لیکوال: عبیدالله نیمروزی

د امام ترمذي رحمه الله علمي ژوندلیک (اوومه برخه)

د ابوابو او عنوانونو په ترتیب کې د امام ترمذي رحمه الله طریقه
امام ترمذي رحمه الله د موضوعاتو د تدوین او طبقه‌بندۍ لپاره له دوو ځانګړو طریقو کار اخیستی دی:
۱. یو عام او جامع عنوان
په دې ډول عنوانونو کې امام ترمذي رحمه الله د ګڼو مشابه موضوعاتو په اړه احادیث راوړي دي، لکه طهارت، زکات، نکاح او نور. په دې مواردو کې هغه د “الابواب” کلمه کاروي، چې له احادیثو د ټاکلې موضوع سره تړلې ده.
د بېلګې په توګه، وايي: «ابواب الطهارة عن رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم» او «ابواب الزکات عن رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم».
باید یادونه وشي چې مفتي محمد فرید د «منهاج السنن» په کتاب کې د «ابواب الطهارة عن رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم» تر عنوان لاندې داسې وایي:
«قوله عن رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم اشارة الی ان المروی فیها احادیث مسندة مرفوعة الی رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم و اما ما ذکره من المذاهب والرجال فهو استطراد او یقال ان بیان المذاهب والرجال بیان لمعنی کلامه صلی‌الله‌علیه‌وسلم»؛
یعنې: «د امام ترمذي رحمه الله دا عبارت عن رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم دې ته اشاره کوي چې په دې کتاب کې احادیث مسند او مرفوع دي. که په منځ کې د مذهبونو او رجالو په اړه توضیحات ورکړل شوي وي، هغه یا استطرادي دي، یا د پیغمبر صلی‌الله‌علیه‌وسلم د ویناوو ښه وضاحت لپاره بیان شوي دي.»
۲. خاص عنوان
په دې ډول عناوینو کې امام ترمذي رحمه الله یوازې یوې ځانګړې موضوع ته اشاره کوي. په دې حالت کې هغه د “باب” کلمه کاروي او په موضوع پسې یې وضاحت وړاندې کوي؛ د بېلګې په توګه:
  • «باب ما جاء فی السواک»
  • «باب ما جاء الولاء لمن اعتق»
د عناوینو او تراجم الابوابو په ټاکلو کې د امام ترمذي رحمه الله طریقه
امام ترمذي رحمه الله د عناوینو او تراجم الابوابو په ټاکلو کې درې لارې درلودلې:
الف. روښانه او ظاهره عناوین
دا ډول عنوانونه د احادیثو له محتوا سره په ښکاره ډول سمون لري. د امام ترمذي رحمه الله اکثره عناوین په دې ډول دي، او هغه د دې لپاره لاندې طریقې کاروي:
  1. عام خبري جمله:
    لکه: «باب ما جاء فی السواک» او بیا له ابو هریره رضي الله عنه څخه یو حدیث نقل کوي: «قال رسول صلی‌الله‌علیه‌وسلم: لولا أن أشق… الحدیث
  2. خاص خبري جمله:
    لکه: «باب ما جاء أن الاقامة مثنی مثنی» او بیا د عبدالله بن زید حدیث راوړي.
  3. استفهامي جمله:
    لکه: «باب ما جاء کیف النهوض من السجود» او بیا د مالک بن الحویرث اللیثي حدیث نقل کوي.
  4. د حدیث بشپړ متن د باب د عنوان په توګه:
    لکه: «باب ما جاء إذا أقیمت الصلاة فلا صلاة إلا المکتوبة» او بیا له ابو هریره رضي الله عنه څخه یو حدیث روایت کوي.
ب. استنباطي عناوین
دا ډول عنوانونه د حدیث له متن سره په ښکاره ډول مطابقت نه لري، بلکې د حدیث له محتوا څخه استنباط شوي وي.
