو کې بېلابېلې ژباړې لري:
• ابن منظور لیکي: «وَسُمِّيَ شَعْبَانُ لِتَشَعُّبِ الْعَرَبِ فِيهِ فِي طَلَبِ الْمَاءِ وَالغَارَاتِ بَعْدَ أَنْ يَنْقَضِيَ رَجَبٌ الْحَرَامُ» ژباړه: «شعبان ته ځکه شعبان ویل کیږي چې عربانو په دې میاشت کې د اوبو د موندلو او لوټمارۍ لپاره خپرېدل (شعبه شعبه کېدل)، وروسته له دې چې د رجب میاشت چې حرامه میاشت وه، پای ته رسېدل.» [۱]
• فیروزآبادي وايي: «وَسُمِّيَ شَعْبَانُ لِتَشَعُّبِهِمْ فِي الْغَارَاتِ أَوْ فِي طَلَبِ الْمَاءِ» ژباړه: «د شعبان میاشت په دې نوم یاده شوې ده، ځکه چې عربان د غارت او یا د اوبو په لټه کې سره خپرېدل.» [۲]
• زبيدي عقیده لري چې دا کلمه له “تشعب” څخه اخيستل شوې ده او وايي: «سُمِّيَ شَعْبَانُ لِأَنَّهُ يَتَشَعَّبُ فِيهِ خَيْرٌ كَثِيرٌ»؛ «شعبان ځکه په دې نامه یادیږي چې په هغه کې خیر او برکت خپریږي.»
• ابن فارس وايي چې د “شعب” ریښه دوې اصلي معناګانې لري: جلا کېدل او سره ټولېدل. او لیکي: «وَالشَّعْبُ: الطَّائِفَةُ مِنَ النَّاسِ، وَمِنْهُ سُمِّيَ شَعْبَانُ، وَقِيلَ: لِتَشَعُّبِهِمْ فِي الْغَارَاتِ أَوْ فِي طَلَبِ الْمَاءِ»؛ «شعب د خلکو ډلې ته ویل کیږي، او “شعبان” هم له همدې ریښې څخه اخیستل شوی. ځینو ویلي دي: دا میاشت د دې لپاره شعبان نومول شوې، چې خلک د لوټ کولو او یا په اوبو پسې د ګرځېدلو لپاره سره خپاره کېدل.» [۴]
د شعبان د میاشتې فضیلت او اهمیتد شعبان میاشت فضیلت او لوړ مقام لري. په دې میاشت کې د یو کال عملونه رب ته وړاندې کیږي. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «ذَاكَ شَهْرٌ يَغْفُلُ النَّاسُ عَنْهُ بَيْنَ رَجَبٍ وَرَمَضَانَ، وَهُوَ شَهْرٌ تُرْفَعُ فِيهِ الأَعْمَالُ إِلَى رَبِّ الْعَالَمِينَ، فَأُحِبُّ أَنْ يُرْفَعَ عَمَلِي وَأَنَا صَائِمٌ» [۵] ژباړه: «دا هغه میاشت ده چې خلک ترې غافله دي، د رجب او رمضان تر منځ واقع ده. په دې میاشت کې اعمال د رب العالمین په لور پورته کیږي او زه دا خوښوم چې زما عملونه په داسې حال کې پورته شي چې روژه مې وي.»
د شعبان په میاشت کې مستحب عملونه۱. روژهرسول الله صلی الله علیه وسلم په دې میاشت کې روژه نیولو ته ځانګړې پاملرنه کړې او مسلمانانو ته یې سپارښتنه کوله چې په دې مبارکه میاشت کې روژه ونیسي. حضرت عائشه رضي الله عنها وايي: «مَا رَأَيْتُ رَسُولَ اللَّهِ صلى‌الله‌علیه‌وسلم اسْتَكْمَلَ صِيَامَ شَهْرٍ قَطُّ إِلَّا رَمَضَانَ، وَمَا رَأَيْتُهُ فِي شَهْرٍ أَكْثَرَ مِنْهُ صِيَامًا فِي شَعْبَانَ»[۶] ژباړه: «ما هیڅکله رسول الله صلى الله عليه وسلم نه دی ليدلی چې له رمضان پرته بله میاشت پوره روژه ونيسي او له شعبان پرته په بله میاشت کې دومره روژه ونیسي.»له حضرت عبدالله بن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی چې: «كَانَ النَّبِيُّ صلى‌الله‌علیه‌وسلم يَصُومُ حَتَّى نَقُولَ: لَا يُفْطِرُ، وَيُفْطِرُ حَتَّى نَقُولَ: لَا يَصُومُ، وَمَا رَأَيْتُهُ أَكْثَرَ صِيَامًا مِنْهُ فِي شَعْبَانَ»؛[۷] ژباړه: «رسول الله صلی الله علیه وسلم به داسې روژه نیوله چې موږ به ویل چې هیڅکله به روژه ماته نکړي او کله کله به یې داسې افطار کوی (روژه به یې نه نیوله) چې موږ به ویل چې هیڅکله روژه نه نیسي. او ما نه دی لیدلی چې تر شعبان په پرتله په بله میاشت کې ډېره روژه ونیسي.»
