لیکوال: م. فراهي توجګي

اسلام او ډیموکراسي (څلور څلوېښتمه برخه)

 

اسلامي نظام او له ټیوکراسۍ سره یې توپیر
پایله
له تېرو بحثونو او ارزونو څخه دا نتیجه اخیستل کېدی شي چې د لویدیځ عیسویت لخوا وړاندیز شوې ټیوکراسي په هیڅ ډول په اسلام کې د الهي حاکمیت له تیورۍ سره مطابقت نلري او سمون نه لري؛ د هغو کسانو د نظرونو د ردولو لپاره چې د دې مطابقت او ورته والي ادعا کوي، دلایل شتون لري چې په لاندې ډول یې یادولی شو:
۱. د لویدیځ عیسویت د ټیوکراسۍ نظریه د وحیې د تعلیماتو او د باوري دیني سرچینو پر بنسټ نه ده رامنځته شوې، بلکې د کلیسا د واکمنۍ د بنسټیز کولو په موخه وړاندیز شوې وه چې قرآن یې په وړاندې مبارزه کړې.
۲. حکومت د حاکم یا واکمن انحصاري حق نه دی چې هر ډول وغواړي، اعمال یې کړي؛ د اسلام له نظره، اسلامي حاکم باید په یوه ټاکلي چوکاټ کې حکومت وکړي. هغه حق نه لري چې خپلې شخصي غوښتنې پر نورو تحمیل کړي او ورته “خدایي” رنګ ورکړي. اسلامي حاکم په اسلامي احکامو او قوانینو کې د تصرف، زیاتوالي او کموالي حق نلري. هغه حق نه لري چې تر خپلې ولکې او واکمنۍ لاندې سیمه کې د خدای جل جلاله له اجازې پرته، په خپل سر قوانین وضع کړي او په عمل کې باید یوازې د اسلامي احکامو او قوانینو پر بنسټ کړنې ترسره کړي.
۳. ټیوکراسي یو غیر دیني او استبدادي حکومت دی، په داسې حال کې چې اسلامي نظام یو بشپړ دیني نظام دی چې جوړښت، چوکاټ، موخې، قوانین، اصول او جزئیات یې د دین په متن کې ریښه لري. دغه راز د حاکم شرایط، ځانګړتیاوې او کړنلاره یې له وړاندې په مختصر ډول ټاکل شوې ده.
۴. د منځنیو پیړیو د ټیوکراسۍ له مخې، واکمن یوازې خدای ته مسؤل و، نه خلکو ته؛ همغه خدای چې نه یې د پاچا لپاره شرایط وضع کړل او نه یې د هغه د واکمنۍ لپاره کومه طرحه وړاندې کړه. مګر په اسلام کې حاکم د خدای جل جلاله او ټولنې په وړاندې مسؤل دی.
۵. که څه هم په ټیوکراسۍ کې پاپ مطلق واک لري، مګر په اسلام کې جامع الشرایط امام کولی شي حکومت وکړي؛ مګر دا ظاهري ورته والی په اسلام کې د الهي حاکمیت له تیورۍ سره د ټیوکراسۍ تطابق نشي توجیه کولی؛ ځکه په اسلام کې دا شرط دی چې د ټولنې په سر کې دې داسې څوک وي چې له تقوا، عدالت، بصیرت، مدیریت او نورو ښېګڼو څخه برخمن وي، تر څو ټولنه د شریعت په معیارونو رهبري کړي، نه د خپلو شخصي غوښتنو او ګټو له مخې.
له همدې امله، اسلامي نظام د نړۍ له ټولو سیاسي نظامونو سره په خپل نوم، نښان، ماهیت او بېلګه کې توپیر لري. دا سمه نه ده چې هغه د نورو سیاسي نظامونو مصداق جوړ کړو یا د اسلامي نظام لپاره له دوی څخه یو نوم یا ځانګړنه په پور یا کرایه واخلو.
دا سمه ده چې د لغوي معنا له مخې د خدای تعالی حاکمیت، په اسلامي نظام باندې د ټیوکراسۍ اطلاق وشي؛ همدارنګه په اسلامي نظام کې که څه هم خلکو ته د حاکمانو په ټاکلو، څارنې او ګوښه کولو کې د پام وړ ونډه او واک ورکړل شوی دی او د شورا، عدالت، مساوات او د مدني حقونو او آزادیو په ساتنې ټینګار شوی دی، مګر له دې ټولو شیانو سره سره، پر اسلامي نظام د ټیوکراسۍ، ډیموکراسۍ او جمهوریت د نومونو ایښودل په ذهن کې داسې ظلمونه او فسادونه را ولاړوي چې دغو نظامونو په لوېدیځ کې ترسره کړي دي؛ له همدې امله، څه اړتیا ده چې اسلام د بې بنسټه تورونو او سختو او مغرضانه نیوکو لاندې راولو.
