لیکوال: عبدالحي لیان

شیطان پرستي (اتلسمه برخه)

د دین او لذت ترمنځ شخړه
له هغو نظریاتو څخه چې لاوي په خپل کتاب شیطاني انجیل کې وړاندې کړي، یو هم د «د دین او لذت ترمنځ شخړه» ده. لاوي په ټینګار سره ادعا کوي:
«هر څوک چې مذهب او دینداري اختیار کړي، پکار ده چې لذت، خوښي او خوند ته د پای ټکی کښېږدي
دی وایي:
«موږ داسې مسیحي انسان نه شو موندلای چې له خپل ژوند څخه خوند واخلي. انسان باید د دیانت او لذت ترمنځ یو شی وټاکي
د لاوي دغه ادعا د اسلام له لارښوونو سره په بشپړ تضاد کې ده. اسلام، چې یو کامل او جامع دین دی، د انسان دواړو اړخونو—مادي او معنوي—پاملرنه کړې ده. جالبه داده چې په قرآن کریم کې هم د «دنیا» کلمه ۱۱۵ ځله ذکر شوې ده او هم د «آخرت» کلمه ۱۱۵ ځله. دا تصادفي نه ده.
په دې کې داسې معنا نشته چې دنیا او آخرت دواړه یو شان دي، بلکې آخرت اصل او موخه ده. قرآن کریم وایي:
«وابتغ فیما آتاک الله الدار الآخرة ولا تنس نصیبک من الدنیا
ژباړه: «او په هغه شي کې چې الله تا ته درکړی دی، د آخرت غوښتنه وکړه، او خپل نصیب له دنیا څخه مه هېروه.»
په دیني لارښوونو کې دنیا نه یوازې دا چې تیاره یا بدمرغه نه ده معرفي شوې، بلکې هغه د خدای نښه، د آخرت د کښت ځای، د بندګانو د سوداګرۍ مرکز او د آخرت د توښې ټولولو ځای په توګه بیان شوې ده. باید هېره نه کړو چې د اسلامي شریعت لویه برخه د دنیا اړتیاوو او حلالو بدني او مادي لذاتو په اړه ده؛ لکه: خوړل، څښل، استراحت، واده، سالمې میلې، مسافرت، کالي، سورلۍ او مسکن.
د انساني فطرت خلاف او بد اعمال
هغه اعمال چې د انساني فطرت خلاف دي او بد ګڼل کېږي، لکه: جنسي بې بندوباري، همجنس بازي، قتل، خودکشي، د وینې څښل، د جادو او سحر کارول، موسیقي، نشه يي توکي، او په ټوله کې د مطلقې خوندپالنې او د نفساني خواهشاتو پوره کولو لاره، په شیطان پرستۍ کې لیدل کېږي او د اسلام له لارښوونو سره په ښکاره ټکر کې دي.
د اسلام په ژوند بښونکي مکتب کې دا ډول اعمال له ستره ګناهونو څخه ګڼل کېږي. دا اعمال انسان له انساني مرتبې څخه د حیواناتو تر کچې ټیټوي او حتی هغه تر حیواناتو هم کم ګڼي.
مطلقه خوندپالنه، چې یعنې د هرې لارې او وسیلې په واسطه لذت ترلاسه کول، په اسلام کې مردوده ده؛ ځکه دا د انسان د پیدایښت له هدف سره په ټکر کې ده. نه یوازې دا چې انسان په لذت او خوند باندې موړ (اشباع) نه شي، بلکې د هغه حرص، ناکامي، خپګان او غم هم زیاتوي. د حرامو له لارې ترلاسه شوي مادي او بدني لذتونه کېدای شي لنډمهاله خوښي ورکړي، خو هغه انسان له غوره او دایمي خوښیو څخه بې برخې کوي؛ هغه لذتونه چې د انسان د روح او حقیقت سره تړاو لري.
په دیني لارښوونو کې، د حلالو جسمي لذتونو ترڅنګ، غوره معنوي لذتونه هم یاد شوي دي. مسلمانان هڅول کېږي چې دې لذتونو ته مخه کړي. د دې معنوي لذتونو ځینې بېلګې عبارت دي له:
