Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کور پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
    • ابراهیمي ملت
    • د مهاجر تفسیر
    • احادیث شریف
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوسیزم
    • زرتشتيت
    • شیطان پرستي
  • نظریې
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپیټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • ناسیونالیزم (ملي پالنه)
    • استعمار
    • فراماسونري
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • صحابه کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله بن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي عالمان
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاري رحمه‌الله
      • امام ترمذي رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولي الله دهلوي رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
    • د علماوو ویناوې
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
    • د تاریخ له کرښو
  • بېلابېل
    • ړنا او تیاره
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کور پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
    • ابراهیمي ملت
    • د مهاجر تفسیر
    • احادیث شریف
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوسیزم
    • زرتشتيت
    • شیطان پرستي
  • نظریې
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپیټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • ناسیونالیزم (ملي پالنه)
    • استعمار
    • فراماسونري
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • صحابه کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله بن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي عالمان
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاري رحمه‌الله
      • امام ترمذي رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولي الله دهلوي رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
    • د علماوو ویناوې
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
    • د تاریخ له کرښو
  • بېلابېل
    • ړنا او تیاره
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلامي علما»علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (دوه شپېتمه برخه)
اسلامي علما چهارشنبه _22 _جنوري _2025AH 22-1-2025AD

علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (دوه شپېتمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: عبیدالله نیمروزی

علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (دوه شپېتمه برخه)

 