د بېلګې په توګه، امام ترمذي رحمه الله د طهارت په برخه کې وايي: «باب ما جاء فی المضمضة و الاستنشاق» او بیا یو حدیث له سلمة بن قیس څخه نقل کوي:
«قال رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم: إذا توضأت فانتثر، وإذا استجمرت فأوتر
له دې وروسته د مضمضې او استنشاق په اړه د علماوو اختلاف بیانوي. دلته د باب عنوان «المضمضة و الاستنشاق» دی، خو د حدیث په متن کې یوازې استنشاق ذکر شوی دی.
ج. د ځانګړي عنوان پرته د باب یادونه
کله ناکله امام ترمذي رحمه الله د څو احادیثو په سلسله کې د “باب” یا “باب منه” کلمه ذکر کړې ده، خو ورته یې کوم ځانګړی عنوان نه دی ورکړی.
د بېلګې په توګه، د طلاق په اړه فرمایي: «باب ما جاء في الطلاق المعتوه» او بیا له ابوهرېره رضي الله عنه څخه یو حدیث نقلوي:
«قال رسول صلی‌الله‌علیه‌وسلم: کل طلاق جائز إلا طلاق المعتوه المغلوب علی عقله
له دې وروسته، پرته له دې چې ځانګړی عنوان ذکر کړي، د حضرت عائشې رضي الله عنها څخه بل حدیث روایت کوي.
د لمانځه (صلوة) په برخه کې فرمایي: «باب ما جاء فی مواقیت الصلاة» او د جبرئیل علیه السلام د امامت په اړه د ابن عباس او جابر رضي الله عنهم حدیثونه نقلوي، او بیا د «باب منه» کلمه ذکر کړې ده. په تعقیب یې، د ابوهرېره او برید رضي الله عنهما نور احادیث راوړل شوي دي.
د حج په اړه وایي: «باب ما جاء في حج الصبي» او بیا له جابر بن عبدالله رضي الله عنه څخه یو حدیث نقلوي:
«قال: رفعت امرأة صبیاً إلی رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم فقالت: یا رسول الله، ألهذا حج؟ قال: نعم ولک أجر
وروسته، د کوم ځانګړي عنوان له ذکر کولو پرته، بل حدیث نقلوي:
«کنا إذا حججنا مع النبی صلی‌الله‌علیه‌وسلم فکنا نلبی عن النساء ونرمی عن الصبیان
په دې اړه چې امام ترمذي رحمه الله ځینې ابواب پرته له ځانګړي عنوان (ترجمة الابواب) راوړي او هغه د “باب” یا “باب منه” په کلمو تعبیر کوي، ډاکټر نورالدین عتر په خپل کتاب کې لیکي:
**«إن العنوان “باب” یُستعمل فی الجامعین – “جامع بخاري و جامع ترمذي” – علی وجهین من التناسب:
  1. أن یکون مضمون الباب متصلًا بالأبواب السابقة مکمّلًا لها، فیُفصَل لفائدة زائدة فی مضمونه، فیکون بمنزلة الفصل من السابق.
  2. وکثیرًا ما یکون مضمون الباب فائدة تتصل بأصل الموضوع الذی عُنْوِنَ له “بالأبواب”، ویُذکر عقبه لهذه الملابسة. ومثاله: الحدیث المدرج تحت الترجمة السابقة.»**
ژباړه:
ډاکټر نورالدین عتر وایي: د “باب” عنوان په بخاري او ترمذي جامع کې په دوو ډولونو او مناسبتونو کې د ترجمة الباب پرته کارول شوی دی:
  1. دا چې د باب محتوا له پخوانیو ابوابو سره تړاو ولري، او هغه بشپړوي؛ خو د اضافي ګټې له امله چې په نوي باب کې شتون لري، هغه له پخوانیو ابوابو څخه جلا بلل شوی، لکه د فصل په بڼه.
  2. یا دا چې د باب محتوا د یوه اصلي موضوع اړوند یوه ګټه وړاندې کوي، چې د تېرو ابوابو اصلي مضمون سره تړاو لري، او د همدې تړاو له امله وروسته ذکر شوی، لکه څنګه چې په مخکې مثال کې یادونه وشوه.
ادامه لري
Leave A Reply

Exit mobile version