لیکواله: ام عایشه

په اسلام کې د ښځې مقام (دوه پنځوسمه برخه)

په نننۍ لویدیځه ټولنه کې د ښځو مقام او ارزښت
په اوسني عصر کې په غربي ټولنه کې ښځه له یوې وسیلې او ابزار پرته بل څه نه ده. د ښځو انساني کرامت په بشپړه توګه له منځه تللی دی. د ښځو شخصیت دومره تر پښو لاندې شوی چې د جاهلیت په زمانه کې د نجونو ژوندۍ ښخولو حالت ته ورته دی، بلکې تر دې هم بدتر دی. په حقیقت کې په لویدیځه نړۍ کې د هستۍ د ګوهر، د انساني ټولنې د مور او د مینې او ښکلا د سرچینې په توګه د ښځو ځلانده لمر لوېدلی دی. د هغوی انسانیت او انساني حقوق له پامه غورځول شوي؛ ښځه یوازې د یوې وسیلې په توګه ان د غلامۍ دورې په پرتله په څو چنده ټیټه کچه کې سپکه شوې ده.
سره له دې، د شهوت په خټو کې ډوب شوي غربیان غواړي موږ، مسلمانانو، ته د ښځو د حقوقو درس راکړي! هغوی ښځه د ښځېتوب له مقامه غورځولې ده، مورتوب یې ترې اخیستی، او هغه یې یوازې د خوند اخیستلو او شهوت پالنې وسیله ګرځولې ده. په حقیقت کې د ښځې مقام یې د انسان له مقام او حتی له څارویو څخه هم ټیټ کړی دی.
په هر ځای کې چې دوی وغواړي سوداګریز اعلان وکړي، د وړاندې شوي محصول ترڅنګ یوه بربنډه یا نیمه بربنډه ښځه راوړي، ترڅو خپل محصول وپلوري. دوی د خپلو تولیداتو د بازار موندنې لپاره د ښځو وقار او ارزښت په بیه پلوري.
د ازادۍ په نوم
غربیان د ازادۍ په نوم په دې بریالي شوي چې ښځې د کورنۍ له امن او خوښې ډک چاپېریال څخه وباسي، د کار بازار ته یې راولي، او د ژوند ټولې چارې او کړاوونه د همدې ازادۍ تر شعار لاندې پر هغوی ور واچوي.
په لویدیځه نړۍ کې موږ ګورو چې ښځه نارینه ته د سوداګریزو او شهوتي اجناسو په توګه وړاندې کېږي، په داسې حال کې چې په خپله هېڅ ارزښت او شخصیت نه لري. په لویدیځ کې له صابون او حمام ډبرو نیولې، د ماشومانو د لوبو تر وسایلو پورې، دا ټول په رسنیو کې د لوڅو ښځو له خوا وړاندې کېږي او یا هم د دغو وسایلو پر مخ د لوڅو ښځو انځورونه چاپېږي او بازار ته وړاندې کېږي.
په غربي ټولنه کې چې د نارینه‌وو لپاره د ښکلا معیار په پاکو او ښکلو جامو کې ټاکل کېږي، ښځه د ازادۍ د شعار په نوم اړ کېږي چې بربنډه او بې حجابه د سړي په کین او ښي خوا کې ودرېږي.
د آزادۍ په دې عصا سره، ښځې له خپلو ټولو حقوقو بې برخې شوې دي.
هغې ته نه خپل مور او پلار پېژندل پاتې شوي، نه وروڼه او خویندې، او نه یې د کورنۍ مینه ناک چاپېریال لیدلی. نه د مورتوب خوند څکلی شي او نه د مېرمنې په حیثیت او مقام پوهېږي. یوازې د ځوانۍ څو ورځې – البته که په هغې کې د ښکلا څه اثر پاتې وي – د سخت کار او خولې تویولو سره د لویدیځې مستې ټولنې د وږو سترګو او بې کنټروله شهوت ښکار ګرځي. له هغې وروسته، د کثافاتو په څېر د هېرېدلو کندې ته غورځول کېږي.
په غربي ټولنه کې د ښځې د غوره والي یوازینی معیار په ښکلا او ځوانۍ کې دی. کله چې ښځه زړښت ته ورسېږي، له کور څخه هغو مرکزونو ته وړل کېږي، چې یوازې د زړو کسانو لپاره جوړ شوي دي؛ داسې ځایونه چې هیڅوک د دوی لیدو ته نه ورځي او د هغوی په اړه هېڅ پوښتنه نه کوي. کله کله د بوډاتوب حقوق هم ترې اخیستل کېږي، او دومره څه ورکول کېږي چې یوازې ژوندۍ پاتې شي. په داسې ځایونو کې نه کوم خپلوان شته، نه اړیکې، او نه مهربانه سرپرستان او ساتونکي.
ادامه لري
Leave A Reply

Exit mobile version