
لیکوال: ډاکټر فضل احمد احمدي
فاشیزم د سیاسي تفکر په بڼه (نهمه او وروستۍ برخه)
پایله
په دې کې شک نشته، چې سیاسي مفکورې د علومو یو له مهمو او جنجالي ډګرونو څخه دي، چې د تاریخ په اوږدو کې یې ستر بدلونونه رامنځته کړي دي. دا بدلونونه دومره ژور وو، چې د سیاسي فکر د مفهوم په اړه د ډېرو لیکوالانو ترمنځ اختلافونه راپیدا شول، او د سیاسي فکر لپاره بېلابېل نومونه غوره او وړاندیز شول، له سیاسي فلسفې نیولې، تر سیاسي تیورۍ پورې.
خو که د نومونو له توپیرونو څخه سترګې پټې کړو، هغه څه چې په ټولو کې مشترک دي، دا دي، چې سیاسي فکر ته د داسې یوه مفهوم په توګه کتل کېږي، چې د انسانانو د اجتماعي ژوند لپاره مناسب حالت بیانوي. له همدې امله، که څه هم د سیاسي فکر په تعریف کې اختلافات شته، خو ټول په یوه اساسي ټکی کې متفق دي، او هغه دا چې د سیاسي فکر جوړښت معیاري اړخ لري، یعنې د سیاسي او ټولنیز وضعیت د ښهوالي لپاره هڅه کوي.
په عین حال کې، د “فاشیزم” اصطلاح د سیاسي عقیدې او فکر په توګه، چې بنیتو موسولیني د واک ترلاسه کولو او یو ځانګړي دولتي سنډیکالیزم د رامنځته کولو لپاره مطرح کړ، یوازې د لیبرالیزم، محافظهکارۍ یا کمونیزم تر څنګ یوه بله سیاسي نظریه نه ده؛ بلکې دا هغه سیاست تاییدوي، چې د شلمې پېړۍ په لومړۍ نیمایي کې د مطلق العنان حکومت د جوړېدو بنسټ و.
د موسولیني په وینا:
«فاشیزم د نولسمې پېړۍ د هغو نظریو پر وړاندې، چې مخپرزوال دي، یو غبرګون دی. فاشیزم داسې فعال انسان غواړي، چې په خپل ټول ځواک سره عمل وکړي، داسې کس، چې د ټولو ستونزو پر وړاندې زړور ودریږي.»
فاشیزم دا مفهوم هم لري، چې:
«هغه اراده، چې یو شخص غوره کوي، او هغه د معنوي ټولنې شعوري غړی جوړوي.»
همدارنګه، فاشیزم یو تاریخي مفهوم هم دی:
«انسان د تاریخ څخه بهر هیڅ دی.»
«فرد یوازې د دولت په چوکاټ کې معنا پیدا کوي، ځکه چې دولت د انسان شعوري او ټولشموله اراده ده، چې تاریخي وجود لري.»
فاشیزم د لومړۍ او دویمې نړیوالې جګړې ترمنځ کلونو کې خپل اوج ته ورسېد، خو د دویمې نړیوالې جګړې په پای ته رسېدو سره، فاشیزم ته یو وژونکی ګوزار ورکړل شو. تر دې حده، چې نن ورځ هېڅ ښي اړخې سیاسي ډله دا نه خوښوي، چې فاشیست وبلل شي.
په پای کې، که څه هم فاشیزم نور د دوو نړیوالو جګړو ترمنځ خپل پخوانی مفهوم نه لري، او هېڅ ډله یا طبقه اوس، لکه څنګه چې موسولیني یې ملاتړ کاوه، د فاشیزم دفاع نه کوي، خو د فاشیزم نظریه لا هم ژوندۍ ده. وخت په وخت، دا نظریه د قدرتونو د پرېکړو په متنونو کې په نوي بڼه، رنګ، او نومونو سره څرګندېږي.
