Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلامي تمدن»د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (دیارلسمه برخه)
اسلامي تمدن چهارشنبه _5 _فبروري _2025AH 5-2-2025AD

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (دیارلسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابو رائف

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (دیارلسمه برخه)

د ماشومانو طب
یوه له هغو برخو څخه چې مسلمانانو پکې تخصص ترلاسه کړ او ارزښتناک حللارې او وړاندیزونه یې وړاندې کړل، د ماشومانو طب و. په دې برخه کې، هغوی د امیندوارۍ پر مهال د ښځو له بیلابیلو حالاتو، د جنین له ځانګړتیاوو، ورسره تړلو ناروغیو، او د ماشومانو له عامو ناروغیو سره تړلو موضوعاتو ته ځانګړې پاملرنه وکړه. د همدې توجه په پایله کې، مسلمانانو په دې برخه کې مهم نوښتونه او لاسته راوړنې ټولنې ته وړاندې کړې.
ډاکټر راغب سرجاني په دې اړه لیکي:
«په دې کې شک نشته چې مسلمانانو د طب دې برخې ته ځانګړې پاملرنه کړې، تر دې چې ځینو یې په دې برخه کې ځانګړي آثار لیکلي دي. ځینو په ځانګړي ډول په جنین‌پوهنه او ژنتيکي ناروغیو تمرکز کړی دی. د مسلمانو طبيبانو یوې ډلې د هغو ماشومانو په اړه، چې له وخته مخکې (اووه میاشتني) زېږېدلي دي او د هغوی د پاملرنې اړوند، کتابونه لیکلي دي. سربېره پردې، د شېدو ورکولو او د شېدو ورکوونکو مېرمنو ځانګړتیاوو په څېر موضوعاتو باندې هراړخیز بحثونه هم وړاندې کړي دي.»
مسلمانانو د جنین د ودې بېلابېلو مرحلو ته ځانګړې پاملرنه کوله. د دې مرحلو وېش د نننیو علمي څېړنو له موندنو سره ډېر توپیر نه لري. مسلمانو طبيبانو په رحم کې د جنین د ودې مرحلې او د زېږون وروسته د ماشوم د پاملرنې څرنګوالی په دقت سره مطالعه کړی دی.
همدارنګه، د شېدو ورکولو په موضوع کې، هغوی د شېدو ورکوونکو مېرمنو ځانګړتیاوې، د دوی د شېدو کیفیت، او د مغذي او صحي شېدو تولید لپاره مناسب رژیم په تفصیل سره څېړلی دی.
مسلمانو طبيبانو د ماشومانو له ناروغیو سره د مبارزې لپاره پراخې څېړنې کړې دي، چې ځینې یې دا دي:
  • اسهال
  • ساه لنډې (آسم)
  • د شپې ادرار
  • قبضیت
  • تشنج
  • د سترګو کوږوالی
  • ټپونه
  • دانو او تبې ناروغۍ
  • د غوږ او سترګو ناروغۍ
د ماشومانو د طب په برخه کې تألیفات
ډېرو مسلمانو طبيبانو د ماشومانو د طب په برخه کې ارزښتناک آثار لیکلي، چې ځینې یې دا دي:
۱. “رسالة في أمراض الأطفال والعناية بهم“
دا کتاب د امام رازي رحمه‌الله لخوا لیکل شوی او د ماشومانو د ناروغیو په برخه کې یو له لومړنیو مهمو آثارو څخه ګڼل کېږي.
په دې کتاب کې، امام رازي رحمه‌الله د ماشومانو د درملنې په اړه خپل نظرونه په یوه نوښتګر ډول وړاندې کړي، چې د پخوانیو یوناني او عربي طبيبانو له نظریو سره توپیر لري.
دغه کتاب، په عمومي ډول، د ماشومانو د ناروغیو په اړه خبرې کوي. د نورو لیکوالانو برعکس، امام رازي رحمه‌الله د ماشومانو ناروغۍ د عمر پر بنسټ نه دي طبقه‌بندي کړې، بلکې د هرې ناروغۍ درملنه او د هغې اړوند تدابیر یې جلا تشریح کړي دي.
دا کتاب څلورویشت فصلونه لري، چې په لاندې ډول دي:
  1. لومړی فصل: د ماشومانو د پوستکي ناروغۍ، لکه پيسي
  2. دويم فصل: په ماشومانو کې کچلي
