لیکوال: م. فراهي توجګي

اسلام او ډیموکراسي (یو دېرشمه برخه)

حاکمیت د اسلام له نظره
د نړیوالو حقوقو له مخې، د یو دولت حاکمیت د هغه د هویت په محور او مرکز کې موقعیت لري. په اسلام کې د حاکمیت مفهوم ډېری څېړونکي له ستونزو سره مخ کړي دي. دا موضوع له هغه وخته راپورته شوه چې د عثماني امپراتورۍ او اروپا ترمنځ اړیکې پیل شوې او عثماني خلافت د روم له امپراتورۍ سره پرتله شو. د روم امپراتورۍ اړوند اصطلاحاتو په دې برخه کې د یو مقیاس او معیار رول لوبولی، چې څېړونکو د اسلامي بنسټونو د څېړلو لپاره ورڅخه ګټه اخیستې ده.
که څه هم د دویم عبدالحمید پاچا په واکمنۍ کې ځینې ستونزې وې، خو د هغه واکمني یا په عمومي توګه عثماني خلافت، له هر ډول نیوکې یا نیمګړتیا پرته د سوچه اسلامي خلافت په توګه نشي ګڼل کېدای. په هر حال، د یوې مفکورې لپاره د بلې مفکورې اصطلاحات کارول، د کلیسا او عثماني خلافت ترمنځ د ورته‌والي او توپیرونو په اړه ګډوډي رامنځته کوي.
ویل شوي چې خلیفه د پاپ او امپراتور دواړو حیثیتونه لرل، خو دا ډول پرتله کول بې‌اساسه او ګمراه کوونکي دي. برسېره پر دې، د عثماني خلافت د حکومت چلولو بڼه د حکومت یوازینۍ بڼه نه ده، چې مسلمانان دې په هر حالت کې د هغې پیروۍ ته اړ وي.
«لیوپولډ ویس» په دې اړه وايي: «د اسلامي مفکورو او بنسټونو لپاره د غیر اسلامي اصطلاحاتو کارول خورا ګمراه کوونکي دي د اسلام ایډیالوژي خپل ځانګړی لیدلوری او ټولنیز تمایل لري، چې له ننني لویدیځ لیدلوري سره په ډیرو اړخونو کې توپیر لري. د اسلامي مفکورو تشریح یوازې د اسلام ځانګړو شرایطو او ادبیاتو له لارې ممکنه ده.
له دې اصولو څخه هر ډول استثناء زموږ د وخت ډېری مهمو اسلامي مسائلو په اړه د شریعت لیدلوری ګونګوي. اسلامي شریعت واضح کوي چې حاکمیت یوازې خدای جل جلاله پورې اړه لري؛ هغه د ټولو مخلوقاتو خالق او د قوانینو جوړوونکی دی. د دې حاکمیت ځانګړتیاوې د قرآن کریم له مطالعې څخه څرګندیږي.
الله تعالی په قرآنکریم کې فرمایي:
ژباړه: «هغه د اسمانونو او ځمکې چارې اداره کوي [سجده: ۵]
«مبارک دې وي هغه ذات چې د ټولو واک د هغه په لاس کې دی، او هغه په هر څه قادر دی [ملک: ۱]
او په بل ځای کې فرمایي:
«ووایه: ای خدایه، د پاچاهۍ لرونکي! ته چاته چې وغواړې پاچاهي ورکوي، او چاته چې وغواړې هغه ترې اخلې، چا ته چې وغواړې عزت ورکوي، او چاته چې وغواړې ذلت ورکوي؛ ښېګڼه ټوله ستا په لاس کې ده، بېشکه ته پر هر څه قادر یې [آل عمران: ۲۶]
پورته آیتونه د سیاسي اړخونو په اړه مستقیم اغېز لري او د حاکمیت لوړې او وروستۍ مرجع خدای جل جلاله ګڼي.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version