د علامه ډاکټر محمد اقبال لاهوري رحمه الله په حضور کې
ډاکټر محمد اقبال لاهوري رحمه الله د خپل وخت یو له خورا وتلو، ویښوونکو، زړه‌سوانده او بې‌ساري شخصیتونو څخه و، چې د خپلو زړه‌راښکونکو، له حکمت څخه ډکو او خوندورو شعرونو او ویناوو په مرسته یې په خلکو کې د دیني او ایماني ویښتیا روحیه راپاروله. هغه د معاصرې نړۍ، په ځانګړې توګه د لویدیځ کلتور او اروپايي تمدن د حقایقو په بیانولو کې، په اغېزمنه طریقه واقعیتونه څرګندول. د هغه شعرونه د هغو غشو په څېر وو چې له روحانیت او معنویت څخه ډک وو، د خلکو زړونه یې په نښه کول او په هغو کې یې ایماني څپه رامنځته کوله.
له علامه اقبال رحمه الله سره د مولانا رحمه الله مینې بېلابېلې انګېزې درلودې، چې غوره به وي د هغه خپلې خبرې واورو. امام ندوي رحمه الله په دې اړه لیکي:
«تر ټولو لوی لامل چې زه یې د علامه اقبال د شعرونو مینوال کړم، د هغه لوړ فکر، مینه او ایمان وو. دا ښکلی ترکیب د اقبال په شعر او رسالت کې د هغه د معاصرو شاعرانو په پرتله ډېر څرګند دی. ما وموندل چې زما طبیعت هم د مینې، ولولې او ایمان سره ګډ دی او په تلوار سره د هغو ادبیاتو په لور روان دی، چې لوړ فکر، په ځان باور، لرلید او د اسلام د واکمنۍ او پراختیا لپاره د بلنې پیغام رسوي؛ هغه ادبیات چې انسان د نفسونو او آفاقو فتحه کولو ته رابولي او د مینې، شور، ولولې، او په الله جل جلاله او د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په تلپاتې رسالت او مثالي سیرت د ایمان جذبه راپاروي.»
محمد اقبال زما لپاره په دې دلیل د پام او مینې وړ دی، چې یو برلاسی شاعر، یو مؤمن عاشق، او د ځانګړي پیغام لرونکی شخصیت و. هغه د لویدیځ تمدن تر ټولو لوی منتقد او مخالف و، او مسلمانان یې د اسلام پخواني برم، عظمت او د اسلامي واکمنۍ بیا راژوندي کولو ته را بلل. هغه د قومي او توکمیز تبعیض سخت مخالف، د انسانیت ستر دعوتګر، او د اسلامي نړۍ د یووالي تر ټولو لوی مدافع و.
امام ندوي رحمه الله له ماشومتوبه د ډاکټر محمد اقبال رحمه الله له شعرونو سره بلد شو، او په خپل پاک روح یې د هغه د شعرونو د مانا ښکلا او ژوروالی درک کړ. له همدې امله، هغه د اقبال ځینې شعرونه په عربي ژبه وژباړل.
په ۱۹۲۹ زېږدیز کال کې، د ۱۶ کلنۍ په عمر، هغه د ډاکټر عبدالله چغتاني سره یو ځای له اقبال سره ولیدل. ډاکټر محمد اقبال رحمه الله د هغوی تود هرکلی وکړ. همدارنګه، د ۱۹۳۷ زېږدیز کال د نومبر په ۲۲ نېټه، امام ندوي بیا له علامه اقبال سره وکتل. دا ځل، اقبال سخت ناروغ و، مګر سره له دې، دواړو شخصیتونو درې ساعته په خبرو او د نظرونو په تبادله کې تېر کړل.
امام ندوي رحمه الله تل د اقبال له شعرونو ګټه پورته کوله او هغه یې عربي هېوادونو ته رسول. هغه په ګڼ شمېر علمي او ادبي غونډو کې د اقبال په اړه خبرې وکړې او په دې موضوع یې مقالې ولیکلې.
په هغه غونډه کې چې هغه له اقبال سره درلوده، امام ندوي رحمه الله دې پایلې ته ورسید چې د هغه او اقبال فکرونه په ډېرو مواردو کې سره سمون لري او په ورته لوري دي. هغه په اقبال کې هغه درد وموند، چې باید په یو اسلامي مفکر کې موجود وای.
د همدې موخې لپاره، امام ندوي رحمه الله د اقبال رحمه الله شعرونه په عربي ژبه وژباړل او عربي نړۍ ته یې وړاندې کړل. د هغه دا کار یوه ادبي او علمي شاهکار و، چې اسلام، مسلمانانو، او په ځانګړې توګه عربي نړۍ ته یوه ارزښتناکه ډالۍ ګڼل کېږي.
سید شرافت علي ندوي لیکي:
“مولانا ندوي رحمه الله احساس کاوه چې محمد اقبال نه یوازې د منځني ختیځ پیغام رسوونکی دی، بلکې د ټولې اسلامي نړۍ شاعر او سفیر هم دی. هغه په دې باور و، چې د اقبال له مقام او پیغام څخه د اسلامي نړۍ خبرول اړین دي.”
مولانا ندوي رحمه الله وايي:
“له اقبال سره زما د مینې او لېوالتیا یو دلیل دا و، چې زه د معاصرو لیکوالانو او د قلم خاوندانو د لیکنو او څیړنو له سرچینو او حوالو سره یو څه بلد وم. د خپل کم عمر او محدودې پوهې سره سره، په دې برخه کې مې یو څه مطالعات درلودل؛ مګر د محمد اقبال د افکارو او نظریاتو د چینې شور او اواز  زموږ له لاسرسي بهر و. د هغه د شعرونو په لوستلو او اورېدو سره، ما داسې احساس کاوه لکه په بله نړۍ کې چې یم. دا ځانګړتیا د پوهې او مطالعې په کچې پورې اړه نه لري، بلکې له فیوضاتو او برکتونو ډکې الهي منبع څخه سرچینه اخلي:
