لیکوال: ابوالنصر زرنجي
شل ویناوې، شل روښانه څېرې (درېیمه برخه)
د امام غزالي رحمه الله په دوره کې مذهبي اختلافات
پنځمه هجري پېړۍ، یا د امام غزالي رحمه الله دوره، په حقیقت کې د اسلام یوه مهمه علمي او فکري دوره وه. د علومو او معارفو پراختیا د اسلامي مدرسو، علمي مرکزونو، او مذهبي ټولنو د جوړېدو سبب شوه، چې له امله یې د علماوو او فقهاوو ترمنځ علمي مجادلې او فکري شخړې رامنځته شوې. لکه څنګه چې مخکې یادونه وشوه، د مناظرې او علمي بحث فن په دې دوره کې بېساري پرمختګ وکړ.
د مصر “الازهر جامع” او د بغداد “نظامیه“
فاطمي خلفاو د څلورمې هجري پېړۍ په نیمایي کې په مصر کې د الازهر مدرسه تأسیس کړه. د ابن خلکان او مقریزي د تاریخ له مخې، الازهر په ۳۶۱ هجري کال کې د فاطمي خلیفه “المعز لدین الله” د قوماندان “جوهر” لخوا جوړه شوه، چې تر نن ورځ پورې فعاله ده. دا مدرسه د وخت په تېرېدو سره د بېلابېلو اصلاحاتو شاهده وه او هر دور یې ځانګړی جوړښت درلود.
الازهر د څلورمې پېړۍ په نیمایي کې جوړ شو، او د پنځمې پېړۍ په نیمایي کې، خواجه نظام الملک په بغداد کې د نظامیه مدرسې بنسټ کېښود. ځینې روایتونه وايي چې هغه د عراق، خراسان، اصفهان، بلخ، نیشابور، هرات، بصره، طبرستان (آمل)، او موصل په ګډون په ګڼو مهمو ښارونو کې مدرسې جوړې کړې.
په نیشابور کې، د نظامیه مدرسې له جوړېدو مخکې هم مدرسې موجودې وې، لکه بیهقیه مدرسه، چې د نظام الملک له زېږېدو دمخه جوړه شوې وه. همدارنګه، سعدیه مدرسه، چې د نیشابور د والي، امیر نصر بن سبکتکین (د غزنوي سلطان محمود ورور) لخوا جوړه شوې وه. له نظامیه مخکې، په نیشابور کې دوه نورې مدرسې هم وې؛ یوه د ابو سعید اسماعیل بن علي بن مثنیٰ استرآبادي لخوا جوړه شوې وه، چې یو صوفي واعظ و، او بله د ابو اسحاق اسفرایني لپاره جوړه شوې وه.
په نورو اسلامي هېوادونو کې هم د نظامیه له جوړېدو مخکې مدرسې موجودې وې. خو ځینې تاریخپوهان، لکه امام ذهبي او ابن خلکان، خواجه نظام الملک لومړنی کس ګڼي چې د یوه تنظیم شوي تعلیمي نظام پر بنسټ یې مدرسې جوړې کړې. ابن خلکان لیکي: “و هو اول من انشأ المدارس فاقتدى به الناس“ (هغه لومړنی کس و چې مدرسې یې جوړې کړې، نو خلکو ورپسې اقتدا وکړه)
تصوف د امام غزالي رحمه الله په وخت کې
تصوف د تقوا، زهد، او د سیر و سلوک له لارې د حقیقت موندنې لار ده. دا مفهوم د تاریخ له پيله په بېلابېلو مذهبونو او فکري مکتبونو کې لږ یا ډېر شتون درلود، خو په اسلامي ټولنه کې تصوف د یوه ځانګړي فکري او مذهبي مکتب په توګه راڅرګند شو.
په هر ملت، مذهب، او عقیده کې، د زاهدانو او مرتاضانو یوه ډله شتون درلود، چې د هغوی روحاني طریقه له عامې مذهبي طریقې سره توپیر درلود. خو، په اسلامي نړۍ کې، تصوف د یوه منظم روحاني، فکري، او مذهبي خوځښت بڼه خپله کړه، چې د نړۍ په بل هیڅ مذهب کې یې ساری نهلیدل کېږي. له همدې امله، دا مذهبي خوځښت د اسلامي تمدن له ځانګړنو ګڼل کېږي، او د تصوف فلسفه د روح یو له څرګندونو (تجلیاتو) څخه شمېرل کېږي.
د صوفي او تصوف اصطلاحات هم د اسلامي دین دننه یوې ځانګړې فرقې ته اشاره کوي، چې د روحاني پرمختګ او معنوي تصفې لپاره ځانګړې طریقه لري.
