البته، دا لېوالتیا بېلابېل لاملونه لري؛ له یوې خوا، د لویدیځ استعمار او فکري جګړه، او له بلې خوا، د لویدیځوالو لخوا د “اسرائيل” په نوم د دولت رامنځته کېدل.
عربان، په دې ګومان چې عربي ملتپالنه، د ګډې ژبې، توکم او تاریخ پر بنسټ د یووالي وسیله ده، دې پدیدې ته مایله شول، تر څو له ننګونو او کړکېچونو څخه ځان خلاص کړي.
ډېرو کسانو، چې په دې پدیدې یې باور درلود، د هغې د خپرولو او پراختیا لپاره یې هڅې وکړې، او نور یې هم دې فکر ته راوبلل.
راځئ چې عربي ملتپالنه ښه وپېژنو
عربي ملتپالنه یو بنسټیز سیاسي او فکري غورځنګ دی، چې عربان د خپل برم او عظمت پر لور رابولي او د یو متحد دولت د جوړولو غوښتنه کوي، چې د دیني اړیکو پر ځای، د وینې، ژبې او تاریخ پر بنسټ ولاړ وي. دا د ملتپالنې د مفکورې انعکاس دی، چې مخکې په اروپا کې راڅرګنده شوې وه. دغه پدیده د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو او د ۲۰مې پېړۍ په لومړیو کې په عربي هېوادونو کې راڅرګنده شوه.
عربي ملتپالنه د اسلامي نړۍ په ځینو هېوادونو کې یو تاریخي مفهوم دی، چې د “خپل” او “پردي” ترمنځ د توپیر پر بنسټ ولاړ دی. دا غورځنګ د داخلي ظلم، بهرني استعمار او اشغال پر وړاندې د غبرګون په توګه راڅرګند شو او هڅه یې وکړه، چې عربي ملي هویت په ټولنیز، تاریخي، جغرافیایي، سیاسي، مذهبي، کلتوري، ژبني او ادبي برخو کې بیا راژوندی کړي، ترڅو عربان په یو واحد ملت بدل شي. دا غورځنګ په تدریجي ډول د ۱۹مې پېړۍ په دویمه نیمایي کې پیل شو او بالاخره، د دوهمې نړیوالې جګړې وروسته، په عربي نړۍ کې په یوه ځواکمن جریان بدل شو.
عربي ملتپالنه یوه پدیده ده، چې له یوې پېړۍ څخه ډېر مخکې راڅرګنده شوې. دا پدیده له لومړۍ نړیوالې جګړې وړاندې رامنځته شوه او لومړی ځل د عربي ژبې د بیا راژوندي کولو، د عربانو د ځلانده ماضي او برم د بېرته راګرځولو او له عثماني خلافت څخه د خپلواکۍ ترلاسه کولو لپاره، د عربي وتلو او پوهو شخصیتونو په فعالیتونو کې څرګنده شوه.
په پیل کې، عربي ملتپالنه د اسلامي مفاهیمو پر بنسټ ولاړه وه، خو لږ وروسته، د عربانو او عثماني امپراتورۍ ترمنځ د شخړو او لانجو له امله، دې غورځنګ خپل مذهبي رنګ له لاسه ورکړ او یو خالص ملتپال طبیعت یې غوره کړ.