لیکوال: عبیدالله نیمروزي

د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله ژوندلیک (دوولسمه برخه)

 

امیرالمؤمنین رحمه الله منصور بن غالب ته امر کوي چې د سفر پر مهال له خپلو ملګرو سره ښه چلند وکړي او هڅه وکړي چې په داسې ځای کې درېدل ونه کړي چې عسکر یې په پوره هوساینې کې نه وي. هغه باید په داسې ځای کې له درېدو ډډه وکړي چې د دوی د ستونزو لامل شي. له دښمن سره هغه وخت مخامخ شي چې د سفر ستړیا دوی کمزوري نه کړي؛ ځکه دوی داسې دښمن ته مخامخ دي چې په خپلو کورونو کې په آرامۍ سره ناست دي، وسایل یې په آرامۍ کې دي، او څاروي یې هم هوسا دي. نو که تاسو په سفر کې له خپلو ملګرو او څارویو سره نرمي ونه کړئ، ستاسو دښمنان به له تاسو ډېر پیاوړي وي؛ ځکه هغوی او څاروي یې په سفر کې نه دي ستړي شوي، که څه هم مرسته له الله تعالی غوښتل کېږي.
په هره اونۍ کې یوه ورځ، د جمعې په ورځ، خپل سفر ودروئ او استراحت وکړئ، ترڅو تاسو او ستاسو څارویو ستړیا لرې شي. په دې ورځ خپل د سفر وسایل او وسلې چمتو کړئ. په هغو کلیو او ښارونو کې چې په سوله ایزه توګه تسلیم شوي وي، بغاوت مه کوئ، او د ښارونو بازارونو او غونډو ته دې څوک نه ځي، پرته له هغه چا چې په خپل دین او دیانت باور لري. د هغو خلکو سره ظلم مه کوئ چې په دغه ښارونو کې ژوند کوي؛ ځکه داسې کول به ستاسو لپاره ګناه راټوله کړي. هغوی ته لږ زیان هم مه رسوئ، پرته له هغو قضیو چې د مالیاتو راټولولو یا د جرمونو حل پورې اړه ولري؛ ځکه دوی داسې حقونه او مسئولیتونه لري چې تاسو یې په پوره کولو مکلف یاست، لکه څنګه چې دوی ستاسو د حکومت د امرونو اطاعت کولو مکلف دي. تر هغه چې دوی د خپلو دندو په ترسره کولو کې ثابت قدم وي، تاسو باید د دوی حقونو ته درناوی وکړئ او د سولې سیمې خلکو سره د جګړې سیمې خلکو په څېر چلند مه کوئ.
په خدای قسم! تاسو په کافي اندازه مالونه اخیستي دي. اوس له هغه څخه زیات اخیستل نه ضروري دي او نه روا. موږ ستاسو د وسایلو کمښت لرې کړی دی او ستاسو په ځواک کې مو هېڅ کمزوري پرې نښې دي. هر ډول ضروري سامانونه مو درته برابر کړي دي، او یو ټاکلی لښکر مو تاسو ته سپارلی دی. تاسو مو د مشرکینو سیمو ته لیږلي یاست، او تاسو مو د سولې له سیمو څخه بې‌نیازه کړي یاست. هغه څه چې یو مجاهد ته اړین وو، تاسو ته مو برابر کړي دي. زموږ توکل یوازې پر الله تعالی دی، لا حول و لا قوة الا بالله.
تاسو ته په کلکه ټینګار کېږي چې ستاسو د معلوماتو مأمور دې د هغه ځای د خلکو او د لوېدیځ څخه وي. هغه باید داسې کس وي چې تاسو یې په اخلاص او صداقت باور کولی شئ؛ ځکه د دروغجن مأمور څخه ترلاسه شوي معلومات هېڅ ګټه نه لري. که څه هم د هغه یوه خبره رښتیا وي، دروغجن مأمور په حقیقت کې د دښمن جاسوس دی، نه ستاسو د استخباراتو مأمور. والسلام علیکم.
عمر بن عبدالعزیز رحمه الله په یوه عمومي حکم کې خپلو چارواکو ته ولیکل:
اما بعد! دا مسئولیت چې الله تعالی ماته سپارلی دی، که زما موخه له هغه څخه ښه خوراک، ښه جامې، ښې سورلۍ، ډېر ودونه، یا ډېرې شتمنۍ راټولول وای، نو الله تعالی ماته دا ټول شیان د دې مسئولیت له منلو مخکې راکړي وو، سره له دې چې خلک یې په اسانۍ سره ترلاسه کولی نه شي. ما دا مسئولیت په ډېرې وېرې سره قبول کړ او پوهېږم چې دا یو ډېر دروند مسئولیت دی، او د قیامت په ورځ به د دې مؤاخذه ډېره شدیده وي.
کله چې د قیامت په ورځ ټول سیالان او ادعا کوونکي راغونډ شي، نو په دې اړه به ډېر شکایتونه راپورته شي، مګر دا چې الله سبحانه و تعالی ډېرې اسانۍ او بخښنې وکړي، چې دا بله خبره ده.
دا دولتي دنده چې ما تاسو ته سپارلې ده او هغه واکونه چې ما تاسو ته ورکړي دي، تاسو ته د احتیاط او د الله تعالی د وېرې لارښوونه کوم. د خپلو دندو په ترسره کولو او د الله تعالی د اوامرو په پیروي کې هڅه وکړئ او د هغه له نواهیو ډډه وکړئ. هر هغه څه چې د الله مخالف وي، پکار نه ده چې تاسو ورته پاملرنه وکړئ. تاسو یوازې خپلو اعمالو ته پام وکړئ او هغه شیانو ته پام وکړئ چې تاسو الله جل جلاله ته نږدې کوي.