تصوف، لکه څنګه چې په اسلام کې وده کړې، د حقیقت موندنې، څېړنې، او د عرفاني حقایقو د روح د بشپړتیا پایله ده. تصوف د انساني فکر د پوخوالي څرګندونه ده.
په دې اړه چې د “صوفي” کلمه له کومه راغلې او له کومې کلمې څخه اخیستل شوې، بېلابېل نظرونه شتون لري، او دلته د ټولو ویناوو یادونه بې ګټې ده.
قشیري په خپل “رساله” کې لیکي: “د صوفي کلمه، چې یوې ځانګړې فرقې ته اشاره کوي، د هغو اصطلاحاتو څخه ده چې عربي مشتق نه لري.” ابن خلدون د قشیري وینا نقل کړې او پخپله یې دا نظر څرګند کړی چې صوفیان په دې نوم بلل شوي، ځکه چې دوی د وړۍ جامې اغوستلې.
ځینو لیکلي دي چې د “صوفي” کلمه د یوناني “سوفیا Sophia” کلمې څخه اخیستل شوې، چې معنی یې “حکمت” ده، او “سوفس Sophos” معنی “هوښیار عالم” ده. د “فیلسوف” کلمه، چې د “فیلا Phila” او “سوفیا Sophia” څخه اخیستل شوې، او همدارنګه “سوفسطایی Sophiste” او “تئوسوفی Theosophie” (چې “خدای پوهنې” ته اشاره کوي)، ورته والی لري. دا یوازې احتمالات دي چې د لفظي ورته والي له امله ذهن ته راځي، خو هیڅ قاطع شواهد نه لري.
تصوف د امام غزالي رحمه الله په دوره کې
پنځمه هجري پېړۍ، یا د امام غزالي رحمه الله دوره، د تصوف د بشپړې ودې او پرمختګ دوره وه. په دې وخت کې د صوفيانو، خانقاهو، او د شیخانو د مجالسو جوړښتونه د بل هر وخت په پرتله ډېر رواج او معنویت درلود، او په اسلامي هیوادونو، په ځانګړې توګه په خراسان کې، چې د امام غزالي رحمه الله ټاټوبی و، د دې عقیدې ډېری عالمان وو.
خواجه نظام الملک، د امام غزالي رحمه الله په وخت کې، پخپله یو متقي صوفي و او د تصوف تر ټولو لوی ملاتړی ګڼل کېده. هغه د تصوف له مشرانو سره ناسته ولاړه درلوده او هغوی ته یې ډېر درناوی کاوه.
د پنځمې پیړۍ ځینو علماوو او فقهاوو هم تصوف ته تمایل درلود. په عمومي توګه، پنځمه هجري پېړۍ د تصوف په تاریخ کې تر ټولو مهمه دوره ده.
مشهور صوفیان او د تصوف پراختیا
د دې پیړۍ په لومړۍ نیمایي کې، مشهور شخصیتونه راڅرګند شول، لکه:
-
شیخ ابوسعید ابوالخیر (۳۵۷-۴۴۰)
-
پیر ابوالفضل حسن (د سرخس د شیخانو)
-
شیخ ابوعبدالرحمن سلمي نیشابوري (وفات: ۴۱۲)، د “طبقات الصوفیه” کتاب لیکوال
-
شیخ ابوالحسن خرقاني (وفات: ۴۲۵)
-
شیخ ابوعلي دقاق (وفات: ۴۰۶)
-
شیخ ابوعلي داستاني (وفات: ۴۰۷)
-
شیخ ابوعبدالله شیرازي (معروف په بابا کوهي، وفات: ۴۴۲)
-
ابو منصور اصفهاني (مړینه: ۴۱۸)
-
حافظ ابونعیم اصفهاني (وفات: ۴۳۰)، د “حلیة الاولیاء” کتاب لیکوال
-
ابوعلي سیاه (وفات: ۴۲۴)
-
لقمان سرخسي (د سرخس له شیخانو څخه)
-
شیخ ابوالقاسم ګورګاني (وفات: ۴۵۰)
په دویمه نیمایي کې، داسې شخصیتونه وده وکړه لکه:
-
ابوعلي فارمدي (وفات: ۴۷۷)، د امام غزالي رحمه الله استاد
-
امام ابو القاسم قشیري (وفات: ۴۶۵)، د “رساله قشیریه” لیکوال
-
هروي پیر خواجه عبدالله انصاري (د “امالي” او “منازل السائرین” کتابونو لیکوال)
-
ابوعثمان نیشابوري (وفات: ۴۵۷)
-
ابوبکر نساج طوسي (وفات: ۴۸۷)، د امام احمد غزالي استاد