لیکوال: م. فراهي توجګي

اسلام او ډیموکراسي (نهه دېرشمه برخه)

د اسلامي دولت او سیکولر/ډیموکراټیک دولت ترمنځ توپیرونه

۷. د واکمن د واکمنۍ موده
په اسلامي دولت کې حاکم تر هغه وخته په خپل منصب پاتې کېږي چې د شریعت له خوا ټاکل شوي شرایط او معیارونه ولري. د هغه واکمني یوازې په ځانګړو حالاتو، لکه د شریعت خلاف عمل یا د هغه په مړینه، پای ته رسېږي. له دې پرته، د هغه واکمني دوام لري. په ځینو نویو نظریاتو کې هڅه شوې چې د اسلامي حکومت لپاره د «وخت» یا «مودې» شرط شامل کړي، مګر دا نظریه تر اوسه په بشپړ ډول نه ده منل شوې.
برعکس، په سیکولر دولت کې حاکم د اساسي قانون یا ټولنیزو دودونو له مخې یوه محدوده، لنډمهاله، او له مخکې ټاکل شوې موده لپاره واک چلوي.
۸. د واکمن موخه او دنده
په دیني دولت کې د واکمن تر ټولو مهمه دنده د شرعي احکامو پلي کول او د خدای جل جلاله رضا ترلاسه کول دي. په بل عبارت، که څه هم د شریعت احکام د خلکو د ګټو د خوندي کولو لپاره دي، د دیني دولت د واکمن لومړنی هدف د شریعت پلي کول دي، څو د خدای رضا ترلاسه کړي، نه یوازې د خلکو خوښي. داسې انګېرل کېږي چې په یوه مذهبي ټولنه کې د خلکو رضایت د شریعت په پلي کولو کې دی.
له بلې خوا، په سیکولر سیاسي دولت کې د واکمن تر ټولو مهمه موخه د خلکو د ګټو او عامه مصلحتونو تأمین دی، څو د خلکو خوښي او رضایت ترلاسه کړي. په دې توګه، عامه افکار په سیکولر او ډیموکراټیک دولت کې د مشروعیت تر ټولو مهم معیار بلل کېږي.
۹. د واکمن مالي واکونه
په دیني دولت کې واکمن، د شرعي ولایت او سرپرستۍ له مخې، د غیر دیني دولتونو په پرتله پراخ مالي او قانوني واکونه لري. هغه حق لري چې ټول شرعي وجوهات، لکه زکات، خمس او نور، ترلاسه کړي او د خپل تشخیص له مخې یې د دیني او ټولنیزو موخو لپاره مصرف کړي. دا ځانګړنه د واکمن لپاره په اقتصادي، مذهبي، کلتوري، او سیاسي برخو کې د عمل پراخه ازادي برابروي.
په مقابل کې، په سیکولر دولت کې د واکمن مالي واکونه یوازې هغو مقرراتو پورې محدود دي چې په اساسي قانون کې راغلي دي. د دولت مشران د هر مالي کال لپاره د پارلمان لخوا د تصدیق شوې بودیجې د محدودیتونو تابع دي. که د بودیجې په مصرف کې له ټاکل شوي حد څخه تېری وکړي، خپل مشروعیت له لاسه ورکوي.
د دیني او سیکولر دولت ترمنځ توپیرونه
پورته یاد شوي توپیرونه د دیني او سیکولر یا ډیموکراټیک دولت ترمنځ اساسي او مهم توپیرونه په ګوته کوي. دا توپیرونه ښيي چې دیني دولت ځانګړی جوړښت لري چې حاکمیت یوازې الله تعالی او د هغه شریعت پورې اړه لري. له همدې امله، د دیني دولت واکمن له تقدس او روحانیت څخه برخمن دي.
د دیني-اسلامي دولت بڼه او جوړښت د عقیدې او ایمان پر بنسټ ولاړ دی. د دیني دولت عقیدوي ځانګړتیا هېڅکله د هغه د ایډیالوژیک توب په معنا نه ده.
د اسلامي دولت بېلګه او جوړښت
اوس چې د دیني دولت عمومي ځانګړتیاوې او له سیکولر دولت سره د هغه توپیرونه څرګند شول، د اسلامي دولت بېلګو ته اشاره کول ګټور دي.
د عامو مسلمانانو له نظره، د اسلامي دولت لومړۍ او غوره بېلګه په مدینه منوره کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دولت دی.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دولت د ماهیت په اړه نظرونه یو شان نه دي؛ ځکه چې د قواعدو او نظریاتو مفاهیم چې اسلامي مذاهب یې کاروي، یوازې انتزاعي نه دي، بلکې له تاریخي تجربو څخه اخیستل شوي دي. دا نظریې په ځانګړو مکاتب کې د زده کړو او سیاسي نوښتونو لپاره بنسټیزې بلل کېږي.
مګر دا اعتراض چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هیڅ سیاسي جوړښت نه دی رامنځته کړی یا په ټولیزه توګه سیاسي جوړښت نه درلود، پر ځای نه دی.
که څه هم هغه مختلفې ادارې او بنسټونه چې نن په حکومتونو کې شتون لري، په هغه وخت کې یې شتون نه درلود، مګر رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه وخت د غوښتنو سره سم خپل سازمانونه جوړ او تاسیس کړل. لکه څنګه چې هغه یو پیغمبر، دیني مشر او رهبر و، سیاسي مشر هم و. هغه به پخپله په جګړه کې برخه اخیستله او قومانده یې کوله. د سیمې د حکومتونو مشرانو ته یې لیکونه لیږل او د پوځ قوماندانان به یې ټاکل. هغه سلاکاران درلودل؛ هره ورځ به د خلکو ستونزې ورته وړاندې کېدې او د حل لپاره به یې هڅې کولې.
