لیکوال: عبیدالله نیمروزی

علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (اووه پنځوسمه برخه)

د واکمنانو په وړاندې حق ویل او استغنا
د امام ندوي رحمه الله له سترو او غوره صفتونو څخه یو هم د هغه بې‌سارې استغنا وه، چې هیڅکله یې د واکمنانو او چارواکو مرستو ته د لالچ په سترګه و نه کتل. د همدې استغنا له امله یې په هر ځای کې د حق خبره او د دعوت مسله په ښکاره او واضح ډول بیانوله. سره له دې چې له عربو او د هغوی له واکمنانو سره یې مینه او خواخوږي درلوده، مګر هیڅکله د حقایقو په بیانولو او د دوی د نیمګړتیاوو په شمېرلو کې پاتې رانغی. حتی د ترکانو د ځلانده تاریخي کارنامو او لاسته راوړنو ترڅنګ، د دوی د ځینو واکمنانو د الحادي تګلارو او سیاستونو په اړه یې په ډاګه او ښکاره نیوکې کولې.
د مولانا ندوي رحمه الله دغو نیوکو او سپینو خبرو له هغه د مهربانۍ او خواخوږۍ څخه سرچینه اخیستې وه او یوازې د احسان او زړه‌سوي په بنیاد وې؛ بل هېڅ شی په دې خبرې اغېز نه درلود.
مولانا محمد رابع ندوي لیکي:
«مولانا د عربي او اسلامي هیوادونو له پاچاهانو او مشرانو سره وکتل او هر یو یې له خپلو ګټورو او اغېزناکو نصیحتونو څخه برخمن کړل. هغه د هېوادونو د ورانۍ او تباهۍ لاملونو ته اشاره وکړه. نوموړي د سعودي عربستان، اردن، مراکش او نورو هېوادونو له پاچاهانو سره وکتل او ټولو ته یې د هېواد د حالت د ښه کولو او د خدای جل جلاله د کلمې د لوړولو سپارښتنه وکړه. په دې لیدنو کې مولانا تل له بشپړې استغنا څخه ګټه پورته کوله او حقایق یې په ډاګه بیانول.»
د مولانا رحمه الله د ریښتیا ویلو او زړورتیا دا چلند او تګلاره نه یوازې په عربي هیوادونو کې، بلکې په هر ځای، حتی په خپل هیواد کې هم دوام درلود. هغه هیڅکله په مهمو مسایلو کې د خپل نظر له څرګندولو ډډه نه وه کړې او د شریعت او اسلام د سپېڅلي حریم د ساتنې په لاره کې یې له هېڅ حقیقت څخه انکار نه و کړی.
د دې لپاره چې د هغه اخلاص څرګند شي، هغه یو ځل د هند لومړي وزیر آټال بهاري واجپايي ته وویل:
«ښاغلی آټال، سیاست د خدای جل جلاله په دربار کې د منلو وړ نه دی، بلکې رښتینولي او اخلاص د منلو وړ دی. خپل کار ته په اخلاص سره دوام ورکړئ؛ بریا به مو هرکلی وکړي او د پرمختګ لارې به پرانستل شي. تل به فتحې او بریاوې له تاسو سره مل وي.»
د مولانا لوړ اخلاص د هغه د وینا اغېز دوه چنده کاوه. هغه په خپلو نصیحتونو کې له خواخوږۍ او زړه‌سوي څخه کار اخیسته. ځکه نو حاکمان او سیاستوال نه یوازې د هغه په نصیحتونو نه خپه کېدل، بلکې دا شیبې یې په خپل ژوند کې یو مهم بدلون او ویاړ ګڼلې.
مولانا رحمه الله، که څه هم د ناروغۍ پر بستر پروت و، سیاستوال او واکمنان به بیا هم د هغه لیدو ته راتلل او له نږدې به یې خبرې ورسره کولې. د بېلګې په توګه، کله چې د شارجې حاکم ندوة العلماء ته ورغی، مولانا ورته د دې فصیحې جملې په لوستلو سره ښه راغلاست وویل:
«نعم الامیر علی باب الفقیر»؛ (هو، لوړپوړی امیر د غریبانو په دروازه کې دی.)
د فیصل بن عبدالعزیز او فهد سره لیدنه
په ۱۹۶۳ زېږدیز کال کې، علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله په شاهي ماڼۍ کې له امیر فیصل بن عبدالعزیز سره وکتل. په دې کتنه کې د سعودي عربستان او حجاز ځمکې ته د ورپېښو خطرونو په اړه خبرې وشوې. هغه په ډاګه وویل چې دې خاورې د لوېدیځوالتوب په لاره کې ستر ګامونه پورته کړي او دا وېره شته چې د حرمینو سپېڅلتیا او قداست تر اغېزې لاندې راشي او بل رنګ ځانته غوره کړي. امیر فیصل په غور سره دغو مشفقانه او له درده ډکو لارښوونو ته غوږ ونیوه او ډاډ یې ورکړ چې داسې به نه کېږي.
وروسته له دې چې پاچا فیصل د چارو واګې په لاس کې واخیستې
