لیکوونکی: ابورائف
د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځلسمه برخه)
غیر طبیعي زېږون
یو له هغو ځانګړو موضوعاتو څخه چې مسلمانو طبيبانو ورته پام کړی او حل لارې یې ورته وړاندې کړې دي، د غیر طبیعي زېږون مسئله ده. کله چې یوه ښځه امیندواره شي، خو زېږون یې په نورمال ډول ترسره نه شي، یا جنین په غیر معمولي شکل وزېږېږي، اسلامي طبيبانو د دې حالت د درملنې لپاره بېلابېلې طریقې ذکر کړې دي.
امام زهراوي په دې اړه لیکي:
«د غیر طبیعي زېږونونو له ډولونو څخه یو هم دا دی چې د جنین پښې راووځي. په دې حالت کې، د جنین څرخول اړین دي. که چیرې جنین په غیر مناسب حالت کې وي، یا یې لاسونه په ناسم وضعیت کې موقعیت ولري، باید د لاسونو او بدن موقعیت سم شي او جنین په نورمال او طبیعي ډول وګرځول شي. همدارنګه، د غبرګولي زېږونونو په صورت کې هم باید دا اصول په پام کې ونیول شي.»
امام زهراوي د رحم څخه د جنین د لاس یا پښې د بېرته ورګرځولو لپاره یوه وسیله اختراع کړه، چې د جنین لاس یا پښه بېرته رحم ته داخلولو لپاره کارول کېده. دا وسیله، چې “مدفع” (دفعکوونکی) نومېږي، په یوناني طبي کتابونو کې نه ده ذکر شوې.
ستونزمن زېږونونه
بله مهمه مسئله چې مسلمانو طبيبانو ورته پام کړی، ستونزمن زېږونونه دي. ځینې وختونه امیندوارې ښځې له داسې وضعیت سره مخ کېږي، چې زېږون یې خورا ستونزمن شي او په آسانۍ سره جنین وزېږولای نه شي.
امام بلدي، چې یو له مشهورو اسلامي طبيبانو څخه دی، د ستونزمن زېږون لاملونه په لوړ علمي دقت سره څېړلي او هغوی یې په دوو اصلي برخو وېشلي دي:
۱. د امیندوارې میرمنې سره تړلي لاملونه
-
د ښځې چاغوالی
-
د رحم کوچنیوالی
-
په رحم یا نورو غړو کې پړسوب
-
د نورو ناروغیو درلودل
-
د زېږون تجربه نه درلودل (لومړی ځل امیندواري)
-
د زېږون پر مهال وېره
-
د رحم طبیعي کمزوري
-
له وخته مخکې زېږون (د ټاکل شوې نیټې څخه مخکې)
۲. د جنین سره تړلي لاملونه
-
د جنین ډېر لویوالی يا ډېر کوچنیوالی (په ځانګړې توګه په لومړیو زېږونونو کې)
-
د جنین د سر غیر معمولي غټوالی
-
خلقتي نیمګړتیاوې، لکه د دوو سرونو درلودل
-
د زېږون څخه مخکې د جنین مړینه، چې بیا هم باید وزېږول شي
-
د جنین کمزوری حرکت
-
د جنینونو لوړ شمېر (د غبرګولو یا درېګونو زېږونونه)
د زېږون پر مهال د جنین ځانګړي حالتونه
د زېږون پر مهال د جنین ځینې غیر معمولي حالتونه، چې ممکن د زېږون په وخت کې ستونزې رامنځته کړي، عبارت دي له:
-
له رحم څخه د جنين برعکس وتل، داسې چې لاسونه یې د ورونونو مخې ته راوتلي وي او سر یې د رحم په لور حرکت نه کوي.
-
د ولادت په پیل کې د رحم څخه د جنین د دواړو پښو وتل، پرته له دې چې د زېږون عادي بڼه غوره کړي.
د دې ټولو مواردو له ذکر کولو وروسته، امام بلدي د ستونزمنو زېږونونو د درملنې طریقې په تفصیل سره بیان کړې دي. هغه هڅه کړې، چې د علمي او عملي طريقو پر بنسټ، هرې ستونزې ته مناسب او عملي حلونه وړاندې کړي.
د امیندوارۍ د مخنیوي په اړه د مسلمانو طبيبانو نظرونه
مسلمانو طبيبانو د امیندوارۍ د مخنیوي وسایلو په اړه بېلابېل نظرونه وړاندې کړي دي. دوی د نارینهوو او ښځینهوو دواړو لپاره ګڼ شمېر ګټورې طریقې او وسایل معرفي کړي دي. ځینې هغه مهمې طریقې، چې مسلمانو طبيبانو د امیندوارۍ د مخنیوي لپاره وړاندې کړې دي، عبارت دي له:
۱. عزل
دا طریقه د امیندوارۍ د مخنیوي له مشهورو لارو څخه ده، چې اسلامي علماوو یې جواز ورکړی، په دې شرط چې د ښځې رضایت ته درناوی وشي. امام نووي، ابن ازرق، او ډېرو نورو فقهاوو او طبيبانو په خپلو آثارو کې دا طريقه یاده کړې ده. البته، عصري طب د دې طریقې ځینې رواني پایلې او اغېزې هم ثبت کړې دي.
