له واکمنانو او پاچاهانو سره د سلفو علماوو د چلند او تعامل څرنګوالی
په تېرو وختونو کې اعتماد وړ علماوو او د اسلامي دعوت مخلصینو د خپل دین د خونديتوب په موخه له پاچاهانو او واکمنانو سره له نږدې اړیکو ډډه کوله. دوی به تل خپلو شاګردانو ته نصیحت کاوه چې د واکمنانو دربارونو ته له ورتلو او د هغوی له نږدې والي څخه ځان وساتي.
ایوب سختیاني په دې اړه ویلي دي: “ابو قلابه ماته وویل: ای ایوبه! زما درې وصیتونه واوره او په یاد یې وساته: د پاچاهانو دربارونو ته له تګ څخه ډډه وکړه؛ د شهوتپرستو خلکو سره له ملګرتیا ډډه وکړه؛ په خپل بازار کې پاتې شه؛ ځکه ستا د دین او ایمان روغتیا په دې کې ده چې نورو ته اړتیا ونه لرې.”
مخلصو علماوو د پاچاهانو پیسې او ډالۍ نه منلې، ځکه چې هغوی باور درلود که دا پیسې او کڅوړې ومني، نو خپل دین به کمزوری کړي او ځان به د دوزخ اور ته ور وټیلوي.
له محمد بن قحطبه رحمه الله څخه یوه کیسه روایت شوې ده. هغه د کوفې ښار ته لاړ او ویې ویل: “زه داسې یو استاد ته اړتیا لرم چې د قرآنکریم حافظ وي، د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم د سنتو او فقهي علومو پوه وي او همدارنګه په نحو، شعر او تاریخ کې مهارت ولري، ترڅو زما د اولادونو ښوونه او روزنه وکړي.”
خلکو ورته وویل: “امام داود طایي رحمهالله هغه څوک دی چې ته یې لټوې؛ هغه دا ځانګړتیاوې لري.”
محمد بن قحطبه رحمهالله د لسو زرو درهمو په ارزښت د پیسو ډکه کڅوړه داود طایي ته وړاندې کړه او ویې ویل: “دا پیسې د خپل ژوند اړتیاوو لپاره مصرف کړه.” خو داود طایي رحمهالله دا پیسې بېرته ورکړې.
محمد بن قحطبه بیا له پیسو ډکې دوه کڅوړې، له دوو غلامانو سره واستولې او غلامانو ته یې وویل: “که هغه دا پیسې ومنلې، تاسو به آزاد شئ.”
کله چې دا پیسې داود طایي ته وړاندې شوې، هغه وویل: “که زه دا پیسې ومنم، وېرېږم چې د دوزخ په اور کې به واچول شم.” هغه پیسې یې بیا له غلامانو سره یوځای بېرته د هغوی څښتن ته واستولې.
“سفیان بن عیینه رحمهالله د خپلې تجربې په اړه ویلي: ‘الله پاک ماته د قرآنکریم د پوهې دروازه پرانیستې وه، خو کله مې چې د ابو جعفر منصور پیسې ومنلې، احساس مې وکړ چې هغه روحاني دروازه راته بنده شوه.'”
زه له الله تعالی جلجلاله څخه غواړم چې زموږ ګناهونه وبخښي.”
د تېرو زمانو نېکو علماوو د پاچاهانو او ځواکمنو خلکو سره له ناستې، د هغوی دربارونو ته له تګ او د هغوی د پیسو او ډالیو له منلو وېره درلوده. همدغه اخلاص او جرئت دوی ته د حق ویلو توان ورکاوه، دوی یې په خپل دین کې ثابت ساتل او د ظالمانو، فاسدانو او بدکارانو په غندلو کې یې پیاوړي او هوډمن کړي ول.
هغه رښتیني خلک د دې آیت مصداق ول:
“یجاهدون فی سبیل الله و لا یخافون لومة لائم.” (دوی د الله جلجلاله په لار کې جهاد کوي او د هیڅ ملامت کوونکي له ملامتۍ نه وېرېږي.)
او د خدای جلجلاله دا حکم یې عملي کړی و، چې فرمایي:
“ولتکن منکم امة یدعون الی الخیر و یأمرون بالمعروف و ینهون عن المنکر و اولئک هم المفلحون.”