امام نووي رحمه الله د ذکر شوي حدیث په لاندې کې وايي: «وَفِي هَذَا الْحَدِيثِ دَلِيلٌ عَلَى أَنَّ أَفْضَلَ النَّفْلِ صِيَامُ مَا قَرُبَ مِنْ رَمَضَانَ مِمَّا لَيْسَ فِيهِ نَهْيٌ»؛[۸] ژباړه: «دا حدیث د دې خبرې ثبوت دی چې تر ټولو مستحبې روژې هغه روژې دي چې رمضان ته نږدې وي او له هغه څخه نهیه نه وي.»امام ابن حجر عسقلاني رحمه الله وایي: «وَفِي الْحَدِيثِ دَلَالَةٌ عَلَى فَضْلِ صِيَامِ شَعْبَانَ، وَأَنَّهُ كَالتَّقْدِمَةِ لِرَمَضَانَ»؛[۹] «دغه حدیث د شعبان د روژې نیولو فضیلت باندې دلالت کوي او دا د رمضان د میاشتې لپاره یو تمرین دی.»
د شعبان د روژې نیولو حکمتعلامه ابن رجب حنبلي رحمه الله وایي: «د شعبان روژه د رمضان د روژې لپاره یو تمرین دی، تر څو روژه لرونکی له کومې ستونزې پرته رمضان ته داخل شي. همدارنګه د شعبان روژه د دې لامل ګرځي چې انسان د روژې میاشتې خوند وڅکي، او د روژې میاشت په لا قوت او توان سره داخل شي. له هغه ځایه چې د شعبان میاشت د رمضان میاشت لپاره یوه مقدمه ده، نو په دې میاشت کې هغه عبادات چې په رمضان کې مشروع دي، لکه روژه نیول او د قرآن تلاوت کول، په دې میاشتې کې هم مشروع دي، ترڅو نفس د خداي تعالی اطاعت ته چمتو شي.» [۱۰]
۲. د دعا او استغفار زیاتېدلرسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «په دې میاشت کې ډېر استغفار وکړئ، او لا اله الا الله ووایئ، او پر ما درود واستوئ.» [۱۱]
۳. د قرآن تلاوت او د رمضان لپاره تیاریله سلف صالحو څخه روایت دی چې دوی به د شعبان په میاشت کې د روژې د میاشتې د تیاري لپاره ډېر د قرآن کریم تلاوت کاوه. حافظ ابن حجر رحمه الله وایي: «کله چې د شعبان میاشت رارسېدل، نو مسلمانانو به قرآن ته مخه کول او خپل زکات به یې ورکاوه.» [۱۲] همدا ډول عبدالله بن مسعود رضي الله عنه وایي: «څوک چې غواړي په رمضان کې قرآن ختم کړي، پکار ده چې له شعبان څخه یې پیل کړي.» [۱۳]
۴. صدقه او د خیر کارونهپه دې میاشت کې له مسکینانو سره مرسته، صدقه ورکول او نېک کارونه مستحب دي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «تر ټولو غوره عمل د مؤمن خوشحاله کول، د هغه د ستونزې هوارول، د هغه د پور ادا کول او د نس مړول یې دي.»
۵. د ځان اصلاح او توبهدا میاشت الله جل جلاله ته د رجوع کولو او له ګناهونو څخه د توبه ایستلو فرصت دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «خدای د شعبان پر پنځلسمه شپه خپلو بندګانو ته ګوري او د مشرک او کینه کوونکي پرته هر چا ته بښنه کوي.» [۱۵]
پایله
د شعبان میاشت د رمضان د داخلېدو دروازه ده. دا میاشت د عبادت، روژې، دعا، استغفار او د روژې لپاره د فکري او فزیکي چمتووالي فرصت دی.مسلمانان باید له دې زرین چانس څخه ګټه واخلي او د روژې مبارکې میاشتې لپاره ځانونه چمتو کړي.

