د تاریخي سرچینو له مخې، پر اسلامي ټولنو د تاریخ په اوږدو کې له مختلفو خواوو څخه هر ډول بریدونه شوي دي، او د دغو بریدونو تر ټولو مهمه موخه د مسلمانانو اعتقادات دي. دا په داسې حال کې ده چې د شیطانپرستۍ تر ټولو بنسټیزه برخه له ټولو دیني عقایدو څخه انکار او دښمني ده. کېدای شي دا ټول لاملونه لاس په کار شوي وي چې د اسلام دښمنانو په ټولنه کې د دې فرقې د خپرېدو لپاره پراخې هڅې کړې وي. د دې انسجام سربېره، په اسلامي ټولنو کې ځینې نور عوامل هم د شیطانپرستۍ په خپرېدو کې مهم رول لري، چې تر ټولو مهم یې په لاندې ډول دي:
۲.۱. کمزوری ایمان
د انسان په نجات کې د ایمان رول نشي انکار کېدلی. د دیني لارښوونو پر بنسټ، ایمان نه یوازې په آخرت کې نېکمرغي راوړي، بلکې د دنیوي ژوند په نېکمرغۍ کې هم مهم رول لوبوي. الله سبحانه و تعالی فرمايي:
«إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ يَهْدِيهِمْ رَبُّهُم بِإِيمَانِهِمْ»
ژباړه: “هغه کسان چې ایمان راوړي او نېک عملونه وکړي، د هغوی رب به د هغوی د ایمان په رڼا کې ورته لارښوونه وکړي.”
د ایمان په کمزوري کېدو سره د خدای تعالی وېره له منځه ځي، دیني عقیده سسته کېږي، او د هر ډول انحراف لپاره لاره هواریږي.
۲.۲. د دیني پوهې کمزورتیا
حقیقت دا دی چې په اسلامي ټولنه کې ډېر خلک له اسلام څخه یوازې د هغه نوم پېژني، او د هغه د اعتقادي، اخلاقي، عبادتي او نورو احکامو په اړه یا هېڅ معلومات نه لري یا خورا لږ او نیمګړي معلومات لري. په داسې شرایطو کې، دا احتمال ډېر وي چې د ټولنې غړي، په ځانګړې توګه ځوانان، د ګمراهۍ په لور لاړ شي.
د بېلګې په توګه، د “موسوعة الفِرق و الجماعات“ لیکوال لیکي:
“ما په مصر کې یو شمېر شیطانپرستان ولیدل چې بندیان شوي وو، او عمرونه یې د ۱۴ او ۲۰ کلونو ترمنځ وو. له لنډو خبرو وروسته پوه شوم چې دوی له قرآن او دیني احکامو څخه هېڅ معلومات نه لري، تر دې ځایه چې د فاتحې سورت هم نه شي لوستلی.”
۲.۳. تعلیمي سیسټم
ښوونه او روزنه د نسلونو په لارښوونه کې مهم رول لري، په ځانګړې توګه په اسلامي هېوادونو کې. د تعلیم په سیسټم کې هر ډول ضعف او کمزورتیا د ټولنې د رکود او په کړکېچ کې د ښکېل کېدو لامل کېږي.
له همدې امله، ښوونیز پروګرامونه باید په سمه توګه او د ټولنې د اړتیاوو د ارزونې پر بنسټ جوړ او پلي شي. په تعلیمي نظام کې انحراف یا ضعف د دې لامل کېږي چې ځوانان د ځوانۍ په کړکېچن پړاو کې د شیطانپرستۍ په څېر منحرفو ډلو ته جذب شي.
۲.۴. رسنۍ او مجازي فضا
هغه عصر چې موږ په کې ژوند کوو، د ارتباطاتو او د خلکو په ژوند کې د رسنیو د واکمنۍ عصر دی. تلویزیوني پروګرامونه او مجازي فضا په ډېرو برخو کې د بېشمېره فکرونو او نظرونو په بدلولو کې بریالي شوي دي.
په دې توګه، اسلامي ټولنه د غربي کېدو پړاو ته داخله شوه او د دې پر ځای چې له علم او تکنالوژۍ څخه ګټه پورته کړي، بېروحه غربي کلتور او ژوند ته یې مخه کړه. هغه لوېدیځ چې له بېدینۍ او الحاد څخه ډک و، خپلو جذب شویو کسانو ته یې له دین څخه د خلاصون امر وکړ. د شیطانپرستۍ په څېر انحرافي ډلو له دې حالت څخه ګټه پورته کړه او اسلامي ټولنو ته یې نفوذ وکړ.
۲.۶. د دیني دعوتګرانو شخصیت وژنه
ډېری اسلامي حکومتونو د ډېرو دیني تعلیماتو محدودیتونه ولګول. هر دولت د دین او دیندارۍ په اړه خپل تعریف لري او هر مخالف نظر په بېلابېلو لقبونو او عناوینو (لکه: ترهګر، اغتشاشګر او نور) باندې نوموي او هغه ځپي.