۲. دوا
اسلامي طبيبانو د امیندوارۍ د مخنیوي لپاره ګڼ شمېر درمل او بوټي معرفي کړي، چې د نارینهوو او ښځو دواړو لپاره ګټور ثابت شوي دي. له دې موادو څخه ځینې مهم عبارت دي له:
-
د فیل فضله
-
مرچ
-
سیاهدانه
-
ګلپي
-
نعناع
-
د ترخه ناک غوړي
-
پالک
-
کافور
-
د سقمونيا نبات
-
خبث الحدید
-
قطران
په اوسني عصر کې د دې بوټو عصارې یا ورته ترکیبات لا هم د همدې هدف لپاره کارول کېږي.
۳. د رحم دننه وسیله (IUD)
د امیندوارۍ د مخنیوي وسیله، چې نن ورځ د “IUD” په نامه پېژندل کېږي، په حقیقت کې نوې اختراع نه ده. مسلمانو طبيبانو یادونه کړې، چې لومړیو عربانو دا طریقه کاروله؛ دوی به د خپلو اوښانو په رحم کې یوه کوچنۍ ډبره کېښوده، ترڅو د اوږدو سفرونو پر مهال د امیندوارۍ مخه ونیسي.
۴. د نارینهوو لپاره ځانګړي طریقې
طبيبانو دا سپارښتنه کوله، چې نارینه د جنسي اړیکو دمخه خپل تناسلي غړی د لاندې موادو په غوړو سره وپوښي، ترڅو د مېرمنې د امیندوارۍ مخه ونیسي:
-
د قطران غوړي
-
د پیاز عصارې
-
د کاهو عصارې
-
د بلسان عصارې
د زوجینو د عقامت (بې اولادۍ) څېړنه
یوه بله ډېره مهمه موضوع، چې اسلامي طبيبانو د کورنۍ د تنظیم په برخه کې ورباندې بحث کړی، د عقامت یا بې اولادۍ مسئله ده. دوی دا موضوع له دوو اساسي اړخونو څخه څېړلې ده:
۱. د نارینهوو عقامت
ډېرو اسلامي طبيبانو په تفصیل سره د نارینهوو د عقامت موضوع څېړلې او بېلابېل لاملونه یې ذکر کړي دي، چې ځینې یې دا دي:
-
په خُصیهوو (بيضهوو) کې د غُدو غیر معمولي شتون
-
د سپرم د تولید کمزورتیا
-
د ټپونو یا ضربو له امله د خصیهوو زیانمن کېدل
-
د بدن د تودوخې زیاتوالی، چې د تنګو جامو اغوستلو یا د اوږدې مودې لپاره د ناستې له امله رامنځته کېږي
-
مزمنې (اوږدمهاله) ناروغۍ
-
د جماع ستونزې یا په تناسلي آلت کې غیر معمولي حالتونه
۲. د ښځو عقامت
د ښځو د عقامت په اړه، اسلامي طبيبانو بېلابېل لاملونه ذکر کړي، چې ځینې یې عبارت دي له:
-
د تخمکاېښودلو ستونزې
-
د فالوپ د نلونو اختلال
-
د رحم د غاړې اختلال
-
د رحم نیمګړتیاوې او ناروغۍ، لکه:
-
پړسوب
-
اضافي غوښه
-
د رحم د دیوالونو چسبوالی
-
امام رازي، ابن سینا، او امام بلدي د هغو مشهورو طبيبانو له ډلې څخه دي، چې پر دې موضوع یې پراخ بحثونه کړي دي. دوی د دې ناروغۍ د درملنې لپاره بېلابېلې حل لارې او طریقې وړاندې کړې، چې د هغه وخت له علمي او طبي معیارونو سره سمې پرمختللې ګڼل کېدې.
ادامه لري…
سرچينې:
[1]. التصریف لمن عجز عن التألیف، ص: ۱۱۶.
[2]. هماغه سرچینه، ص: ۱۲۲.
[3]. بلدي، احمد بن محمد بن یحیی، تدبیر الحبالی والأطفال والصبیان وحفظ صحتهم ومداواة الأمراض العارضة لهم، ص: ۱۶۳-۱۶۵، دارالرشید، ۱۹۸۰م، عراق.
[4]. الأمراض النسائیة والولادة فی الطب العربی الإسلامی، ص: ۸۱-۸۶.
[5]. هماغه سرچینه، ص: ۸۷-۱۰۰.