لیکوال: عبدالحي لیان

شیطان‌پرستي (درویشتمه برخه)

۲. په اسلامي هېوادونو کې د شیطان‌پرستۍ د خپرېدو لاملونه

د تاریخي سرچینو له مخې، پر اسلامي ټولنو د تاریخ په اوږدو کې له مختلفو خواوو څخه هر ډول بریدونه شوي دي، او د دغو بریدونو تر ټولو مهمه موخه د مسلمانانو اعتقادات دي. دا په داسې حال کې ده چې د شیطان‌پرستۍ تر ټولو بنسټیزه برخه له ټولو دیني عقایدو څخه انکار او دښمني ده. کېدای شي دا ټول لاملونه لاس په کار شوي وي چې د اسلام دښمنانو په ټولنه کې د دې فرقې د خپرېدو لپاره پراخې هڅې کړې وي. د دې انسجام سربېره، په اسلامي ټولنو کې ځینې نور عوامل هم د شیطان‌پرستۍ په خپرېدو کې مهم رول لري، چې تر ټولو مهم یې په لاندې ډول دي:
۲.۱. کمزوری ایمان
د انسان په نجات کې د ایمان رول نشي انکار کېدلی. د دیني لارښوونو پر بنسټ، ایمان نه یوازې په آخرت کې نېکمرغي راوړي، بلکې د دنیوي ژوند په نېکمرغۍ کې هم مهم رول لوبوي. الله سبحانه و تعالی فرمايي:
«إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ يَهْدِيهِمْ رَبُّهُم بِإِيمَانِهِمْ»
ژباړه: “هغه کسان چې ایمان راوړي او نېک عملونه وکړي، د هغوی رب به د هغوی د ایمان په رڼا کې ورته لارښوونه وکړي.”
د ایمان په کمزوري کېدو سره د خدای تعالی وېره له منځه ځي، دیني عقیده سسته کېږي، او د هر ډول انحراف لپاره لاره هواریږي.
۲.۲. د دیني پوهې کمزورتیا
حقیقت دا دی چې په اسلامي ټولنه کې ډېر خلک له اسلام څخه یوازې د هغه نوم پېژني، او د هغه د اعتقادي، اخلاقي، عبادتي او نورو احکامو په اړه یا هېڅ معلومات نه لري یا خورا لږ او نیمګړي معلومات لري. په داسې شرایطو کې، دا احتمال ډېر وي چې د ټولنې غړي، په ځانګړې توګه ځوانان، د ګمراهۍ په لور لاړ شي.
د بېلګې په توګه، د موسوعة الفِرق و الجماعات لیکوال لیکي:
“ما په مصر کې یو شمېر شیطان‌پرستان ولیدل چې بندیان شوي وو، او عمرونه یې د ۱۴ او ۲۰ کلونو ترمنځ وو. له لنډو خبرو وروسته پوه شوم چې دوی له قرآن او دیني احکامو څخه هېڅ معلومات نه لري، تر دې ځایه چې د فاتحې سورت هم نه شي لوستلی.”
۲.۳. تعلیمي سیسټم
ښوونه او روزنه د نسلونو په لارښوونه کې مهم رول لري، په ځانګړې توګه په اسلامي هېوادونو کې. د تعلیم په سیسټم کې هر ډول ضعف او کمزورتیا د ټولنې د رکود او په کړکېچ کې د ښکېل کېدو لامل کېږي.
له همدې امله، ښوونیز پروګرامونه باید په سمه توګه او د ټولنې د اړتیاوو د ارزونې پر بنسټ جوړ او پلي شي. په تعلیمي نظام کې انحراف یا ضعف د دې لامل کېږي چې ځوانان د ځوانۍ په کړکېچن پړاو کې د شیطان‌پرستۍ په څېر منحرفو ډلو ته جذب شي.
۲.۴. رسنۍ او مجازي فضا
هغه عصر چې موږ په کې ژوند کوو، د ارتباطاتو او د خلکو په ژوند کې د رسنیو د واکمنۍ عصر دی. تلویزیوني پروګرامونه او مجازي فضا په ډېرو برخو کې د بې‌شمېره فکرونو او نظرونو په بدلولو کې بریالي شوي دي.
