لیکوال: ابو عایشه
تقریباً په ورته وخت کې، په دوو مختلفو سیمو، امریکا او فرانسه کې، هغه غورځنګونه راپورته شول چې ځانونه یې د خلکو ملاتړي ګڼل. په امریکا کې، دې لویې وچې راتلونکو مهاجرینو په شمال کې د برتانوي واکمنۍ پر وړاندې (۱۷۷۶-۱۷۸۳) او په جنوب کې د هسپانیې پر وړاندې (۱۸۲۰-۱۸۲۸) بغاوت وکړ. په زړه پورې خبره دا ده چې د خپلواکۍ اعلامیه، چې د جفرسون لخوا لیکل شوې وه، وایي: “یوازې خلک دي چې د حکومت د رامنځته کولو او د واکمنۍ د پلي کولو حق لري.”
د “اسلام له نظره ملتپالنه” کتاب لیکوال، د اروپايي هېوادونو د ملتپالنې د راڅرګندېدو موضوع له وړاندې کولو وروسته، د پایلې په توګه داسې لیکي:
په دې پېړۍ کې، د جرمني فیلسوف جورج فریدریش هیګل د ملي دولت مثالي بڼه غوره کړه او په کلکه یې د نورو ملتونو او نژادونو په پرتله د جرمني ملت او نژاد د غوره والي ملاتړ وکړ.
په شلمه پېړۍ کې، د آسیا، افریقا، او لاتینې امریکا د غیر خودمختاره خلکو ترمنځ د ملتپالنې احساس په بېساري ډول وده وکړه.
ملتپالنه په شلمه پېړۍ کې په دوو برخو وېشل کېږي:
Previous Articleد پاچاهانو په دربار کې د علماوو حضور (دوهمه برخه)
Next Article د حدیثو منکرین او د هغوی نوي شبهات (درېیمه برخه)