این سعادت به زور بازو نیست
تا نبخشد خدای بخشنده
لنډه دا، چې د محمد اقبال لاهوري رحمه الله ژوندیو شعرونو د امام ندوي په فکر او روح باندې جادويي او الهام بخښونکی اغېز درلود. دا شعرونه، لکه د یو مات زړي عارف د خبرو په څېر، د هغه زړه او روح یې ځلانده او روښانه کړل.
سره له دې، امام ندوي هیڅکله ځان د اقبال د افکارو او نظریاتو اسیر نه کړ او په څرګنده یې ولیکل:
“دا باید په یاد ولرئ، چې زه ډاکټر محمد اقبال یو معصوم، سپېڅلی شخصیت، مجتهد یا مذهبي مشر نه ګڼم. زه د هغه په ستاینه او د هغه د څرګندونو په حواله ورکولو کې مبالغه نه کوم، لکه د ډېرو معاصرو لیکوالانو په څېر. زه باور لرم، چې د حکیم سنايي، فریدالدین عطار او مولانا رومي رحمهم الله مقام د اقبال په پرتله ډېر لوړ دی. دوی د شریعت د آدابو په رعایت او د دعوت او عمل د ظاهري او باطني اړخونو په یوځای کولو کې ډېر مخکښ وو. مګر، زه بیا هم اقبال یو هوښیار، مین، وفادار او مؤمن شاعر ګڼم. د خپل ځان په اړه شاهدي ورکولی شم، چې هر ځل چې زه د هغه شعرونه لولم، یوه اسلامي حماسه او دیني احساسات او عواطف زما په زړه کې راپارېږي، او ما د هغه د مانا غږ د روح په غوږونو احساس کړی دی. زما په اند، د اقبال د شعر ارزښت په همدې ځانګړتیاوو کې نغښتی دی.”
په هر صورت، ډاکټر محمد اقبال لاهوري رحمه الله یو زړه ماتی، ځیرک، ویښ زړی او د اسلامي امت له درد او غم څخه ډک شخصیت و. هغه به تل مسلمانانو ته د لویدیځ او اروپایي تمدن نیمګړتیاوې، بدبختۍ او وحشتونه په ګوته کول او د ړانده تقلید د ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکاوه. اقبال تل مسلمانانو ته د ریښتیني اسلام منلو بلنه ورکوله او د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم سره یې بې ساري مینه او محبت درلود.
امام ندوي رحمه الله هم د لویدیځ کلتور په مطالعه کې د پام وړ ونډه درلوده، او بې له شکه د اقبال رحمه الله لوړ فکرونه د دې نظرونو او لیدلورو په جوړښت کې اغېزناک وو. هغه په دې برخه کې ډېره پانګه ترلاسه کړه، چې په څرګنده توګه د هغه په اثارو او لیکنو کې لیدل کېږي.
اقبال وايي:
سرود رفته باز آید که ناید
نسیمی از حجاز آید که ناید
سر آمد روزگار این فقیری
دگر دانای راز آید که ناید
ادامه لري…
Previous Articleد سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله ژوندلیک (دیارلسمه برخه)
Next Article د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (څلورمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلامي علما

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۰)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتدا [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۹)

چهارشنبه _2 _سپتمبر _2026AH 2-9-2026AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتدا [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۸)

سه شنبه _1 _سپتمبر _2026AH 1-9-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

ابراهيمي ملت (برخه: ۱۱)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD28 Views

ليکوال: میا نور آغا ابراهيمي ملت (برخه: ۱۱) اووم بحث: د حرم احکام د بیت…

نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۰)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD28 Views

لیکوال: مولوي رحمت الله عبید مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۰) امام…

نور یی ولوله
ډیموکراسي

اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۱۰)

پنجشنبه _3 _سپتمبر _2026AH 3-9-2026AD27 Views

لیکوال: محمد داود یوسفي اسحاقزی اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۱۰)  د اکثریتو حکومت؛ د اقلیتونو…

نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتدا [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۹)

چهارشنبه _2 _سپتمبر _2026AH 2-9-2026AD20 Views

لیکوال: مفتي احمدالله مهاجر مقتدا [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۹) د امام ابوحنيفه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

ابراهيمي ملت (برخه: ۱۱)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۰)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.