(او ستاسو په منځ کې باید داسې خلک وي چې نیکۍ ته بلنه ورکړي، په ښو امر وکړي او له بدو منع وکړي. دا هغه کسان دي چې بریالي به شي.)
دوی د جهاد تر ټولو لوړه بېلګه د خدای جلجلاله په لاره کې ترسره کړې وه، لکه څنګه چې رسول الله صلیاللهعلیهوسلم فرمایلي دي:
“افضل الجهاد کلمة عدل عند سلطان جائر.”
(تر ټولو غوره جهاد د ظالم پاچا په حضور کې، عادلانه خبرې کول دي.)
له پاچاهانو سره د علماوو د تعامل طریقه
د پاچاهانو سره د علماوو د تعامل د څرنګوالي په اړه، زه به تاسو ته د ابو جعفر منصور او عبدالله بن طاووس ترمنځ د خبرو اترو یوه کیسه وړاندې کړم. دا کیسه د “د لویو خلکو مرګونه” په کتاب کې په لاندې ډول ذکر شوې ده:
“امیرالمومنین ابو جعفر منصور، عبدالله بن طاووس او مالک بن انس رحمهماالله ته بلنه ورکړه. کله چې دواړه قدرمن د هغه مخې ته ور ښکاره شول، ابو جعفر د یوې شیبې لپاره په فکر کې ډوب شو. بیا یې ابن طاووس ته مخ واړاوه او ویې ویل: ‘د خپل پلار په اړه راته ووایه.
ابن طاووس وویل:
“زما پلار ویلي چې د قیامت په ورځ به تر ټولو سخته سزا هغه چا ته وي چې خدای پاک جلجلاله یې په خپل سلطنت کې شریک کړی وي، مګر د خدای تعالی جلجلاله د حکم او فرمان په پلي کولو کې یې ظلم او زیاتی کړی وي.”
د دې خبرې له اورېدو وروسته، ابو جعفر د یوې شیبې لپاره چوپ شو. امام مالک رحمهالله وايي:
“ما خپلې جامې د دې وېرې له امله راټولې کړې چې د ابن طاووس په وینو به ککړې شي.”
منصور ابن طاووس ته وویل: “دا د لیکلو وسیله راکړه.” هغه دا غوښتنه درې ځله تکرار کړه، خو ابن طاووس هغه ته وسیله ور نه کړه.
کله چې منصور ترې وپوښتل: “ولې ته ماته د لیکلو د وسیلې له ورکولو څخه ډډه کوې؟”
هغه وویل: “زه وېرېږم چې ته به ورسره ګناه ولیکې او زه به ستا په هغه ګناه کې شریک شم.”
کله چې منصور دا واورېدل، نو مالک بن انس او ابن طاووس رحمهماالله ته یې وویل: “زما څخه لاړ شئ.”
ابن طاووس وویل: “دا زموږ هیله هم ده، چې له دې ځایه ووځو.”
امام مالک رحمهالله وايي: “له هغې ورځې راهیسې، ما د ابن طاووس فضیلت او لوړتیا ومنله.”
د علماوو د دریځ اهمیت
زه باور لرم چې د علم او اسلامي دعوت لومړني کسان د پاچاهانو دربارونو ته له تګ څخه ډډه کوله او له هغوی سره یې له ناستې ولاړې او دوستانه اړیکو څخه ځان ساته. دا ټول د دې لپاره وو چې د فتنې په لومو کې راګیر نه شي او د دین د دعوت او تبلیغ په ډګر کې خپل اخلاص خوندي وساتي. البته، هغو پاک زړو خلکو یوازې د ظالم او فاسق پاچاهانو سره دا ډول چلند کاوه، مګر د عادلو او نیکو پاچاهانو سره به یې خبرې اترې کولې او هغوی ته به یې د اصلاحاتو په موخه اړینې او ګټورې مشورې ورکولې.
حضرت عروه بن زبیر او ابن شهاب الزهري رحمهماالله او د دوی معاصرو علماوو له عادلو پاچاهانو سره ښه چلند کاوه.