د امام ندوي رحمه الله لخوا ورته یو مفصل لیک واستول شو. په دغه لیک کې د حجاز د خاورې په ځانګړي مقام او ستر رسالت باندې ټینګار شوی و او دا څرګندونه شوې وه چې دا خاوره باید په هره زمانه کې خپل ځانګړی مقام وساتي. د دې لیک په ځواب کې پاچا فیصل ولیکل:
«ستاسو د پاکو احساساتو، اسلامي روحیې او دیني غیرت څخه په مننې سره، ډاډ ورکوو چې موږ به هیڅکله اجازه ورنه کړو چې د حنیف دین او د هغه له ښکلو لارښوونو سره په ټکر کې، داسې څه پېښ شي.»
امام ندوي رحمه الله په دغو کړنو او اقداماتو بسنه ونه کړه او یو ځل بیا یې په یوه لیک کې د نفسي غوښتنو، عیش و عشرت، هوس پالنې او فسق او خرافاتو د پیروۍ ناوړه پایلو ته اشاره وکړه. هغه د ټولنې وژونکې ناروغۍ په ګوته کړې او د هغو په ایمان‌سوځوونکو خطرونو یې ګوتې کېښودې. پاچا فیصل هم یو مناسب او د قناعت وړ ځواب ورکړ.
د پاچا خالد او فهد بن عبدالعزیز سره لیدنه
امام ندوي رحمه الله د همدې سپېڅلي فکر په اړه، له پاچا خالد بن عبدالعزیز او فهد بن عبدالعزیز سره ډېرې ناستې لرلې. هغه تل په سعودي عربستان کې د غربي کلتور په پیروۍ باندې افسوس کاوه او د دین او ایمان په وړاندې د خطرونو په اړه یې خبرداری ورکاوه. امام ندوي رحمه الله پاچا فهد ته په لیکونو کې د هغه د رهبرۍ او اسلامي شخصیت دریځ ور په یاد کړ او له اسلامي هویت څخه د انحراف د احتمالي پایلو په اړه یې خبرداری ورکړ.
په دې لیکونو کې یې د ښوونې او روزنې لارې چارې، د راډیو او تلویزیون ناوړه اغېزې، د شتمنیو زیاتوالی، او د فساد او فحشا خپروونکو ورځپاڼو د زیانونو په اړه اشاره وکړه او د دې وسایلو تباه کوونکې پایلې یې په ګوته کړې.
د مولانا نصیحت او د شاه فیصل اوښکې
که څه هم پاچاهان او واکمنان د اسلامي مفکرینو له مشورو لږ اغېزمن شوي، خو د امام ندوي رحمه الله په زړه پورې او جادویي خبرو حتی په واکمنو کسانو هم اغېز درلود. روایت دی چې شاه فیصل د مولانا ندوي رحمه الله په نصیحتونو دومره اغېزمن شو چې خپلې اوښکې یې و نه شوای درولی.
خورشید ندیم لیکي:
«مولانا په فصاحت او بلاغت سره خبرې کولې او شاه فیصل له سر تر پښو اورېدلو ته چمتو و. مولانا په خپلو خبرو کې د پخوانیو مسلمانو پاچاهانو یادونه وکړه؛ هغه پاچاهان چې واک یې ټوله اسلامي خاوره پوښلې وه، مګر ساده ژوند یې کاوه او د خدای جل جلاله په دربار کې یې د شپې اوښکې تویولې. نوموړي دغه حالت له اوسنيو حالاتو سره پرتله کړ او په فلسطين، کشمير او نورو سيمو کې يې د مسلمانانو پر حالت خبرې وکړې.»
کله چې د مولانا خبرې پای ته ورسېدې، د شاه فیصل له سترګو اوښکې روانې شوې او په ژړا شو. دا تاثر داسې و چې ساتونکي د ملاقات ځای ته ننوتل، خو د لاس په اشارې سره یې هغوی بیرته بهر کړل. بیا یې مولانا ته مخ واړوه او ویې ویل:
«د تېرې زمانې پاچاهان دا صفتونه ځکه درلودل چې ستاسو په څېر نصیحت کوونکي او خواخوږي یې درلودل. تاسو تل راشئ او موږ له خپلو نصیحتونو او سپارښتنو څخه برخمن کړئ.»
شاه فیصل د ندوة العلماء لپاره د پام وړ مالي مرسته وړاندې کړه، خو مولانا یې له منلو انکار وکړ او ویې ویل:
«د ندوې چارې د خدای جل جلاله په فضل سره په ښه توګه پرمخ ځي.»
پایله
دا کیسې د اسلام د سپېڅلي تاریخ د یوې پاڼې په څېر موږ ته د تېرو پیړیو د سترو روحاني شخصیتونو یادونه کوي. حقیقت دا دی چې په هر دور کې د حکمت او نصیحت خاوندان تېر شوي دي او د هغوی ژوند او خبرې له الهام او هدایت څخه ډکې دي. بې له شکه، علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله په اوسني عصر کې یو له دغو سترو شخصیتونو څخه و.
ادامه لري
Leave A Reply

Exit mobile version