Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»په اسلام کې د امنیت ارزښت (پنځه ویشتمه برخه)
اسلام سه شنبه _21 _جنوري _2025AH 21-1-2025AD

په اسلام کې د امنیت ارزښت (پنځه ویشتمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابو عائشه

په اسلام کې د امنیت ارزښت (پنځه ویشتمه برخه)

روڼوالی
د هغو لاملونو پېژندل چې د امنیت د رامنځته کېدو مخه نیسي خورا مهم او حیاتي رول لري، ځکه تر څو چې دغه لاملونه په نښه او له منځه لاړ نه شي، ټولنه به هېڅکله امنیت ته ونه رسېږي. له همدې امله، د څیړنې دا برخه د دې لاملونو پېژندلو، معرفي کولو او همدارنګه د ناامنیو له امله د زیانونو او تاوانونو څېړنې لپاره ځانګړې شوې ده.
په ټولنه کې د امنیت خنډونه او تاوانونه
سوله او امنیت د انسانانو یو له ابدي اندېښنو او غوښتنو څخه دي. انسانانو تل هڅه کړې چې دغه ستره موخه ترلاسه کړي، که څه هم د هغه په ترلاسه کولو کې ډېر نه دي بریالي شوي. د بشر تاریخ له جګړو او شخړو ډک دی، چې د امنیت په تحقق کې دغه ناکامي د هغو خنډونو له امله وه چې د امنیت د نشتوالي لامل ګرځېدلي.
په لاندې برخه کې به د امنیت د تحقق په وړاندې د ځینو خنډونو او همدارنګه د هغه له امله د زیانونو په اړه بحث وکړو:
اقتصادي فقر
یو له هغو بنسټیزو ستونزو څخه چې په ټولنه کې د ناامنۍ لامل ګرځي، بې وزلي او یا په بل عبارت په یوه هېواد یا ټولنه کې اقتصادي فقر دی. کله چې د ټولنې غړي وږي، بې وزله او فقیران وي، نو له ډېرو ستونزو او کړاوونو سره مخ کېږي، چې کېدای شي دوی تخریبي او ناامنه کړنو ته اړ کړي.
د بېلګې په توګه، کله چې خلک بې وزلۍ او بې وسۍ تجربه کوي، کېدای شي نفس او شیطان دوی وسوسه کړي چې د نورو خلکو شتمني غلا کړي یا له هغه لارې نفقه لاس ته راوړي چې امنیت ته تاوان رسوي.
“مالي اړتیا د انسان په وجود کې یو له مهمو اړتیاوو څخه ده. د دې اړتیا له برابرولو پرته، ژوند له جدي خطرونو سره مخ دی. د دې اړتیا د پوره کولو لپاره، لومړی باید سړی په کار او هڅې سره د حلالې لارې لخوا دا ستونزه حل کړي. خو که د خپلو هڅو سره سره بیا هم د خپلو اړتیاوو د پوره کولو توان ونلري، نو کېدای شي حرامو لارو ته جذب شي او د غلا، چمبازۍ، خیانت او داسې نورو جرمونو باندې لاس پورې کړي. له همدې امله، بې وزلي د امنیت له لاسه ورکولو یو له اصلي لاملونو څخه ګڼل کېږي.”
روږديتوب (اعتیاد)
اعتیاد او د نشه یي توکو کارول یو بل هغه لامل دی چې ډېری هېوادونه او ټولنې یې له جدي تاوانونو سره مخ کړي دي. هغه خلک چې په دې بلا اخته کېږي، اکثراً ځوانان دي. هغه کسان چې د ټولنې د فعال ځواک او د ملا د تیر په توګه پېژندل کېږي.
کله چې ځوانان روږديتوب ته مخه کوي، ډېری اقتصادي او ټولنیز فعالیتونه بندېږي او د ښوونځیو او تعلیمي مؤسسو په ګډون مهم مرکزونه له جدي ستونزو سره مخ کېږي.
له بلې خوا، ځوانان په خپل پیاوړي ځواک سره د ټولنې د امنیت د تأمین مسئولیت په غاړه لري؛ خو کله چې د روږدي کېدو په جال کې راګیر شي، ټولنه له پیاوړي ځواک څخه بې برخې کېږي او د امنیت پر ځای له ګډوډۍ او ناامنۍ سره مخ کېږي.
کورنۍ تاوتریخوالی
د کورنیو تر منځ شخړې او اختلاف هم یو له هغو لاملونو څخه دي چې په ټولنه کې د تاوتریخوالي او امنیت او سولې د له منځه تللو لامل ګرځي. په ځانګړې توګه په ځینو سیمو کې کله ناکله دا شخړې په لویو او اوږدمهالو جګړو بدلیږي چې کېدای شي کلونه کلونه دوام وکړي. د دې ډول پېښو د مخنیوي لپاره پکار ده چې د ټولنې خلک، په ځانګړې توګه سپین ږيري او با نفوذه اشخاص، دې مسائلو ته زیاته پاملرنه وکړي. او باید د ټولنې پر غړو باندې د نفوذ له لارې، خلکو ته د سولې اهمیت او د دې تاواني جګړو ناوړه پایلې تشریح کړي او دوی دې ته وهڅوي چې له دې ډول چلندونو څخه ډډه وکړي.
فساد او فحشا