د لوېدیځ منحرف تمدن د سیکولاریزم د ترویج په موخه د مجازي فضا تر نامه لاندې په زرګونو تلویزوني شبکې، ویب‌سایټونه او د ډله‌ییزو اړیکو پروګرامونه جوړ کړي دي، چې شپه او ورځ بېلابېل پروګرامونه خپروي.
په مجازي فضا کې ډېری سپوږمکۍ شبکې او د ډله‌ییزو اړیکو وسیلې، د بېلابېلو موخو او ذوقونو سره سره، په دیني بنسټونو برید کوي او د فحشا او اخلاقي فساد په خپرولو کې په جدي توګه برخه اخلي.
دا رسنۍ د خلکو د عقېدوي اصولو او بنسټونو نښه ګرځوي او په ډېر مهارت سره د فحشا، بې‌قیدۍ، د دین څخه بې‌پروایۍ، زنا، د ګناهونو عادي کول او ورته نورو ګناهونو په خپرولو کې ونډه لري، چې دا د دغو رسنیو او شیطان‌پرستۍ ګډې موخې دي.
اوس مهال سپوږمکۍ او مجازي فضا د شیطان‌پرستانو د فعالیتونو له مهمو وسیلو څخه دي، چې په آسانۍ سره د ځوانو مسلمانانو په انحراف او دې ډلو ته په جذبولو بوخت دي. مطالعې ښيي چې شیطان‌پرستان په مجازي فضا کې د مختلفو کاروونکو حسابونو له لارې نوي خلک راجلبوي، په داسې حال کې چې ځینې یې له پنځو څخه ډېر تلیفونونه له ځان سره لري.
۲.۵. لوېدیځ‌پالنه او له لوېدیځ څخه اغېزه
د لوېدیځ مادي پرمختګ په اسلامي هېوادونو کې ځینې خلک ډېر ځان ته جذب کړل. دغه جذب د لوېدیځ په لور د تمایل لامل شو او ورو ورو د لوېدیځ د ژوند او شخصیت ړانده تقلید ته یې لاره هواره کړه. ډېر وخت نه وو تېر شوی چې دغه تقلید په عقیدې بدل شو، داسې چې د اسلامي ټولنې پرمختګ یې د لوېدیځ په هر اړخیز تقلید کې ګڼلی.
په دې توګه، اسلامي ټولنه د غربي کېدو پړاو ته داخله شوه او د دې پر ځای چې له علم او تکنالوژۍ څخه ګټه پورته کړي، بې‌روحه غربي کلتور او ژوند ته یې مخه کړه. هغه لوېدیځ چې له بې‌دینۍ او الحاد څخه ډک و، خپلو جذب شویو کسانو ته یې له دین څخه د خلاصون امر وکړ. د شیطان‌پرستۍ په څېر انحرافي ډلو له دې حالت څخه ګټه پورته کړه او اسلامي ټولنو ته یې نفوذ وکړ.
۲.۶. د دیني دعوتګرانو شخصیت وژنه
ډېری اسلامي حکومتونو د ډېرو دیني تعلیماتو محدودیتونه ولګول. هر دولت د دین او دیندارۍ په اړه خپل تعریف لري او هر مخالف نظر په بېلابېلو لقبونو او عناوینو (لکه: ترهګر، اغتشاشګر او نور) باندې نوموي او هغه ځپي.
په دې حال کې، دیندارو کسانو، دیني مدرسو، دعوتګرانو او مصلحینو تر ټولو ډېر زیان ولید. ډېری رښتیني دعوتګر د ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه زندان ته اچول شوي، او ځینې دیني مدرسې د افراطیت د ترویج د مرکزونو په بهانه تړل شوې دي.
په ځینو اسلامي هېوادونو کې د هر ډول اسلامي مظاهرو (څرګندونو او نښو) سره قانوني چلند کېږي. حتی لمونځ کول او حجاب د افراطیت نښې ګڼل کېږي. د دیني تکړه علماوو شخصیت ترور کېږي، او اسلامي کلتور د منځنیو پېړیو ته د شاتګ لامل ګڼل کېږي.