  3. درېیم فصل: د ماشومانو د سر لویوالی
  4. څلورم فصل: د ماشومانو د ګېډې پړسوب
  5. پنځم فصل: په ماشومانو کې پرنجی
  6. شپږم فصل: د ماشومانو د شپې ویښېدل
  7. اووم فصل: د ماشومانو بې‌سدي
  8. اتم فصل: د “أم الصبیان” (د ماشومانو مور) په نامه مشهوره ناروغي
  9. نهم فصل: د ماشومانو له غوږونو څخه د چرک بهېدل
  10. لسم فصل: د ماشوم له غوږ څخه زهر بهېدل
  11. یوولسم فصل: د ماشومانو د سترګو ناروغۍ
  12. دوولسم فصل: په ماشومانو کې د سترګو انحراف
  13. دیارلسم فصل: په ماشومانو کې د غاښونو ناروغۍ
  14. څوارلسم فصل: په ماشومانو کې د خولې زخمونه
  15. پنځلسم فصل: په ماشومانو کې قی وهل
  16. شپاړسم فصل: په ماشومانو کې اسهال
  17. اولسم فصل: د ماشوم د پاملرنې اصول
  18. اتلسم فصل: د ماشومانو ارږمۍ وهل
  19. نولسم فصل: د ماشومانو د بدن خارش او پړسوب
  20. شلم فصل: په ماشومانو کې پارازیتونه
  21. یوویشتم فصل: په ماشومانو کې د نوو ظاهرېدل
  22. دوه‌ویشتم فصل: په ماشومانو کې د کولمو راوتل
  23. درې‌ویشتم فصل: په ماشومانو کې د مثانې تیږې
  24. څلورویشتم فصل: په ماشومانو کې سستي او د تګ کمزوري
دا کتاب د ماشومانو د طب په برخه کې یو له مخکښو علمي سرچینو څخه دی او د دې علم په پرمختګ یې پراخه اغېزه کړې ده.
امام رازي رحمه‌الله په خپل کتاب کې د ماشومانو د طب په برخه کې بې‌شمېره کشفیات او نوښتونه وړاندې کړي دي. هغه د خپلو ارزښتناکو تجربو په کارولو سره د ماشومانو ډېری ناروغۍ پېژندلي او درملنه یې کړې ده.
۲. کتاب “المولودین” – اثر: حنین بن اسحاق
دا کتاب د پوښتنې او ځواب په بڼه لیکل شوی او د بقراط د هغه کتاب پر بنسټ ولاړ دی، چې په اتمه میاشت کې د زیږېدلو ماشومانو په اړه لیکل شوی دی. په دې کتاب کې، لیکوال هڅه کړې چې په منطقي ډول هغه دلیل تشریح کړي، چې ولې اته میاشتني ماشومان ژوندي نه پاتې کېږي. که څه هم د هغه تیوري د نن ورځې علمي موندنو او کشفیاتو لخوا تایید شوې نه ده، خو دا اثر د تاریخي لید له لحاظه ځانګړی اهمیت لري.
۳. المعالجات البقراطیة – د احمد بن محمد طبري اثر
دا اثر د نامتو اسلامي طبيب احمد بن محمد الطبري رحمه‌الله لخوا لیکل شوی، او د طب په اړه ډېرې برخې پکې شاملې دي. د دې کتاب یوه مهمه برخه د ماشومانو ناروغیو ته ځانګړې شوې ده.
د ماشومانو په طب کې مخکښ اثر
دا اثر د مسلمانو طبيبانو لخوا په عربي ژبه له لومړنیو لیکل شوو آثارو څخه دی. که څه هم امام طبري رحمه‌الله د امام رازي رحمه‌الله وروسته تألیف کړی، خو د موادو په راټولولو او وړاندې کولو کې یې په بشپړ ډول خپلواکي ساتلې او د رازي رحمه‌الله تقلید یې نه دی کړی.
نوښتګر لید
امام طبري رحمه‌الله د کتاب په سریزه کې ټینګار کړی، چې له هغه مخکې هیچا د ماشومانو ناروغیو ته په دقیق او جامع ډول پاملرنه نه ده کړې. هغه د هغو طبيبانو نظریه هم رد کړې، چې د ماشومانو درملنه د طبي علم یوه کوچنۍ برخه ګڼي.
د کتاب محتوا
دا کتاب شپېته فصلونه لري، چې ګڼ شمېر موضوعات پکې شامل دي، لکه:
  • د ماشومانو د پوستکي ناروغۍ
  • د ماشومانو بې‌سدي
  • میراثي ناروغۍ
  • د غوږونو، سترګو او پوزې ناروغۍ
  • د ماشومانو د ژړا لاملونه
  • په خوب کې د ماشومانو خرهاری
  • د معدې ناروغۍ
  • د ماشوم لخوا د شېدو نه خوړلو لاملونه
