“امیرالمؤمنین تاسو ته خطاب کوي او وایي: ما تر اوسه تاسو ته وخت درکړی، چې حق ته راستانه شئ او خپل حجت (دلیل، ثبوت) مې بشپړ کړی دی، خو تاسو مثبت ځواب نه دی راکړی. له دې وروسته، زما او ستاسو ترمنځ هیڅ تړون نشته.”
جګړه له سهار څخه تر ماښامه روانه وه، خو هیڅ لوري برلاسي نشو.
دوهمه ورځ: د حضرت علي رضی الله عنه له لوري هاشم بن عتبه د آس سپرو او پیاده لښکر سره جګړې ته راووت. د شام له لوري، ابو الاعور سلمي ورسره مخامخ شو. جګړه تر ماښامه دوام وکړ، خو بیا هم پایله ونهرسېده.
دریمه ورځ: له حضرت علي رضی الله عنه عمار بن یاسر رضی الله عنه، او له حضرت معاویه رضی الله عنه عمرو بن العاص جګړې ته راووتل. د ورځې په وروستۍ برخه کې، عمار بن یاسر، عمرو بن العاص ته سخت برید وکړ، خو لا هم د بریا یا ماتې نښې نه وې.
څلورمه ورځ: د معاویه رضی الله عنه له لښکره عبیدالله بن عمر، او د حضرت علي رضی الله عنه له لښکره محمد بن حنفیه جګړې ته راووتل. غرمه مهال، عبیدالله بن عمر محمد بن حنفیه ته د تنپهتن مبارزې بلنه ورکړه، خو کله چې محمد بن حنفیه د جګړې لپاره چمتو شو، حضرت علي رضی الله عنه هغه بېرته وګرځاوه.
پنځمه ورځ: د حضرت علي رضی الله عنه له لوري عبدالله بن عباس، او د شام له لوري ولید بن عقبه جګړې ته راووتل.
شپږمه ورځ: د حضرت معاویه رضی الله عنه له لښکره ذوالکلاع حمیري، او د حضرت علي رضی الله عنه له لښکره قیس بن سعد انصاري جګړې ته داخل شول. اوومه ورځ: د شامیانو له لوري حبیب بن مسلمه، او د حضرت علي کرم الله وجهه له لوري مالک اشتر یو ځل بیا جګړه وکړه. دا ورځ هم د تېرو ورځو په څېر، له سهار څخه تر ماښامه، د سختې جګړې شاهده وه، خو کومه پرېکړه نه وشوه.
د جګړې شدید پړاو
د چهارشنبې په ماښام، حضرت علي رضی الله عنه او حضرت امیر معاویه رضی الله عنه خپل لښکرونه په شخصي توګه جګړې ته چمتو کړل.
دا ورځ د تېرو ورځو په پرتله ډېره شدیده وه، خو بیا هم هیڅ لوري بریا یا ماتې ترلاسه نه کړه.
د صفین د جګړې وروستۍ دوه ورځې
دا اووه ورځنۍ جګړه، چې هره ورځ به د دواړو لورو له پوځونو نوي قوماندانان میدان ته راووتل، زړورتیا او اتلولۍ به یې وښودله، د اسلام او مسلمانانو لپاره ستره بدبختي وه.
د مسلمانانو تورې د یو بل په غاړه کې لګېدلې وې، او د اسلام دښمنان د زړه بوږنوونکو صحنو ننداره کوله. خو د دې جګړې وروستۍ دوه ورځې، لا هم خونړۍ او بدمرغه وې.
حضرت علي رضی الله عنه خپل لښکر ته امر وکړ، چې ټوله شپه په دعا او تضرع کې تېره کړي.
په دې ورځ، د سهار له لمانځه وروسته، حضرت علي رضی الله عنه د خپل ټول لښکر سره د شام پر پوځ برید وکړ.
په دې برید کې، حضرت علي رضی الله عنه پخپله د لښکر په منځ کې وو.د بصرې، کوفې، مدینې، انصارو، بنو خزاعه، او بنو کنانه یو شمېر مشران هم د لښکر په همدې برخه کې وو.
د میمنې (ښي اړخ) مشري – عبدالله بن بدیل بن ورقاء الخزاعي ته وسپارل شوه.
هره قبیله د خپلې جلا قوماندې لاندې، د خپل بیرغ سره، په ځانګړي موقف کې چمتو وه.عمار بن یاسر رضی الله عنه د حماسه ویونکو او قاریانو مسؤول و. قیس بن سعد او عبدالله بن یزید هم د ځانګړو ماموریتونو مسؤلین وو.
د شام لښکر چمتووالی
حضرت امیر معاویه رضی الله عنه، تر مرګه پورې د خلکو بیعت اخیسته.
د میسره (کین اړخ) مشري – حبیب بن مسلمه الفهري ته وسپارل شوه.د میمنې مشري – عبیدالله بن عمر ته ورکړل شوه.
د جګړې سخت پړاو
لومړی، د حضرت علي رضی الله عنه د لښکر میمنه (ښی اړخ) جګړې ته وړاندې شوه.
عبدالله بن بدیل الخزاعي، د شام د لښکر قوماندان، حبیب بن مسلمه الفهري ته سخت برید وکړ.که څه هم دا برید ډېر شدید و، خو بالاخره جګړه د شام د پوځ په ګټه تمامه شوه.عبدالله بن بدیل، د حبیب بن مسلمه تر قوماندې لاندې جنګیالي، شاته تګ ته اړ کړل.
د شام لښکر ناڅاپي برید
کله چې حضرت امیر معاویه رضی الله عنه د خپل لښکر حالت ولید، سمدلاسه یې خپلو ملګرو ته د برید امر وکړ.
د شام پوځ داسې برید وکړ، چې عبدالله بن بدیل یوازې له ۲۰۰-۳۰۰ کسانو سره پاتې شو.د ده پاتې نور سرتېري، ووتښتېدل او د حضرت علي رضی الله عنه ځای ته ورسېدل.
حضرت علي رضی الله عنه سمدلاسه سهل بن حنیف ته امر وکړ، چې د مدینې له خلکو سره د عبدالله بن بدیل مرستې ته ور ودانګي.
خو د شام پوځ، سهل بن حنیف ته اجازه ورنه کړه، چې عبدالله ته ورسېږي.ډېر ژر، عبدالله بن بدیل او د هغه ملګري د شام د لښکر لخوا شهیدان شول.
د جګړې بله جبهه
په میسره (کین اړخ) هم ورته حالت رامنځته شوی و.یوازې د ربیعې قبیله، کلکه ودرېده، خو پاتې ټول پوځیان وتښتېدل.
حضرت علي رضی الله عنه، خپل زامن حضرت حسن، حسین، او محمد رضی الله عنهم، د ربیعې مرستې ته واستول.همداراز، هغه مالک اشتر ته امر وکړ، چې د میمنې تښتېدلو کسانو ته داسې ووایي: