د امام ابو سعید حسن بصري رحمه الله ژوندلیک، د هغه علمي شخصیت، ټولنیز حیثیت او د هغه وخت پر ټولنه باندې د دغه سپیڅلي اسلامي شخصیت اغېزې پراخ توضیحات او مختلف اړخونه لري، چې څو کرښې او څو پاڼې یې نشي کولی په بشپړ ډول بیان کړي. نو په دې لیکنه کې به په ترتیب او تفصیل سره د دغه سپېڅلي امام، متقي مشر، پوه عالم او ټولنیز شخصیت د ژوندلیک په مختلفو برخو او اړخونو باندې خبرې وکړو.
د اسلام د تاریخ په اوږدو کې هغه کسان چې په رښتیا یې پر خلکو واکمني کړې او د خلکو مخکښان شوي دي، په حقیقت کې د هغه نوم او نښان مستحق وو او په ځان کې یې د حاکمیت او رهبرۍ ټول شرایط پوره کړي وو. خو امام حسن بصري رحمه الله په داسې حال کې وزېږېد چې نه یوازې خپله، بلکې د هغه مور او پلار دواړه غلامان وو. هغه په داسې چاپېریال کې لوی شو او وده یې وکړه، چې صحابه کرام رضي الله عنهم او د اسلام لومړني بیرقداران یې رهبران وو. هغه په داسې حال کې بلوغ او د عقل او پوهې مرحلې ته ورسېد، چې وکولای شوای علم او دین د رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه واسطه زده کړي.
په داسې حساس وخت کې هغه د بصرې د خلکو سردار، مشر او امام و، په هغه وخت کې چې حجاج بن یوسف ثقفي هلته حکومت کاوه او له حجاج څخه مخکې زیات بن عبید حکومت کاوه.
امام حسن بصري رحمه الله د قریشو له کورنۍ څخه نه و، چې د پېغمبر صلی الله علیه وسلم د کورني نسب له برکت څخه سردارۍ ته ورسېږي. هغه حتی عرب هم نه و، چې په هغه باندې وویاړي، او هغه آزاد هم نه و، چې په طبیعي ډول د سردارۍ ترلاسه کولو لپاره هڅه او مبارزه وکړي.
امام ابو سعید حسن بن ابو الحسن یسار:
د پلار نوم یې له اسلام څخه مخکې ځینو کسانو د فیروز په نوم یاد کړی دی. هغه په اصل کې د عراق د بصرې د لاندې برخې د “میسان” سیمې اوسېدونکی و، چې د مسلمانانو د قومندان مغیره بن شعبه رضي الله عنه لخوا د مسلمانانو د دویم خلیفه حضرت عمر رضي الله عنه د خلافت پر مهال ونیول شو او مدینې منورې ته یووړل شو.
هغه په (۲۱ هـ ق) کال په مدینه منوره کې د امیرالمؤمنین عمر بن الخطاب رضي الله عنه د خلافت پر مهال وزېږېد. پلار یې “یسار” د زید بن ثابت رضي الله عنه غلام و، او مور یې “خیره” د ام المؤمنین ام سلمه رضي الله عنها وینزه وه.
د سیدنا عثمان رضي الله عنه د خلافت پر مهال یې قرآن کریم حفظ کړ او د صحابه کرامو رضي الله عنهم له یوې لویې ډلې څخه یې ډېر احادیث واورېدل، چې په هغو کې «درېګوني عبادالله» (عبدالله بن عباس، عبدالله بن مسعود، او عبدالله بن عمر رضي الله عنهم) شامل دي.
د سیدنا علي رضي الله عنه د خلافت پر مهال امام حسن بصري څوارلس کلن و او لا هم په مدینه منوره کې اوسېده. هغه د سیدنا عثمان رضي الله عنه د شهادت صحنه ولیده او په همدې ښار کې یې د دې پېښې شاهد و.
امام حسن بصري رحمه الله روایت کوي: حضرت علي رضي الله عنه خپل لاسونه آسمان ته پورته کړل او ویې ویل: “اللَّهُمَّ لَمْ أَرْضَ وَلَمْ أُمَالِئْ؛ ربه! زه د [عثمان رضي الله عنه] له شهادته راضي نه وم او هغه کار ته مې امر هم نه و کړی.”
په ټولنه کې د امام حسن بصري رحمه الله رول
د حضرت علي رضي الله عنه د خلافت په وخت کې د اسلامي ټولنې په ټولو برخو کې فتنې ریښې کړي وې، او د بحثونو او مناقشو غږونه اورېدل کېدل. فتنهګرو په هر ځای کې سر پورته کړی و، په ځانګړې توګه د عراق سیمه چې په هغه وخت کې د فکري او عقیدتي شخړو، فقهي اختلافونو، او د مسیحیت او اسلام تر منځ د تمدني شخړو په مرکز بدله شوې وه، د خلافت ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لرله. په همدې وخت کې اصیلو اسلامي علماوو او پوهانو ته اړتیا وه چې دې سیمې ته پام وکړي.
په دغه حساسې مرحلې کې امام حسن بصري رحمه الله د یو ستر او با نفوذه شخصیت په توګه په ټولنه کې غوره رول ولوباوه. په دې حساسه دوره کې یې د فکري او نظري بلوغ کمال ته رسېدلی و او بېمثاله معنوي ځواک یې موندلی و. امام حسن بصري رحمه الله وتوانېد چې د فکري او رواني اندېښنو له جالونو او د تشو او خیالي افکارو له زندانه ځان خلاص کړي. هغه له شته حالاتو څخه په پوره بصیرت او سمه توګه استفاده وکړه او د ټولنې او ژوند په ډګر کې د یوې تیزې تورې په توګه عمل وکړ. د ستونزو په وړاندې یې زغم وښود او هیڅکله متزلزل نه شو.
له همدې امله، امام حسن بصري رحمه الله د څلورم خلیفه له خوا عراق ته د لېږلو غوره انتخاب و. د هغه ځانګړتیاوې او فضایل داسې وو چې کولای یې شوای په اسانۍ سره د خلکو په زړونو کې ځای پیدا کړي او د هغوی مینه او ملاتړ ترلاسه کړي. هغه د ژورې پوهې او حکمت تر څنګ یو متفکر شخصیت او هوښیار عالم و، چې د عقل او فکر په ساحه کې یې لوړ مقام درلود.
امام حسن بصري رحمه الله د عراق اوسېدونکی و، او لکه څنګه چې مخکې یادونه وشوه، د هر انسان د زېږون ځای د هغه په زړه کې ځانګړی اهمیت لري. امام حسن بصري رحمه الله له عراق او د هغه ځای له خلکو سره ځانګړې مینه او اړیکه لرله، او دې اړیکې د دې خاورې او ټولنې په وړاندې د هغه د مسئولیت احساس نور هم پیاوړی کړ.
عراق ته د خلافت د پلازمینې لېږد
د اسلامي خلافت د پلازمینې په توګه د عراق په ټاکلو او په دې خاوره کې د دیني غټو علماوو په شتون سره، امام حسن بصري رحمه الله ته، چې د علم په لټه کې و او تل یې د صحابه کرامو رضي الله عنهم او علماوو پیروي کوله، یوه نادره موقع برابره شوه. هغه وکولای شول چې د امکان تر حده له مشهورو علماوو څخه اسلامي علوم زده کړي.
د عراق اقتصادي وده
د هر مسلمان لپاره لازمه ده چې خپلې اړتیاوې پوره کړي، څو د ټولنې پر اوږو بار نه وي. امام حسن بصري رحمه الله هم په عراق کې، چې د اسلامي خلافت د پلازمینې په توګه پېژندل کېده، استوګنه غوره کړه. د مکې او مدینې په پرتله هغه عراق ته ترجیح ورکړ، څو له دیني فعالیتونو سره د دې ځای له اقتصادي وده هم ګټه واخلي او د خپل ژوند اړتیاوې پوره کړي.