حضرت عروه بن زبیر او ابن شهاب الزهري رحمهماالله به د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله په حضور کې، چې د نیکۍ، تقوا، زهد او عدالت سمبول و، حاضرېدل او له هغه سره به یې ناستې کولې. دوی به د مسلمانانو د چارو، سیاست او د دین د ساتنې او خپرولو په اړه هغه ته ښې مشورې ورکولې.
ابوبکر بن عبدالرحمن رحمه الله ویلي دي:
“د علم شتمني له دې درېیو کسانو څخه د یوه زینت دی: هغه څوک چې نسب ولري او خپل نسب په علم سره سينګار کړي؛ هغه متدین سړی چې د علم په واسطه خپل دین ساتي؛ او هغه څوک چې له پاچا سره تګ راتګ کوي او د هغه په دربار کې حاضرېږي ترڅو هغه ته د خپلې پوهې ډالۍ وړاندې کړي، ترڅو هغه ته ګټه ورسوي. یوازینی کس چې دا درې ځانګړتیاوې یې سره یوځای کړې دي، حضرت عروه بن زبیر رحمهالله دی.”
ابن شهاب هم د امیرالمؤمنین عبدالملک بن مروان دربار ته او له هغه وروسته د هغه د زوی دربار ته تګ راتګ کاوه. مشران لکه شعبي، قبیثه، ابن ذؤیب، رجا بن حیوة الکندي، ابو المقدام، حسن، ابو زناد، مالک بن انس، اوزاعي او شافعي رحمهم الله له پاچاهانو سره اړیکې درلودې او خبرې اترې یې ورسره کولې. د امام کسائي، ابو یوسف او یعقوب بن حبیب رحمهم الله اړیکې د هغه وخت له خلیفه هارون الرشید سره د هر چا لپاره د لمر په څېر روښانه دي او د دوی په اړه ډېرې مشهورې کیسې روایت شوې دي.
سره له دې ټولو، د خدای جلجلاله هغه دوستان د حق له لارې څخه ونه ګرځېدل، د بدۍ په وړاندې یې خپلې خولې بندې نه کړې او پاچا یې د احسان او نصیحت له ګټې بې برخې نه کړ.
د امام مالک رحمهالله کړنې هم د دې خبرې تایید کوي. کله چې چا ورته وویل:
“ولې ته د پاچاهانو په دربارونو کې حاضریږې، پداسې حال کې چې دوی ظلم او زیاتی کوي؟”
امام مالک رحمهالله ځواب ورکړ:
“خدای تعالی جلجلاله دې پر تا رحم وکړي! نو بیا د رښتیا ویلو ځای چېرته دی؟”
که پاچا په خپله هر څومره عادل او ریښتینی و، بیا هم علما د هغه له مادي شتمنۍ څخه اغېزمن نه شول، د هغه د ډالیو لیوالتیا یې نه درلوده او هېڅ ډول تمه یې نه کوله. بلکې د پاچا د مادي شتمنیو په اړه د سترګو په پټولو سره به یې په احتیاط ګامونه پورته کول ترڅو د پاچا په زړه کې خپل هیبت، وعظ او نصیحت ځای خوندي وساتي.
په دې اړه د امام مالک رحمه الله څخه یوه کیسه روایت شوې ده:
کله چې هارون الرشید د حج د مراسمو د ترسره کولو لپاره روان شو، نو په لاره کې یې مدینې ته د تګ پر مهال امام مالک رحمهالله ته د ۵۰۰ دینارو په ارزښت د پیسو یوه کڅوړه واستوله. بیا مکې مکرمې ته لاړ، د حج مراسم یې ترسره کړل او مدینې منورې ته راستون شو.
هارون الرشید د امام مالک رحمهالله لپاره یو استازی واستاوه ترڅو ورته ووایي چې امیرالمؤمنین غواړي تاسو ورسره د سلام ښار ته لاړ شئ.
امام مالک رحمهالله استازي ته وویل:
ورته ووایه: هغه د پیسو کڅوړه چې تا لېږلې وه، لا یې خوله نه ده خلاصه شوې. او رسول الله صلیاللهعلیهوسلم فرمایلي دي: ‘د مدینې منورې ښار د دوی لپاره غوره دی، که چیرې دوی پوهېدلی.