له عمر بن عبدالعزیز رحمه الله مخکې خليفه یوازې یو واکمن او پاچا و، چې نه یې د خلکو کړنو او اخلاقو ته فرصت درلود او نه صلاحیت. دا کار د هغه له دندو څخه نه شمېرل کېده چې خلکو ته دیني مشورې ورکړي یا د هغوی اخلاقي، مذهبي او ټولنیزو تمایلاتو څارنه وکړي، یا کوم نصیحت او سپارښتنه ورته وکړي. دا دنده د علماو او محدثینو پر غاړه وه.
عمر بن عبدالعزیز رحمه الله دغه طرز فکر بدل کړ او ځان یې په رښتینې معنا خلیفه کړ. کله چې یې د خلافت واک په لاس کې واخیست، د حکومت چارواکو او د پوځ قومندانانو ته یې مفصل لیکونه واستول. په دې لیکونو کې یې د نظامي احکامو پر ځای زیاتره دیني او اخلاقي لارښوونې کړې وې او د حکومت د سختې ادارې پر ځای یې د مشورې او سپارښتنو روحیه رواج کړه.
په یوه لیک کې یې د اسلام له ظهور څخه وړاندې ژوند، د هغه وخت د ژوند طرز، د اسلامي مالیاتو د راټولولو طریقې، او د حکومت طرز بیان کړی و. همدارنګه یې د علم او د هغه د خپرولو پر وسایلو ټینګار کړی او د لمانځه پر ارزښت یې تاکید کړی و. هغه د کارکوونکو لپاره سپارښتنه کړې وه چې د شریعت څخه پیروي وکړي، ځان په تقوا سینګار کړي او د خپلو حدودو دننه د اسلام تبلیغ او دعوت کې هڅې وکړي.
عمر بن عبدالعزیز رحمه الله پر امر بالمعروف او نهی عن المنکر زیات ټینګار کاوه او ویل به یې چې د دې ضروري دندې پرېښودل څومره زیان او عذاب رامنځته کوي. هغه پر کارکوونکو ټینګار کاوه چې د جزا ورکولو پر وخت اعتدال او هوښیارتیا له لاسه ورنکړي او د اسلام د جزا احکام په سم ډول تطبیق کړي.
د هغه توجه د سلطنتي بداخلاقیو او عمومي عیبونو د اصلاح په لوري وه. ښځې یې له ماتم کولو او په جنازو کې له ګډون څخه منع کړې وې او د حجاب لپاره یې ټینګار کاوه. هغه قومي تعصب ناروا وباله او د خلکو ترمنځ یې د اتحاد او ورورولۍ لپاره هڅې کولې.
خلک د نبیذ (شراب) په استعمال کې بې پروایي کوله او له دې نوم څخه یې ناوړه ګټه پورته کوله. په نشه يي توکو او شرابو د خلکو اخته کېدو د اخلاقي فساد وده چټکه کړې وه. عمر بن عبدالعزیز رحمه الله د نبیذ تعریف او حدود خلکو ته څرګند کړل او د دې ستونزې د مخنیوي لپاره یې اقدامات وکړل.
د دیني علومو تدریس او د نبوي سنت راژوندي کول
عمر بن عبدالعزیز رحمه الله د پورته هڅو تر څنګ، د دیني علومو تدریس او د نبوي سنتو بیا ژوندي کولو ته ځانګړې پاملرنه کوله. هغه ابوبکر بن حزم رحمه الله، چې د وخت لوی عالم و، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حدیثو د تدوین لپاره وټاکه. ورته یې ولیکل: «انظر ما کان من حدیث رسول الله صلی الله علیه و سلم فاکتبه فاني خفت دروس العلم و ذهاب العلماء.»
یعنې: «هغه څه چې ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم له احادیثو څخه مومې، ټول یې ولیکه؛ ځکه زه د علماو له مرګ او د علم له ورکېدو وېره لرم.»
هغه د عمره بنت عبدالرحمن انصاریه او قاسم بن محمد بن ابوبکر رضي الله عنهم احادیثو د راټولولو لپاره هم سپارښتنه وکړه. ابوبکر بن حزم رحمه الله ته یې دا امر یواځې نه و کړی، بلکې ټولو دولتي چارواکو او مخورو علماو ته یې حکم ولېږه او د دې کار پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
په یوه حکم کې یې داسې ولیکل: «انظروا الی حدیث رسول الله صلی الله علیه و سلم فاجمعوه.»
یعنې: «د رسول الله صلی الله علیه وسلم احادیث مطالعه کړئ او ټول یې راټول کړئ.»