سرچینې
• اسدي، آقامحمدي، مجید، & داوود. (۱۴۰۱). مطالعۀ تطبیقی اندیشۀ نظامی سوسیالیسم و فاشیزم (از منظر اندیشمندان دو مکتب). فصلنامۀ مطالعات دفاعی استراتژیک، یوویشتم کال، ۹۲ شمېره، اورې ۱۴۰۲، پاڼې: ۱۱۷-۱۳۸.
• بشیریه، حسین. آموزش دانش سیاسی؛ مبانی علم سیاست نظری و تأسیسی. لسمه خپرونه. تهران-ایران: د نگاه معاصر د خپرونې مرکز، ۱۳۹۲ کال.
• بلینکهورن، مارتین. (بېنیټې). فاشیزم و راستگرایی در اروپا؛ ۱۹۱۹-۱۹۴۵. ژباړن: مهیار آقايي. تهران-ایران: د «نی» خپرونه.
• صلاحی، ملک یحیی. (۱۳۹۰). اندیشههای سیاسی غرب در قرن بیستم. پنځمه خپرونه. تهران-ایران: د قومس نشر.
• قادري، حاتم. (۱۳۹۰). اندیشههای سیاسی در قرن بیستم. دوولسمه خپرونه. تهران-ایران: د سمت انتشارات.
• د سیاسي علومو د ښوونې ډله. (۱۳۹۴). جزوه درسی اندیشههای سیاسی در غرب و اسلام. درېیمه خپرونه. تهران-ایران.
• عالم، عبدالرحمن. (۱۳۸۵). نظریه و عمل فاشیزم. مجلۀ دانشکده حقوق و علوم سیاسی، دانشگاه تهران، ۷۱ شمېره، د ۱۳۸۵ کال پسرلی، پاڼې: ۱۱۳-۱۶۱.
• علويپور، سید محسن. (۱۳۹۷). از فهم تا بیان اندیشۀ سیاسی: نقد و بررسی کتاب فهم نظریههای سیاسی. فصلنامۀ پژوهش و نگارش کتب دانشگاهی، ۴۳ شمېره، منی او ژمی ۱۳۹۷، پاڼې: ۱-۲۰.
• قزلسلفي، محمدتقی. (۱۳۹۳). زیباییشناسی و سیاست با تمرکز بر دولت فاشیزم. فصلنامۀ دولتپژوهی، مجلۀ دانشکدۀ حقوق و علوم سیاسی، څلورمه برخه، دیارلسمه برخه، د ۱۳۹۷ کال پسرلی، پاڼې: ۱-۲۹.
• محمودي، سیدعلي. (۱۳۹۳). خِرد سیاسي، جستارهایی در آزادی، اخلاق و دموکراسی. لومړۍ خپرونه. تهران-ایران: د نگاه معاصر نشر.
• منوچهري، عباس. (۱۳۸۴). اندیشۀ سیاسی بهمثابۀ دانشی میانرشتهای: روایتی دلالتی-پارادایمی. فصلنامۀ مطالعاتِ میانرشتهای در علوم انسانی، اووم پړاو، دویم چاپ، د ۱۳۹۴ کال پسرلی، پاڼې: ۱-۲۲.
• میراحمدي، منصور. (۱۳۹۲). مبانی فلسفی اندیشههای سیاسی در اسلام. فصلنامۀ عملی-پژوهشی سیاست متعالیه، لومړس کال، لومړۍ شمېره، اوری ۱۳۹۲، پاڼې: ۱۵۳-۱۷۸.
• میر محمودي، تورج. (۱۴۰۰). ناسیونالیسم در میان ملل مسلمان و غرب؛ و تأثیر امّتگرایی بر اتحاد جهان اسلام. فصلنامۀ پژوهشهای اجتماعی/اسلامی، بهار و تابستان ۱۴۰۰، ۱۲۳، پاڼې: ۳۱۲-۳۳۸.
• هیوود، اندرو. (۱۳۹۱). سیاست. ژباړن: عبدالرحمن عالم. دویمه خپرونه. تهران-ایران: د نشر نی.
پای