لیکوال: زید

فډراليزم؛ له پېژندنې څخه تر پلي کېدو پورې (پنځمه برخه)

په اسیا لویه وچه کې د فډرالیزم خپرېدل
د شلمې پېړۍ په وروستۍ نیمایي کې، په اسیا کې نیمه فډرالي سازمانونه رامنځته شول، او د دې لویې وچې ځینو هېوادونو په تدریجي ډول دا نظام غوره کړ. د بېلګې په توګه، لاندې مواردو ته اشاره کولی شو:
• ۱۹۴۵ زېږدیز کال – هند او چین له دې نظام سره یوځای شول.
• ۱۹۴۸ کال – میانمار.
• ۱۹۴۹ کال – اندونیزیا.
• ۱۹۵۶ کال – پاکستان.
• ۱۹۶۳ کال – سومالیا.
• ۱۹۷۱ کال – متحده عربي امارات.
همدارنګه، ځینو نورو هېوادونو تر یوه حده دې سیسټم ته مخه کړه.
د فډرالیزم د ځینو مهمو اصطلاحاتو تعریف
د فډراليزم له تاریخي شالید او مخینې سره له بلدتیا وروسته، اړینه ده چې بحث پرانیزو او د هغې د اصطلاحاتو له لارې څېړنه وکړو.
ډاکټر مها بستامي وايي:
“د فډراليزم د اصطلاحاتو د تعریف په اړه بې‌شمېره علمي بحثونه او شننې ترسره شوې دي. موږ دا ټول بحثونه داسې لنډولی شو: د فډراليزم په بحث کې درې ډوله اصطلاحات شتون لري:
۱. لومړۍ اصطلاح: فډرالي سیاسي سازمانونه؛۲. دوهمه اصطلاح: فډرالي اتحادیې؛۳. درېیمه اصطلاح: فډراليزم.
دا درې اصطلاحات معیاري دي او د حکومت ټول هغه سیسټمونه پکې شامل دي چې مختلفې کچې لري.
په عمومي توګه، فډراليزم داسې تعریفېږي:
“هو ترسیخ الوحدة و المرکزیة والمحافظة علیهما فی آن واحد.”
یعنې: (د خلکو او دولت ترمنځ د یووالي او پیوستون شتون، د یو ګوند یا ډلې لپاره په یوه ځانګړي ټکي تمرکز نه کول، او په ورته وخت کې د دواړو مواردو ساتنه.)
د ځینو عربي سیاستوالو له نظره د فډرالیزم نور نومونه
ډاکټر دانیال العازار د فډراليزم لپاره نور نومونه هم یاد کړي دي، چې یا ورته مفهوم لري یا د فډراليزم بڼې او ډولونه ګڼل کېږي. د هغوی لنډیز په لاندې ډول دی:
۱. اتحادیې: هغه ډلې چې یوځای کار کوي، کورنی سیاست پر مخ وړي او وده ورکوي.۲. غیر متمرکزې دستوري اتحادیې: هغه اتحادیې چې مرکزیت نه لري او د هېواد په هر ګوټ کې شتون لري؛ خو د ټولو نظم، دستور او قانون یو شان وي.۳. فډرالي سازمانونه: په نړۍ کې مختلف فډرالي سازمانونه، چې ځینې ګډې چارې او مسایل لري.۴. له استازیتوب پرته فډراليزم: یو فډرالي سیسټم چې استازیتوب نه لري او له عملي تطبیق څخه خالي وي.۵. ګډ دولت: هغه دولت او حکومت چې په ځینو قوانینو کې له یو بل سره ورته والی او مشارکت لري.۶. ګډه رهبري: د څو فعالو ګوندونو یا ډلو لخوا د هېواد ګډه رهبري او چارسمبالي.۷. غیر رسمي تړون: په یوه هېواد کې د ګوندونو ترمنځ غیر رسمي تړون او یووالی.۸. قومي تړون: د مختلفو قومي ډلو ترمنځ تړون او پیوستون، چې د دوی په لاس جوړ شوي قانون تابع وي.۹. ګډ کاري واکونه: ګډ کاري ځواکونه، چې په یوه هېواد کې ټول سیاسي ګوندونه پکې شامل وي، او هر یو ته یې په خپله سیمه کې یو ډول واک ورکړل شوی وي.
دوام لري…
Leave A Reply

Exit mobile version