لیکوال: شکران احمدي

د شریعت د مقاصدو علم ته کتنه (یو ویشتمه برخه)

ج: ایماء او تنبیه
څلورم ډول: د صفت په واسطه د دوو موضوعاتو د حکم ترمنځ توپیر دی. دا ډول په دوه برخو وېشل شوی دی:
  1. په هغه حکم کې د موضوع شمولیت چې د بلې موضوع حکم په خطاب کې نه شاملیږي:
    د بېلګې په توګه، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «القاتل لا یرث»؛ په دې حدیث کې څرګنده ده چې قاتل د خپل مورث د میراث مستحق نه دی، مګر په دې حدیث کې د نورو وارثانو یادونه نه ده شوې. همدارنګه، د قتل نه ارتکاب د میراث د استحقاق علت نه ګڼل کېږي؛ ځکه چې د میراث د استحقاق علت نسب او نور لاملونه او اسباب دي.
  2. په یوه خطاب کې د دوو موضوعاتو د حکم شمولیت:
    دا ډول په پنځو کټګوریو وېشل شوی دی:
الف: د شرط په واسطه د دوو موضوعاتو د حکم جلا کول؛
بېلګه: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«الذهب بالذهب، والفضة بالفضة، والبر بالبر، والشعیر بالشعیر، والتمر بالتمر، والملح بالملح، مثلا بمثل، سواء بسواء، یدا بید، فاذا اختلفت هذه الاصناف، فبیعوا کیف شئتم، اذا کان یدا بید»؛
په دې حدیث کې د «فاذا اختلفت هذه الاصناف» جمله شرط ده او دلالت کوي چې د اصنافو تر منځ اختلاف د تفاضل د جواز لامل دی. په داسې قضیو کې د دوو موضوعاتو د حکم له توپير څخه د حکم علت ته رسېدلی شو.
ب: د غایت یا وروستي هدف په وسیله د دوو موضوعاتو د حکم جلا کول؛
دوهم صورت دا دی چې د دوو موضوعاتو حکمونه د غایت (وروستۍ موخې) په وسیله په بشپړه توګه سره جلا کېږي. د بېلګې په توګه، خدای تعالی فرمایي:
«ولا تقربوهن حتی یطهرن»؛
(دوی ته مه نږدې کېږئ تر هغه چې پاکې نشي.) کله چې دوی پاکې شي، بیا د دوی ته نږدې کېدو لپاره هیڅ خنډ نشته. په دې آیت کې پاکوالی د غایت یا وروستي هدف لامل دی.
ج: په دوو موضوعاتو کې د استثناء پر بنسټ د حکمونو جلا کول؛
د استثناء پر بنسټ د دوو موضوعاتو د حکمونو اختلاف او جلا کول، یو بل ډول دی. د بېلګې په توګه:
«وان طلقتموهن من قبل ان تمسوهن و قد فرضتم لهن فریضة فنصف ما فرضتم الا ان یعفون»؛
یعنې: (که هغوی ته، له نږدې کېدو (جنسي اړیکې) مخکې طلاق ورکړئ، په داسې حال کې چې تاسو د دوی لپاره مهر ټاکلی وي، نو ضروري ده د هغه څه نیمایي چې تاسو ټاکلې ده هغوی ته ورکړئ؛ مګر که هغوی خپله حق وبښي.)
څرګنده شوه چې له بخښنې مخکې د نیم مهر مستحق دي؛ مګر له بخښنې وروسته، د استثناء (بخښنې) له امله د دوی حق له منځه ځي.
د: د دوو موضوعاتو د حکمونو جلا کول د یوې کلمې په واسطه چې د استدراک ځایناستی وي
دا مورد هم مقاصدو ته د رسېدو یوه بله لاره ده. بېلګه:
«لا یؤاخذکم الله باللغو فی ایمانکم ولکن یؤاخذکم بما عقدتم الایمان»؛
یعنې: (خدای جل جلاله تاسو په بې ځایه (او له ارادې څخه تشو) قسمونو نه مواخذه کوي؛ مګر د هغو قسمونو په مقابل کې چې تاسو د خپلې ارادې له مخې ټینګ کړي دي، مواخذه کوي.)
پورتنی آيت په دې دلالت کوي چې په قسم خوړلو کې ټینګار او یقین، په مواخذه باندې اغېزه لري.
ه: د دوو موضوعاتو په حکم کې توپیر او اختلاف د هغوی له صفاتو څخه په یوه صفت د یوې اعادې په وسیله
په دې شرط چې صفت د تعلیل وړتیا ولري. د دې مثال په لاندې حدیث کې لیدل کېدی شي:
«عن عبدالله بن عمر ان رسول الله صلی الله علیه وسلم قسم فی النفل، للفرس سهمین، وللرجل سهما»؛
رسول الله صلی الله علیه وسلم د غنیمت د استحقاق په حکم کې د پیاده او د اس د خاوند ترمنځ د دغو دوو صفتونو له مخې توپیر کړی. د اس خاوند ته یې دوه برخې او پیاده کس ته یې یوه برخه ورکړه.
پنځم ډول: د شرط او جزاء په صیغې سره، په وصف باندې د حکم مرتب کول
د بېلګې په توګه: «و من یتق الله یجعل له مخرجا»؛
د “من” توری د شرط لپاره دی. «و من یتق الله» شرطیه او وصفیه جمله ده، او «یجعل له مخرجا» جزاء ده.
شپږم ډول: د کلام یا وینا په محتوا کې د نظم لپاره
داسې څه یاد شي چې د وینا له پیل او پای سره د علت اړیکه ټینګه کړي. د دې قضیې بېلګه دا مبارک آیت دی:
«یا ایها الذین آمنوا اذا نودی للصلوة من یوم الجمعة فاسعوا الی ذکر الله و ذروا البیع…»؛
له دې آیت څخه څرګندېږي چې هغه پېر او پلور منع شوی چې د جمعې د لمانځه د سعیې مخنیوی کوي. په آیت شریف کې د منعې علت د سعیې ځنډېدل دي؛ ځکه چې بیع په مطلق ډول حرامه نه ده.
اووم ډول: د حکم په وړاندې د خنډ د شتون پر بنسټ
د حکم په نه موجودیت د علت دلالت؛ بېلګه:
«ولولا ان یکون الناس امة واحدة لجعلنا لمن یکفر بالرحمن لبیوتهم سقفا من فضة و معارج علیها یظهرون»؛
(که خلک یو واحد ملت نه وای، نو موږ به د هغو کسانو لپاره چې په رحمن خدای ایمان نه راوړي، د دوی د کورونو لپاره د سپینو زرو چتونه جوړ کړي وای او هغوی لپاره به مو د سپینو زرو زینې جوړې کړې وای چې په هغو به پورته کېدل.)
ځکه چې د ژوند د څو ورځو نعمت بې ارزښته دی او د آخرت د ابدي نعمت په پرتله هیڅ ارزښت نه لري.
اتم ډول: په مشتق نوم سره د حکم ځنډول او معلق کول چې له علت سره تړاو لري
د بېلګې په توګه: «اکرم زیدا العالم».
په یاد مثال کې، د اکرام او عزت علت، علم ګڼل شوی دی.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version