هغه د علماو لپاره ځانګړی معاش وټاکه، څو هغوی په شوق او آرامتیا سره دا مهم کار ترسره کړي.
عمر بن عبدالعزیز رحمه الله پخپله یو لوی عالم و. هغه په شخصي توګه د حدیثو او د فرایضو (میراث) په علومو کې تشریح کوله. د خپل خلافت په پیل کې یې په خپلو حکمونو کې داسې لیکلي وو: «اسلام او حدود ځان ته ځانګړي احکام او سنتونه لري. هر څوک چې پرې عمل وکړي، ایمان به یې بشپړ شي، او هر څوک چې پرې عمل ونه کړي، ایمان به یې نیمګړی پاتې شي. که زما عمر اوږد وي، تاسو ته به د دې شیانو تعلیم درکړم او تاسو به یې عملي کولو ته وهڅوم. خو که زما د مرګ وخت راورسیږي، ستاسو په منځ کې د ژوند کولو حرص نه لرم.»
احکام او مکتوبات
اسلامي روحیه او خالص دیني تفکر د سیدنا عمر بن عبدالعزیز رحمه الله په شخصیت کې ژوره نغښتې وه. د دې اغېزې څرګندې نښې د هغه په سلطنتي نظام کې لیدل کېدې، چې د هغه د لیکنو او احکامو له محتوا څخه څرګندېږي. دا لیکونه هغه دولتي کارکوونکو او اداري مسئولینو ته استول چې د مملکت چارې یې پر مخ وړلې. د دې لیکونو له مفهوم څخه ښکاري چې الله تعالی هغه ته یو عالي اسلامي تفکر او تدبر ورپه برخه کړی و.
لاندې د هغه ځینې احکام او لیکونه یاد شوي دي:
یو ځل ورته خبر ورکړل شو چې ځینې د قبایلو مشران او د اموي ادارې مسئولین د جاهلیت رسم او رواجونه بیا ژوندي کوي. د جاهلیت له مهمو رواجونو څخه یو د “حلیف ګرځولو” طریقه وه. په دې طریقه کې یوې طایفې د بلې طایفې سره تړون کاوه او قسم یې یاداوه چې په هر حالت کې به له یو او بل څخه ملاتړ کوي، که حق وي یا باطل.
د جګړې پر مهال به یې داسې شعارونه ورکول: «یا بني فلان!» یا «یا بني مضر!»
یعنې: «ای د فلانۍ قبیلې خلک!» یا «ای د مضر قبیلې خلک! زموږ مرسته وکړئ!»
دا ډول شعارونه د اسلامي ورورګلوۍ پر ځای د جاهلیت د رسمونو ژوندی کولو لامل ګرځېدل، چې په پایله کې به فتنې راپورته کېدې.
مخکنیو واکمنانو د خپلو ګټو له امله دې مسئلې ته پام نه کاوه، یا یې ملاتړ ورڅخه کاوه. خو عمر بن عبدالعزیز رحمه الله د دې خطر احساس وکړ او د دې د مخنیوي لپاره یې جدي اقدام وکړ.
هغه د “ضحاک بن عبدالرحمن” په نامه لوړ پوړي امیر ته یو حکم ولیکه او پکې یې داسې وویل: «وروسته له حمد او صلاة څخه، تاسو ته خبرداری درکول کېږي چې الله تعالی پرته له اسلام څخه، چې هغه یې د خپل ځان او مخلصو بندګانو لپاره غوره کړی دی، بل دین نه مني. الله جل جلاله اسلام په خپل کتاب سره عزت ورکړی دی او هغه یې د حق او باطل تر منځ د جلا کوونکي په توګه ټاکلی دی.»
هغه د الله تعالی دا آیت ورته یاد کړ: «وقد جاءکم من الله نور و کتاب مبین یهدی به الله من اتبع رضوانه سبل السلام ویخرجهم من الظلمات الی النور باذنه و یهدیهم الی صراط مستقیم.»
یعنې: «تاسو ته د الله له لوري یو رڼا او څرګند کتاب راغلی دی، چې په هغه سره الله د خپلو رضامندۍ غوښتونکي کسان هدایت کوي. هغوی له تیارو څخه رڼا ته باسي او هغوی ته مستقیمې لارې ښيي.»
او همدارنګه یې وویل: «وبالحق انزلنه وبالحق نزل وما ارسلناک الا مبشرا و نذیرا.»
یعنې: «موږ دغه قرآن په حق سره نازل کړی دی، او هغه په حق سره نازل شوی دی. موږ ته یوازې د زیري ورکوونکي او وېره ورکوونکي په حیث مبعوث کړی دی.»