په داسې ټولنه کې، ځوانان د اسلامي نمونو له کمښت یا نشتوالي سره مخ کېږي او په خپله خوښه یا ناخوښه، فاسد کسان خپل نمونې ګرځوي. دا بې‌دینۍ ضد سیاستونه او د دیني شخصیتونو وژنه د دې لامل ګرځي چې د ټولنې او ځوانانو د دیندارۍ روحیه له منځه ولاړه شي او د شیطان‌پرستۍ په څېر باطلو او منحرفو ډلو ته جذب شي.
۲.۷. د ځوانانو ګوښه کول
نن ورځ د نړیوالو استعمارګرو یو له اصلي موخو څخه دا دی چې ځوان نسل په اسلامي هېوادونو کې د رغنده فعالیتونو له مرحلې لرې کړي.
استعمار د خپل ځان او د خپلو لاسپوڅو واکمنانو بقا د ځوان نسل په انزوا، سطحي کتنې او بې‌تدبیرۍ کې ویني. له دولتي ادارو او ټولنیزو رغنده فعالیتونو څخه د ځوانانو بې‌پروايي او ګوښه کول په دې مانا دي چې موږ هغوی د اغېزمن تفکر لرونکي نه ګڼو.
دا عمل دوه منفي اغېزې لري:
الف) د ځوانانو له پامه غورځول، چې هغوی د فکر، اختراع او نوښت پر ځای بې‌ارزښته او فاسدو شیانو ته اړوي.
ب) دا د دې لامل ګرځي چې ځوانان د ځان ښکاره کولو او د ورک شوي روحیې د بېرته ترلاسه کولو لپاره هڅه او مبارزه وکړي. دا هڅه په پایله کې د ناسم چلند د ښکاره کېدو، د فساد په کنده کې د ډوبېدو او د شیطان‌پرستۍ په څېر منحرفو ډلو ته د جذبېدو لامل ګرځي.
۲.۸. روحي او رواني ستونزې
ځینې څېړونکي د خلکو روحي او رواني ستونزې د شیطان‌پرستۍ په څېر منحرفو ډلو ته د جذب لامل ګڼي. دوی په دې باور دي چې شیطان‌پرستۍ ته د ځینو خلکو تمایل د ناپوهۍ او اعتقادي ستونزو پر ځای له روحي او رواني ستونزو څخه سرچینه اخلي.
هغه کسان چې د روحي او رواني ستونزو سره مخ وي، د ژوند د فشارونو په وړاندې کمزوري ښکاري او تل د انزوا احساس کوي. د دې ستونزو د حل لپاره، دوی د ټولنې مخالفو جریانونو ته مخه کوي او د منحرفو ډلو سره ځان سموي.
۲.۹. بېکاري او وزګارتیا
د ځوانانو بېکاري او جبري وزګارتیا په فردي، کورني او ټولنیز لحاظ ډېرې منفي پایلې لري. تر ټولو مهم یې دا دي: د بې‌ارزښته‌والي احساس، فقر او مسکنت، په اعتیاد ککړېدل، د هېواد وروسته پاتې کېدل او د انحراف لپاره د زمینې برابرېدل.
د ټولنپوهانو مطالعې ښيي چې فقر او وزګارتیا په ټولنه کې د خلکو د انحراف عمده لاملونه دي. لکه څنګه چې مشهور متل دی: “وزګار یا فاسد کېږي یا ناروغ.” بېکاري د دې لامل ګرځي چې ځوانان د خپل ژوند د تأمین لپاره یا د خپل فارغ وخت د ډکولو لپاره انحرافي کارونو ته لاس وکړي.
۲.۱۰. د اسلام په نوم بدنامول
ځینې اسلامي واکمنان چې د اسلامي قوانینو د پلي کولو ادعا کوي، په ډېرو مواردو کې یوازې د اسلام نوم کاروي. د دوی په حکومتولۍ کې پراخ اداري، اقتصادي، سیاسي او اخلاقي فساد د دې لامل شوی چې ډېر شمېر مسلمانان له دیني حکومت څخه مخ واړوي.
ځینې ځوانانو هم د حل لاره د اسلام د روح‌ورکوونکو لارښوونو په سرغړاوي کې موندلې ده. له یو ډول حکومتولۍ سره د ټکر له امله، دوی له دین څخه ډډه کړې او د انحراف کندې ته یې مخه کړې ده.
ادامه لري
Leave A Reply

Exit mobile version