هغه چلند ته هم پام وکړئ چې تاسو یې له خپل رعیت سره لرئ او د هغوی د اصلاح لپاره کوښښ وکړئ. پوه شئ چې ساتنه او نجات یوازې د الله په اطاعت پورې تړاو لري. د هغه ورځې لپاره چمتو شئ چې الله یې وعده کړې ده. تاسو د نورو په ژوند کې عبرتونه لیدلي دي، او که تاسو د هغوی په حالاتو غور وکړئ، زما وعظ به ډېر ګټور وي. والسلام.
د اسلام رسونې (تبلیغ) او رواج ورکولو (ترویج) ته پاملرنه
حضرت عمر بن عبدالعزیز رحمه الله یوازې د مسلمانانو په اصلاح او په هېواد کې د شرعي احکامو په خپرېدو بسنه ونه کړه، بلکې د غیرمسلمانانو تر منځ یې د اسلام تبلیغ او رسونې ته ځانګړې پاملرنه وکړه او په دې برخه کې یې ګټورې پایلې ترلاسه کړې.
بلاذري په فتح البلدان کې لیکي:
«عمر بن عبدالعزیز رحمه الله د هند راجاګانو ته اووه لیکونه ولیکل، هغوی ته یې د اسلام بلنه ورکړه او ژمنه یې وکړه چې که دوی مسلمانان شي، نو د پخوا په څېر به پر خپله پاچاهي باندې پاتې وي، او حقوق او وظایف به یې د نورو مسلمانانو د حقوقو او وظایفو په څېر وي. د دې امله چې راجاګان د عمر رحمه الله له اخلاقو او چلند څخه خبر وو، اسلام یې قبول کړ او خپل نومونه یې په عربي نومونو بدل کړل
کله چې د بنو مخزوم آزاد شوی غلام، اسماعیل بن عبدالله بن ابومهاجر، د مغرب د سیمې حاکم شو، نو د دې سیمې خلکو ته یې خپل غوره اخلاق او نیک چلند وښود او بربر خلک یې د اسلام دعوت ته راوبلل. حضرت عمر بن عبدالعزیز رحمه الله د سیمې خلکو ته یو لیک ولیکه او هغوی ته یې د اسلام بلنه ورکړه. اسماعیل په هره غونډه کې دا لیک خلکو ته لوسته، او بالاخره هلته اسلام بریالی شو.
حضرت عمر رحمه الله د ماوراء النهر امیرانو ته د لیکونو له لارې د اسلام د قبلولو بلنه ورکړه. کله چې د خراسان خلکو اسلام قبول کړ، نو د مالیې له ورکولو څخه معاف شول. هر څوک چې مسلمان کېده، د هغه لپاره یو کور چمتو کېده، او انعام او میاشتنی معاش هم ورکول کېده.
د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله اصلاحي او مالي پروګرام
حضرت عمر رحمه الله د مالي اصلاحاتو، د ناسمو مالیاتو د نه اخیستلو، او د غلا د مخنیوي له امله، او بل دا چې دولتي نظام یې په دیني او اخلاقي بڼه کې راوستلی و، د هغه حکومت له ډېرو مالي زیانونو او ستونزو سره مخ شو؛ خو په هېواد کې عمومي هوساینه وه، او د خلکو شتمني داسې حد ته رسېدلې وه چې په ډېرو هلو ځلو سره به داسې څوک نه پیدا کېده چې د زکات اخیستلو وړ وي او زکات ومني.
یحیی بن سعید وايي:
«عمر بن عبدالعزیز رحمه الله زه د زکات د راټولولو لپاره د افریقا سیمې ته واستولم. له شتمنو خلکو مې زکات راټول کړ. بیا مې چې څومره هڅه وکړه چې د زکات د اخیستلو لپاره یو مستحق کس پیدا کړم، حتی یو اړمن کس هم ونه موندل شو؛ ځکه عمر رحمه الله ټول خلک شتمن کړي وو. بالاخره ما له دې راټولېدلو مالونو څخه یو شمېر غلامان (مریان) وپېرل او آزاد مې کړل، او مسلمانان مې د هغوی د حقوقو مسئولین وګرځول
د قریشو له قبیلې څخه یو بل کس وایي:
«د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله د خلافت په لنډه موده کې د هېواد حالت په دې ډول و: د دې ښکاره نعمت سربېره چې یو ریښتینی اسلامي حکومت و، تر ټولو لوی انقلاب دا و چې د خلکو په چلند کې بدلون راغی او د هغوی په ذوق او شخصیت کې مثبت تغییرات ولیدل شول. د هغه معاصرینو ویل: د ولید د واکمنۍ په وخت کې چې کله به موږ یو ځای راټولېدو، د ودانیو او مادي پرمختګ په اړه به مو خبرې کولې؛ ځکه دا د ولید ذوق و. د سلیمان بن عبدالملک ذوق خوندور خواړه او ښځې وې، نو د هغه د خلافت پر مهال به په مجلسونو کې همدا خبرې کېدې. خو د عمر بن عبدالعزیز په وخت کې د مجلسونو د وینا موضوع نفلونه، عبادات، ذکر، او نېک اعمال وو. هر چېرې چې درې یا څلور کسان راټولېدل، یو له بله به یې پوښتنه کوله چې د شپې کوم ذکر کوې؟ څومره قرآن کریم دې حفظ کړی؟ قرآن کریم په څو ورځو کې ختموې؟ او مخکې دې په څو ورځو کې ختموه؟ په میاشت کې څو ورځې نفلي روژه نیسې؟»
ادامه لري
Leave A Reply

Exit mobile version