په دې برخه کې نور مهم آثار
د ماشومانو د طب په اړه ګڼ شمېر آثار لیکل شوي، چې ځینې یې په لاندې ډول دي:
  1. “سیاسة الصبیان وتدبیرهم“ – د ابن الجزار قیرواني تألیف
  2. “جوامع کتاب جالینوس في المولودین لسبعة أشهر“ – د ثابت بن قره
  3. “المولود لسبعة أشهر“ – د حنین بن اسحاق
د ماشومانو په طب کې مهم موضوعات
د ماشومانو د طب په علم کې ځینې بنسټیز موضوعات په ګوته شوي، لکه:
۱. د مور په رحم کې د جنین وده او پالنه
  • د جنین د ودې مرحلې
  • د وخت څخه مخکې زیږېدلو ماشومانو (اوه او اته میاشتني) ته پاملرنه
  • د وخت څخه مخکې زیږېدلو ماشومانو ساتنه او پالنه
۲. د نوي زیږېدلي ماشوم پالنه
  • د نو پرې کول، غسل او پاکول
  • په سترګو کې څاڅکي اچول
  • د پوزې پاکول
  • په معتدل چاپېریال کې د ماشوم ایښودل
۳. د مور د شېدو ورکولو موضوع
  • د مور د شېدو د ډولونو معاینه
  • د شېدو کیفیت او مقدار زیاتولو لپاره مناسب تغذیه
  • د مور د شېدو ورکولو او درولو مناسب وخت
  • د ناروغیو څخه د ماشوم ساتنه
۴. د شېدو پرېښودو مناسب وخت
  • د شېدو پرېښودو مناسب موسم
  • د ماشوم پر وده او روغتیا یې اغېزې
۵. په ناسته او ګرځېدو کې وده او پرمختګ
مسلمانو طبيبانو د ماشوم د فزیکي ودې لپاره د تمرینونو او پاملرنې په اړه سپارښتنې وړاندې کړې دي.
دا بحثونه نه یوازې د مسلمانو طبيبانو د ماشومانو روغتیا او روزنې ته د پاملرنې ژوروالی ښیي، بلکې د ماشومانو د طب په برخه کې د دوی علمي بنسټونه هم روښانه کوي.
ادامه لري…
Previous Articleفاشیزم د سیاسي تفکر په بڼه (څلورمه برخه)
Next Article حضرت علي کرم الله وجهه (شپاړسمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (دري ویشتمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (دوه ویشتمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (یوویشتمه برخه)

چهارشنبه _18 _جون _2025AH 18-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

کمونیزم

د کمونېزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (اوومه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD0 Views

لیکوال: م. فراهي توجګي د کمونېزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه اوومه برخه د…

نور یی ولوله
اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (دېرشمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD0 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله دېرشمه برخه پایله نولسمه…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (دري ویشتمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD0 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول دري ویشتمه برخه…

نور یی ولوله
فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (دوهمه برخه)

یکشنبه _29 _جون _2025AH 29-6-2025AD0 Views

لیکوال: ابوعایشه کرامیه ډله «فرقه» دوهمه برخه کرامیه ډله: د دې ډلې نوم جوړښت مفتوح…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د کمونېزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (اوومه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (دېرشمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.