له نېکه مرغه، د اسلامي دولت د نظرياتو په اړه په څېړنه کې اکثرو اسلامي پوهانو د اسلامي نظام د جوړښت لپاره له خلکو سره د قولي او عملي چلند له اړخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم بنسټونه او همدارنګه د راشده خلفاوو کړنې او طریقې چې د هغه شاګردان وو، د بېلګې او نمونې په توګه په ګوته کړي دي. دلته د پورتنۍ نمونې له مخې یوازې د اسلامي دولت عمومي ځانګړنې، یعنې د اسلام په سر کې د سیاسي نظام ځانګړنې تر بحث لاندې نیسو:
۱. د خلافت سیاسي نظام
خلافت د اهل سنت و الجماعت له نظره د اسلامي دولت یوه بېلګه ده. «سنت» په لفظي معنی د ژوند طریقه او تګلارې ته ویل کېږي. په فقهي اصطلاح کې، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د پاتې شویو اثارو ټولګه ده چې د قول، فعل او تقریر په بڼه پاتې دي؛ مګر اهل سنت د مسلمانانو په عام اصطلاح کې د اسلام د پیروانو د یوې لویې برخې نوم دی چې یو ځانګړی سیاسي نظر او لیدلوری لري؛ لکه څنګه چې دوی عقیده لري چې خدای تعالی “صحابه” د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات وروسته د رسالت د ساتنې او تبلیغ لپاره او همدارنګه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د سیاسي میراث د ساتلو لپاره غوره کړي دي. صحابه کرامو رضوان الله تعالی علیهم اجمعین د رسول الله صلی الله علیه وسلم میراث خوندي کړ او راتلونکو نسلونو ته یې انتقال کړ. د اهل سنتو په نظر کې صحابه کرام د تقوا او اصلاح په لوړه درجه کې وو او د هغوی په اعمالو باندې نیوکه او شک کول او له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په رانقل شویو روایتونو کې شک کول، په هېڅ ډول روا نه دي.
د اهل سنتو په اند، له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وروسته د هغو حکومتونو لپاره چې د صالحو خلفاوو په طریقه یې حکومت کړی دی، د اسلامي دولت غوره بېلګه د راشده خلفاوو حکومت دی چې ځینې یې د ایډیالي یا ارماني اسلامي خلافت یوه بېلګه ګڼي. ډیری اهل سنت په دې باور دي چې راشده خلافت د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله د خلافت تر پایه پورې و.
یو مصري لیکوال د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا تاریخي خلافت په اسلام کې د دولت د نظریې سمه بېلګه ده او که نه؟ لیکلي دي: «په دې اړه باید ټینګار وشي چې تاریخي خلافت له فکره یو څه لرې شوی دی؛ مګر په دې کې شک نشته چې د ابوبکر او عمر رضی الله عنهما خلافت او د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله خلافت د اسلامي تفکر دقیق تطبیق دی.»
په دې توګه، د اهل سنتو له نظره په سیاسي نظام کې د اسلام د اصولو سم تطبیق په پورته ذکر شویو خلفاوو کې ځانګړی و؛ یا دا چې دوی لږ تر لږه ښه مثالونه دي چې د سیاسي نظام په ډګر کې یې اسلام په بشپړه توګه تطبیق کړی دی.
د اهل سنتو په نظر خلافت د دین د ساتنې او دنیاوي سیاست کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ځایناستي دي. د اهل سنتو له نظره، له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وروسته خلفاوو هڅه وکړه چې حکومت د هغې عقیدې او نمونې پر بنسټ ولاړ وي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې موجود وو. له همدې امله، د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د راشده خلفاوو په زمانه کې حکومت داسې وو چې د دواړو چارو، دین او سیاست ترمنځ هیڅ ډول توپیر نه و؛ ځکه چې حکومت د اسلامي عقیدې پر بنسټ جوړ شوی و او د خلکو چارې د قرآن او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو سره سمې روانې وې؛ مګر د صالحو خلفاوو له واکمنۍ وروسته د خلافت چوکاټ، چې په تدريجي ډول جوړ شو، په بشپړ ډول اسلامي نه و.
ادامه لري
Leave A Reply

Exit mobile version