  • د خدای تعالی د معرفت او له هغه سره د مینې لذت
  • د مناجات او دعا لذت
  • د نورو سره د احسان لذت
  • د ښو اخلاقو لذت
  • او د غضب د کنټرول لذت
تناقضات
د شیطان پرستانو په عقایدو او عملونو کې ډېر تناقضات (تضادونه) شته، چې ځینې یې دا دي:
الف) په اعتقاداتو کې تناقضات
د شیطان پرستانو په عقایدو کې له یوې خوا خودپرستي شته او له بلې خوا شیطان پرستي. که څه هم دا دوه مفهومه ممکن همغږه ښکاره شي، خو دا یو څرګند تناقض دی چې د دوی په عقایدو کې د دوه ګوني خدایانو شتون په ګوته کوي او د دې عقایدو بې بنسټتوب ښکاره کوي.
ب) د انسان قرباني کول
د ځینو سرچینو له مخې، د شیطان پرستۍ یو له آدابو څخه د انسان قرباني کولو مراسم دي. دا مراسم هم پخوا ترسره کېدل او هم اوس ترسره کېږي. د شیطان پرستۍ مقدس کتاب کې یوه برخه دې ته ځانګړې شوې ده. په دې کتاب کې راغلي دي:
«یو له واجباتو څخه قرباني کول او وینه تویول دي؛ ځکه چې وینه د ژوند او ځواک څرګندونه ده. البته په دې شرط چې تویه شوې وینه تازه وي او یو تجربه لرونکی جادوګر هغه ترسره کړي. دا کار د شیطانانو د تسکین (آرامتیا) لپاره تر ټولو غوره لاره ده. او دا مرګ د نورو خلکو د ژوند لامل ګرځي
لاوي د انسان قرباني کول بدمرغه ګڼلي، خو هیچا ترې دا پوښتنه ونه کړه چې ولې د شیطان په کلیسا کې هر کال د انسان قرباني ترسره کېږي؟ لاوي د انسان قرباني د دښمنانو لخوا یوه اوازه (شایعه) وبلله او دا یې د منفي احساساتو نښه وګڼله، مګر هېڅکله یې دې پوښتنې ته ځواب ونه ویل چې ولې دغه مراسم د هغه په شتون کې ترسره کېږي.
له هغه ځایه چې د شیطان پرستۍ په دین کې د یو خدای (واحد خالق) او معاد (قیامت) انکار شوی دی، هر څوک خپل خدای ګڼل کېږي، او د دنیایي ژوند او بدني و مادي خوښیو اصل دی. نو د الهي دینونو په وړاندې مخالفت او مبارزه د دوی په موخو او لومړیتوبونو کې شامل دي، او د بدو او ناوړه کړنو ترسره کولو ته اجازه ورکول شوې ده.
په داسې حال کې چې د الهي دینونو په تعلیماتو او لارښوونو کې، لکه: د یوه او یوازیني خدای په عقیده درلودل، په آخرت کې حساب ورکول، وحی او نبوت، او داسې نور، انسان د ډېرو فاسدو عقایدو او عملونو څخه منعه شوی دی. شیطان پرستي یوه باطله او انحرافي عقیده او مکتب دی چې د الهي دینونو او انساني فطرت له اصولو او ارزښتونو سره په ټکر کې دی. د دې مکتب پیروان، ډلې او مشران د خپلو ناوړه موخو د ترلاسه کولو لپاره د هغې پیروي کوي.
د شیطان پرستۍ کتابونه، مراسمونه او معابد (عبادت ځایونه)
په دې برخه کې د شیطان پرستانو د کتابونو وروسته د هغو مراسمونو او معبدونو څېړنه کېږي:
د شیطان پرستانو کتاب
په شیطان پرستۍ کې ځینې کتابونه او تألیفات شته چې د دې مکتب بنسټ ایښودونکو لیکلي دي. په راتلونکو برخو کې د دې په اړه ځینې توضیحات وړاندې کېږي، ان شاء الله.
ادامه لري
Leave A Reply

Exit mobile version