لیکوال: ابو عائشه

د جهمیې فرقه (دیارلسمه برخه)

د اهل سنت او جماعت دلایل
اهل سنت او جماعت د خدای تعالی د اسمونو او صفتونو د ثابتولو لپاره ډېر دلایل وړاندې کړي دي. ځینې یې د بېلګې په توګه په لاندې ډول ذکر شوي دي:
الف) د قرآن کریم آیتونه
الله جل جلاله فرمایي:
«هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الْمَلِكُ الْقُدُّوسُ السَّلَامُ الْمُؤْمِنُ الْمُهَيْمِنُ الْعَزِيزُ الْجَبَّارُ الْمُتَكَبِّرُ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يُشْرِكُونَ هُوَ اللَّهُ الْخَالِقُ الْبَارِئُ الْمُصَوِّرُ لَهُ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَىٰ يُسَبِّحُ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ»
«هغه خدای دی چې له هغه پرته بل حقیقي معبود نشته. پاک، پادشاه، سالم [له هر عیب څخه]، امنیت ورکوونکی، ساتونکی، غالب، جبار، او متکبر دی. الله پاک دی له هغه څه څخه چې دوی ورسره شریکوي. هغه پیدا کوونکی، نوښتګر او نقشبند خدای دی. هغه ښکلي نومونه لري، هغه څه چې په اسمانونو او ځمکه کې دي هغه په پاکۍ یادوي. هغه غالب او باحکمت دی.»
الله جل جلاله فرمایي:
«وَإِلَٰهُكُمْ إِلَٰهٌ وَاحِدٌ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الرَّحْمَٰنُ الرَّحِيمُ»
«او ستاسو معبود یوازینی معبود دی. له هغه پرته بل حقیقي معبود نشته، هغه بخښونکی او رحم کوونکی دی.»
بل ځای فرمایي:
«وَكَلَّمَ اللَّهُ مُوسَىٰ تَكْلِيمًا»
«او الله [بې له واسطه] له موسی علیه السلام سره خبرې وکړې.»
او فرمايي:
«رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ»
«الله له دوی راضي شو او دوی له هغه راضي شول.»
په دې آیتونو کې د الله تعالی لپاره ډېر نومونه او صفتونه ذکر شوي دي، چې د الله تعالی د نومونو او صفتونو د ثابتولو قوي دلیلونه دي.
ب) د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیثونه
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
«إِنَّ اللَّهَ جَمِيلٌ يُحِبُّ الْجَمَالَ»
«الله تعالی ښکلی دی او ښکلا خوښوي.»
په دې حدیث کې د الله تعالی لپاره د ښکلا صفت ثابت شوی دی.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
«مَنْ يُرِدِ اللَّهُ بِهِ خَيْرًا يُفَقِّهْهُ فِي الدِّينِ، وَاللَّهُ الْمُعْطِي وَأَنَا الْقَاسِمُ»
«د چا لپاره چې الله تعالی ښه اراده ولري، هغه ته په دین کې پوهه عنایت کوي. الله تعالی عطا کوونکی دی، او زه وېشونکی یم.»
یو بل حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
«يَنْزِلُ رَبُّنَا تَبَارَكَ وَتَعَالَىٰ كُلَّ لَيْلَةٍ إِلَىٰ السَّمَاءِ الدُّنْيَا حَتَّىٰ يَبْقَىٰ ثُلُثُ اللَّيْلِ الْآخِرُ، فَيَقُولُ: مَنْ يَدْعُونِي فَأَسْتَجِيبَ لَهُ؟ مَنْ يَسْأَلُنِي فَأُعْطِيَهُ؟ مَنْ يَسْتَغْفِرُنِي فَأَغْفِرَ لَهُ؟»
«الله تعالی په هره شپه، کله چې د شپې درېیمه برخه پاتې وي، د دنیا آسمان ته راښکته کیږي او وايي: څوک ما غواړي چې زه یې اجابت وکړم؟ څوک له ما غوښتنه کوي چې زه یې ورکړم؟ څوک له ما بخښنه غواړي چې زه یې وبښم؟»
پورته احادیث او نور روایتونه، چې د احادیثو په صحیح کتابونو کې راغلي دي، ټول د دې څرګندونه کوي چې د الله تعالی ټول نومونه او صفتونه ثابت دي.
ج) منطقي دلایل
سالم عقل او طبیعت هېڅکله له هغو نومونو او صفتونو څخه انکار نه کوي چې الله تعالی د ځان لپاره ثابت کړي یا د رسول الله صلی الله علیه وسلم لخوا بیان شوي دي؛ ځکه چې عقل له ښکاره حقایقو څخه انکار نه کوي.
په هر موجود کې یو صفت وي؛ دا صفت یا د کمال وي یا د نیمګړتیا. د الله تعالی په ذات کې د نیمګړتیا صفت ممکن نه دی؛ ځکه که په هغه کې نیمګړتیا وي، نو هغه د معبودۍ وړتیا نه لري.
د جهمیه نظر ته د اهل سنت ځواب
ډېر آیتونه او احادیث شته چې په هغو کې د الله تعالی نومونه او صفتونه په صراحت سره بیان شوي دي. جهمیه فرقه د دې ټولو څرګندو دلایلو له پامه غورځولو سره د الله تعالی د صفتونو د انکار لپاره عقلي دلیل وړاندې کوي.
دوی د قرآن له آیتونو څخه هم استدلال کړی، خو په دې استدلال کې یې تېروتنه کړې ده. د بېلګې په توګه، دوی د دې آیت له یوې برخې څخه استدلال کړی:
«لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ»
دوی یوازې د آیت له لومړۍ برخې څخه استدلال کړی او دویمه برخه یې له پامه غورځولې ده، حال دا چې په آیت کې د الله تعالی د صفاتو یادونه هم شوې ده.
ادامه لري
Leave A Reply

Exit mobile version