لیکوال: عبیدالله نیمروزي
د امام ترمذي رحمه الله علمي ژوندلیک (یوولسمه برخه)
روڼوالی
په تېرو برخو کې مو د امام ترمذي رحمه الله د علمي کارونو په اړه خبرې وکړې او د حدیثو په امامانو کې د هغه عالي مقام وڅېړلو. د دغو موضوعاتو ژور او هر اړخیز درک لپاره، اړتیا ده چې هغه ډګر ته ننوځو چې د حدیثو د علم بنسټ او ټینګ اساس ګڼل کېږي. د دې اصولو او بنسټونو له پوهېدو پرته، د امام ترمذي رحمه الله په څېر د امامانو شخصیت او کارونه په سمه توګه نه شو څېړلی. زموږ هڅې به بیا د هغې ودانۍ په څېر وي چې بنسټ یې کمزوری وي.
دا ډول موضوعات نه یوازې ساده مقدمات نه دي، بلکې اړین او حیاتي هم دي؛ ځکه دا د حدیثو د امامانو د مقام پېژندنې او د هغوی د علمي آثارو د ارزښت تر منځ نښلونکې کړۍ ده. څنګه چې په هر علم کې مقدمات، تعریفونه او اصطلاحات د هغه علم د درک کلۍ ګڼل کېږي، په حدیثو کې د دې مفاهیمو پېژندل هم د دې نوراني علم د حقیقت پوهېدو او د هغه د خاوندانو د مقام درک لپاره یو اړین شرط دی.
که یوه بېلګه وړاندې کړو، نو د دې مفاهیمو د ارزښت روښانتیا به داسې وي: لکه څنګه چې د یوه قوم ژبه او ادبیات له پېژندلو پرته د هغه قوم د مشرانو د وینا او کړنو په سمه توګه درک ناشونی دی، د حدیثو په علم کې هم د محدثینو او راویانو مقام په سمه توګه نه شي درک کېدای، پرته له دې چې د علم اساسات او اصطلاحات وپېژنو.
د موضوعاتو لنډیز
۱. د حدیث تعریف
لغوي معنی: “حدیث” د نوي کلام معنی لري او د هغه ضد کلمه “قدیم” ده.
اصطلاحي معنی (د اصولیانو له نظره): حدیث د رسول الله صلی الله علیه وسلم اختیاري اقوال او افعال دي.
اصطلاحي معنی (د محدثینو له نظره): د رسول الله صلی الله علیه وسلم اقوال، افعال، تقریرات، او اختیاري یا غیراختیاري صفات دي.
۲. د حدیث د نامه لامل
ځینو علماو، لکه حافظ ابن حجر رحمه الله، د حدیث د نامه لامل د قرآن د قدیم کلام په مقابل کې ګڼلی دی. علامه شبیر احمد عثماني رحمه الله دغه نوم د مبارک آیت «وَأَمَّا بِنِعْمَةِ رَبِّکَ فَحَدِّثْ» څخه اخیستل ګڼي. په دې معنی چې خدای تعالی رسول الله صلی الله علیه وسلم وټاکه چې خلکو ته د احکامو او شرایعو د ښوونې نعمت بیان کړي، او دا رسالت د هغه د اقوالو او افعالو په بڼه ترسره شو.
۳. د حدیث مترادفات
د “خبر”، “اثر”، او “روایت” کلمې کله ناکله د حدیث لپاره د مترادف کلماتو په توګه کارول کېږي.
-
خبر: عمومي معنی لري او د رسول الله صلی الله علیه وسلم او نورو خبرې هم پکې شاملې دي.
-
اثر: له صحابه کرامو او تابعینو څخه منقول روایتونه دي.