نور لاملونه چې د ټولنې امنیت له ګواښ سره مخ کوي، فساد، فحشا او بې قیدي دي. هغه خلک چې دا ناوړه اعمال ترسره کوي، د حیواني صفاتو د غلبې له امله، د ځان او نورو د ګټو او تاوانونو د پېژندلو توان له لاسه ورکوي. دا خلک د نورو حریم ته د تېري له امله، د ټولنې امنیت له خطر سره مخ کوي او د ټولنیز ګډوډۍ لامل ګرځي.
بې باوري
بې باوري هم یو له هغو لاملونو څخه دی چې امنیت له ګواښ سره مخ کوي. دا بې باوري کېدای شي د چارواکو، د ټولنې د غړو او یا حتی د خپل فرد په وړاندې وي. د دې ستونزې اصلي منشأ څو لاملونه دي؛ لکه بې غوري، غفلت او د خلکو حقونه له پامه غورځول او نور. په ټولنه کې د بې باورۍ شتون د امنیت بنسټ کمزوری کوي او د ټولنیز بې ثباتۍ لامل ګرځي.
تبعیض
د ټولنې د غړو ترمنځ تبعیض، د امنیت یو له نورو ویجاړونکو لاملونو څخه دی. کله چې د خلکو په منځ کې عدالت پلی نه شي او یوه ډله د یوې خاصې طبقې سره د تړاو له امله له ځانګړو امتیازاتو برخمن وي، ټولنه له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي. دا مسئله د نارضایتۍ، ټولنیز تاوتریخوالي او بالاخره د امنیت د خرابېدو لامل کېدی شي.
سازمان شوي جرمونه
سازمان شوي جرمونه د ټولنې له سترو ګواښونو څخه دي. دا ډول جنایتونه په دقیق او هدفمند پلان سره د ټولنې سوله ګډوډوي او د ناآرامۍ لامل ګرځي.
د ښځو مسایل
د ښځو له حقونو څخه سرغړونه او د هغوی له شرعي حقوقو څخه سترګې پټول هم هغه مهم لامل دی چې د ټولنې امنیت له ګواښ سره مخ کوي. البته د ښځو د حقوقو څخه مراد هماغه حقوق دي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې تعریف شوي دي. دا حقونه، د غربي پروپاګند برعکس، د ښځو انساني کرامت په نظر کې نیسي او د هغوی ارزښت او مقام په غوره توګه تضمینوي. له بلې خوا، د ښځو د حقونو په اړه د لوېدیځ چلند، تبلیغاتي او ظاهري اړخ لري، او په عمل کې، په لوېدیځو ټولنو کې ښځې اکثراً د حقیقي ارزښت څخه بې برخې دي.
رواني ناروغۍ او اختلالات
ناروغۍ او رواني اختلالات هم هغه لاملونه دي چې کولی شي د ټولنې امنیت له خطر سره مخامخ کړي. دغه کسان د قوانینو او مقرراتو د نه مراعاتولو له امله داسې کړنې ترسره کوي چې د ټولنې نظم ګډوډوي او امنیت له ګواښ سره مخ کوي.
ادامه لري…
Previous Articleعلامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (شپېتمه برخه)
Next Article د سفر آداب (پنځمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۳)

یکشنبه _3 _مې _2026AH 3-5-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۲)

سه شنبه _28 _اپریل _2026AH 28-4-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۱)

شنبه _25 _اپریل _2026AH 25-4-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

نظریات او فکري مکاتب

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۱۷)

سه شنبه _5 _مې _2026AH 5-5-2026AD5 Views

لیکوال: م. فراهی توجګي د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌باورۍ سره یې ټکر…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۳۷)

دوشنبه _4 _مې _2026AH 4-5-2026AD4 Views

لیکوال: ابورائف عبدالله فراماسونري (برخه: ۳۷) یهود او کمونیزم په دې برخه کې د یهودیت…

نور یی ولوله
بودائیزم

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ۸)

دوشنبه _4 _مې _2026AH 4-5-2026AD8 Views

لیکوال: مهرالله مهاجر عزیزي د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ۸) د بودیزم…

نور یی ولوله
اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۳)

یکشنبه _3 _مې _2026AH 3-5-2026AD12 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۳) په حیواناتو کې د اعجاز جلوې…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۱۷)

سه شنبه _5 _مې _2026AH 5-5-2026AD

فراماسونري (برخه: ۳۷)

دوشنبه _4 _مې _2026AH 4-5-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.