لیکوال: م. فراهي توجګي

اسلام او ډیموکراسي (درې دېرشمه برخه)

حاکمیت د اسلام له نظره
په اسلام کې د حاکمیت ماهیت او مفهوم د منځنیو پېړیو په مشهور دوه ګوني حاکمیت، یعنې د روم د امپراتور او پاپ تر منځ د واک انحصار، مخالفت کوي. اسلام هغه مطلق انحصاري او بې حسابه حاکمیت نه مني، کوم چې وروسته د عصري اروپایي مفکرینو له لوري تعریف شو.
د حاکمیت هغه بڼه چې ژان بوډن (۱۵۳۰-۱۵۹۶)، هوګو گروټیوس (۱۵۸۳-۱۶۴۵)، توماس هوبز (۱۵۸۸-۱۶۷۹) او جان آسټین (۱۷۹۰-۱۸۵۹) وړاندې کړې وه، د ځانګړو شرایطو محصول وه، چې په شپاړسمه پېړۍ کې په اروپا کې رامنځته شوي وو. د دې فکر پراختیا وروسته د فرانسې انقلاب په نتیجه کې دودیز واک ړنګ کړ، او د روڼ اندۍ په پيروي یې عقل او حکمت د واک اصلي سرچینې وګڼلې.
په دې اړه، جورج سورس وايي:
**«ثابته شوه چې حکمت او عقل د دې دندې لپاره مناسب نه دي، او د ۱۷۸۹ کال انقلاب د ۱۷۹۳ کال د وحشت او ظلم لامل شو؛ مګر د روښانتیا بنسټیز نظریات رد نه شول. برعکس، د ناپلیون پوځ د عصريتوب نظریات د اروپا نورو برخو ته ولېږدول. د عصریتوب لاسته راوړنې بې ساري وې، خو د دې اغېزناکو لاسته راوړنو سره سره، عقل او حکمت په بشپړه توګه هغه تمې چې له هغوی څخه کېدلې، په ځانګړې توګه په ټولنیزو او سیاسي صحنو کې پوره نه کړې. د موخو او پایلو ترمنځ تشه ډکه نه شوه. په حقیقت کې، څومره چې موخې سخت دریځه او رادیکال وې، پایلې یې ډېرې ناهیلې کوونکې وې. دا مسئله د کمونیزم او د بازار د بنسټپالنې په اړه هم صدق کوي، ځکه چې دواړو د علمیت ادعا کوله.
زه غواړم په یوه ځانګړې قضیه ټینګار وکړم چې غیر ارادي پایلې یې لرلې او په ځانګړې توګه د اوسني وضعیت سره تړاو لري: کله چې د روښانتیا اصلي سیاسي مفکورې عملي شوې، د دولت ملت نظریې پیاوړتیا ومونده. د واکمنانو پر وړاندې د عقل او حکمت د واکمنۍ د رامنځته کولو په هڅه کې، خلک راپورته شول او د حاکمیت واک یې ترلاسه کړ. په دې توګه د دولت ملت هغه نظریه چې حاکمیت په خلکو پورې اړه لري، رامنځته شوه او عملي شوه. د دې وړتیاوې او ګټې، که هرڅه وي، د هغې د نړیوال الهام اخیستنې له سرچینې سره خورا توپیر لري.»
په شپاړسمه پېړۍ کې د مذهبي احیاګرۍ او اصلاحاتو، او ورپسې په اوولسمه پېړۍ کې د روم د امپراتورۍ له ړنګېدو او د ملي سلطنتونو له رامنځته کېدو وروسته، په اروپا کې غربي سیاسي فکر د سیکولر کېدو له پړاوونو څخه تېر شو. د مطلق العنان واکمنانو تر منځ د اختلافونو له امله، سیاسي مفکرین دې ته اړ شول چې د دې نوې سیاسي پدیدې لپاره نوي نظري بنسټونه ومومي.
ادامه لري
Leave A Reply

Exit mobile version