 

سرچینې

[1]. لسان العرب، ۱۳ ټوک، ۲۳۸ مخ.[۲]. القاموس المحیط، ۴ ټوک، ۲۳۸ مخ.[۳]. تاج العروس، ۲۵ ټوک، ۴۵۷ مخ.[۴]. معجم مقاییس اللغة، ۳ ټوک، ۱۹۸ مخ.[۵]. سنن النسائي، ۲۳۵۷ حدیث؛ مسند احمد، ۵ ټوک، ۲۰۱ مخ.[۶]. صحیح بخاري، ۱۹۶۹ حدیث؛ صحیح مسلم، ۱۱۵۶ حدیث.[۷]. سنن ترمذي، ۷۳۶ حدیث؛ مسند احمد، ۱ ټوک، ۲۴۰ مخ.[۸]. د صحیح مسلم شرحه، ۸ ټوک، ۳۹ مخ.[۹]. فتح الباري، ۴ ټوک، ۲۵۲ مخ.[۱۰]. ابن رجب حنبلي، لطائف المعارف، ۱۳۸ مخ.[۱۱]. صحیح ابن حبان، ۳۶۲۶ حدیث؛ حسن السند.[۱۲]. فتح الباری، ۱۳ ټوک، ۳۱۰ مخ.[۱۳]. الطبقات الکبری ابن سعد، ۶ ټوک، ۲۲۴ مخ.[۱۴]. طبرانی، حدیث ۱۳۶۴۲، حسن السند.[۱۵]. مسند احمد، حدیث ۶۶۴۲، حسن السند د البانی روایت له مخې.

Previous Articleد افغانستان فیلسوف؛ علامه سید جمال الدین افغان رحمه الله (شپږمه برخه)
Next Article اسلام او ډیموکراسي (اته پنځوسمه برخه)

اړوند منځپانګې

متفرقه

د طب له نظره د نکاح اهمیت او مقام (پنځمه برخه)

پنجشنبه _30 _اکتوبر _2025AH 30-10-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

قران تل پاتې معجزه (دوه ‌څلوېښتمه برخه)

شنبه _25 _اکتوبر _2025AH 25-10-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

قران تل پاتې معجزه (یوڅلوېښتمه برخه)

پنجشنبه _23 _اکتوبر _2025AH 23-10-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دریمه برخه)

شنبه _1 _نوومبر _2025AH 1-11-2025AD3 Views

لیکوال: ابوعائشه د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو…

نور یی ولوله
اسلام

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دویمه برخه)

پنجشنبه _30 _اکتوبر _2025AH 30-10-2025AD9 Views

لیکوال: ابو عائشه د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د…

نور یی ولوله
متفرقه

د طب له نظره د نکاح اهمیت او مقام (پنځمه برخه)

پنجشنبه _30 _اکتوبر _2025AH 30-10-2025AD18 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌ زهي د طب له نظره د نکاح اهمیت او مقام (پنځمه…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول( برخه: ۷۰)

چهارشنبه _29 _اکتوبر _2025AH 29-10-2025AD4 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول( برخه: ۷۰) د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دریمه برخه)

شنبه _1 _نوومبر _2025AH 1-11-2025AD

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دویمه برخه)

پنجشنبه _30 _اکتوبر _2025AH 30-10-2025AD
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.