غوره داده چې اسلامي نظام ته د اسلامي نظام نوم ورکړو او پردي او غیر واقعي نومونه ورته په پور یا کرایه واخلو.
د اسلام د سیاسي نظام اصول
د هر فکري نظام بنسټ او اساس د هغه د پیروانو او لارویانو لپاره لاره او مسیر ور پېژني او په نازکو شرایطو کې مطلوبو موخو ته د رسېدو لپاره یې هڅوي؛ تر هغه چې لوستونکي او څېړونکي دغه اساسات په سمه توګه نه وي درک کړي او په بېلابېلو زاویو یې ژور فکر نه وي کړی، هر ډول لیدلوری او د نظر څرګندونه به له نیمګړتیاوو او پېچلتیاوو سره مخ شي. دې ټکي ته په پام سره، د اسلام سیاسي نظام د بنسټونو په طرح کولو کې د بحث پراخوالی له امله به زیاتې مسايل هم اشاره شي چې د دې څپرکۍ په لیدلورو او انګېرنو کې مستقیم او بنسټیز رول لري.
الهیات یا خدای پېژندنه د اسلام د سیاسي فکر تر ټولو مهم رکن دی. د اسلام په سیاسي نظام کې د ټولو چارو بنسټ پر دې اصل ولاړ دی چې د قدرت په جریان کې د خدای تعالی مقام څه دی؟ په الهیاتو کې هر ډول تصور او فکر په نورو ټولو اصولو لکه اسلام پېژندنې او انسان پېژندنې اغیزه کوي.
د اسلام د سیاسي نظام اصول
د اسلام د سیاسي نظام اصول دا دي چې مطلق حاکمیت او سیادت یوازې د الله جل جلاله پورې اړه لري او دا د اسلام او غربي ډیموکراسۍ تر منځ د وېش کرښه ده. ډیموکراسي له سیاست څخه د دین د جلا کولو پر بنسټ ولاړه ده او ملت د حاکمیت، سیادت او حکم د سرچینې په توګه پېژندل کیږي او منل کېږي؛ همدغه ټکی له کلیسایي ټیوکراسۍ سره د غربي ډیموکراسۍ توپیر څرګندوي.
د اسلام د سیاسي نظام اصول په لاندې ډول دي:
۱. الهی حاکمیت
حاکمیت د سیاسي علومو په اصطلاح کې د دولت ځانګړي حق ته ویل کیږي چې په یوه ټاکلې سیمه کې واک وکاروي. دا حاکمیت، لوړ ځواک ته دا امکان ورکوي چې قانون جوړ کړي او په ټولو وګړو یې پلې کړي.
د تاریخ په اوږدو کې، په دې اړه بحث شوی چې د واک کارول او حاکمیت د چا حق دی؟ ایا هغه څوک چې په خپله هیڅ حق نلري، د واکمنۍ حق نورو ته ورسپارلی شي او یا له داسې چینې څخه اوبه شي چې د ټولو حقونو سرچینه ده؟
د اسلام په سیاسي فکر کې د هستۍ په نړۍ او د انسان د سیاسي ژوند په ډګر کې مطلق او بشپړ حاکمیت یوازې د خدای تعالی جل جلاله په لاس کې دی. په لومړي نظر کې، له خدای تعالی پرته بل څوک حق نلري چې په انسانانو باندې واکمن شي؛ ځکه هغه ټول انسانان ازاد پیدا کړي دي؛ له همدې امله، که څوک غواړي چې پر انسانانو واکمني وکړي، باید د لاندې دلایلو له مخې د انسانانو له خالق څخه اجازه ولري:
لومړی: د حاکمیت حق یوازې د هغه دی.
دوهم: هغه د انسان د ژوند له ټولو مصلحتونو او زیانونو خبر دی.
ادامه لري
Leave A Reply

Exit mobile version