لیکواله: ام عایشه

په اسلام کې د ښځې مقام (څلور څلوېښتمه برخه)

د مېرمنې مقام د قرآن کریم او نبوي احادیثو په رڼا کې
اسلام مبارک دین ښځې ته دومره عزت او مقام ورکړی چې په بل هېڅ مذهب، رسم یا کلتور کې ورته نه دی ورکړل شوی. مګر له دې سره سره، بیا هم د ښځو مشروع حقوق تر پښو لاندې کېږي، او ځینې نارینه له ښځو سره ښه او عادلانه چلند نه کوي. له همدې امله، پر نارینه‌وو لازمه ده چې د ښځو کرامت او مشروع حقوقو ته داسې درناوی وکړي چې د مېرمنې اصلي څېره د اسلامي کلتور په رڼا کې څرګنده شي. دا به ټولې نړۍ ته ښکاره کړي چې یوه مېرمن په اسلامي شریعت کې څه مقام لري.
د اسلام له ظهور او د رسول الله ﷺ له ارشاداتو او لارښوونو مخکې، ښځې د انسانیت له دایرې څخه وتلې ګڼل کېدې او له هغوی سره به د څارویو په څېر چلند کېده. نه یوازې د هغوی حقوق نه مراعات کېدل، بلکې د هغوی لپاره هېڅ ډول حقوق او امتیازات په پام کې نه نیول کېدل. د جاهلیت په وخت کې ښځه یا مېرمن د یو څاروي په څېر ګڼل کېده، او لکه څنګه چې څوک په خپل کور کې پسه یا وزه ساتي او ګټه ترې اخلي، همغسې له مېرمنې سره هم ورته چلند کېده. په دې ډول، دوی د څارویو او مېرمنو ترمنځ هېڅ توپیر نه کاوه.
د لومړي ځل لپاره رسول الله ﷺ هغه کسان د غفلت او ناپوهۍ له خوبه راویښ کړل چې د خپلو مېرمنو له حقوقو څخه ناخبره وو. هغه ناپوهان یې خبر کړل او نړېوالو ته یې، چې له اسماني لارښوونو څخه ناخبره وو، د ښځو د حقوقو په اړه پوهاوی ورکړ. د خدای تعالی خبرې یې د هغوی غوږونو ته ورسولې. خدای تعالی په قرآن کریم کې فرمایي:
«وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ»؛ (له خپلو مېرمنو سره ښه چلند وکړئ.)
د اسلام ستر پیغمبر ﷺ له ایمان او تقوا وروسته صالحه ښځه د نړۍ تر ټولو لویه پانګه او د نېکمرغۍ له اسبابو څخه ګڼلې ده. هغه فرمایلي دي:
«له تقوا وروسته، مؤمن سړی له نیکې مېرمنې پرته بل لوی او ارزښتناک نعمت نه دی ترلاسه کړی.»
او بیا د نیکو ښځو ځانګړنې یې ذکر کړې، ویې ویل:
«که مېړه هغې ته وګوري، خوشحاله به شي. که د هغې په اړه قسم وکړي، هغه نېکه ښځه به د مېړه د قسم د نه ماتېدو لپاره هغه کار ترسره کوي. او که چېرې مېړه تللی وي، مېرمن د خپل ځان او د مېړه د مالونو په ساتنه کې هڅه کوي او د هغه د نېک نوم ساتنه کوي.»
په بل حدیث کې فرمایي:
«الدُّنیا مَتَاعٌ، وَخَیرُ مَتَاعِهَا المرأةُ الصالحةُ»؛ (د دنیا ژوند یو ناڅیزه متاع دی، او د هغې تر ټولو غوره متاع نېکه او صالحه مېرمن ده.)
رسول الله ﷺ د ښځو په اړه ډېرې سپارښتنې کړې دي، تر دې چې نارینه‌وو ته یې وفرمایل:
«په حقیقت کې د ایمان له اړخه تر ټولو بشپړ او کامل مؤمن هغه دی چې له خپلې کورنۍ سره ښه اخلاق او چلند ولري.»
او په بل ځای کې فرمایي:
«په تاسو کې غوره هغه څوک دی چې د خپلې کورنۍ لپاره غوره وي، او زه په تاسو کې د خپلې کورنۍ لپاره غوره یم.»
رسول الله صلی الله علیه وسلم له ښځو څخه هم غوښتنه کړې چې د هغو حقوقو په وړاندې، چې د خاوند پر غاړه دي، له هغوی څخه اطاعت وکړي، مګر په داسې حالت کې چې ګناه امر نه وي شوی؛ ځکه چې هر حق یو مسؤلیت له ځان سره لري. د اسلام مبارک دین د نارینه‌وو او ښځو تر منځ مسؤلیتونه په عادلانه ډول وېشلي دي او پر هېڅ اړخ یې ظلم نه دی کړی.
له حضرت ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«زه تاسو ته د ښځو په اړه د خیر او نېکۍ سپارښتنه کوم؛ ځکه چې ښځه د پوښتۍ له هډوکو څخه جوړه شوې ده، او د پوښتۍ د هډوکو کوږوالی د هغې په لوړه برخه کې دی. که تاسو د هغې د سمولو هڅه وکړئ، نو هغه به مات شي؛ او که تاسو یې پرېږدئ، نو تل به کوږ پاتې شي. زه تاسو ته د ښځو په اړه په خیر او نېکۍ سپارښتنه کوم.»
حضرت معاویه بن حیده رضي الله عنه وایي:
«ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې: ای د الله جل جلاله رسوله! زموږ د مېرمنو حق پر موږ څه دی؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«کله چې تاسو خوراک کوئ، هغوی ته یې هم ورکړئ؛ او کله چې جامې اغوندئ، هغوی ته یې هم واغوندئ. په مخ یې مه وهئ، هغوی ته سپکې او بدې خبرې مه کوئ، او هغوی له کوره پرته په بل ځای کې یوازې مه پرېږدئ.»
د مسلمانو نارینه‌وو لپاره له خپلو مېرمنو سره په چلند کې ځینې آداب شته چې د اسلام سپېڅلي دین بیان کړي دي. څومره ښه خبره ده چې دا آداب د هغوی په زړونو او ذهنونو کې ځای ونیسي؛ ځکه چې شریعت د مېرمنو په اړه د مینې او مهربانۍ احساس د نارینه‌وو په زړونو کې بنسټیز کړی دی.
کله چې لویدیځوال له خپلو مېرمنو سره ښه چلند کوي، که په رښتیا له هغوی څخه راضي وي، نو په ښه ډول ورسره چلند کوي؛ او که داسې نه وي، بیا هم د ښه چلند ښکارندویي او تمثیل کوي. زموږ مسلمانانو لپاره له ښځو سره په چلند او معاشرت کې تر ټولو غوره آداب ټاکل شوي دي چې دا آداب د زړه له تله سرچینه اخلي او د هغوی له سلوک او کړنو څخه ډېر غوره دي.
د ذکر شویو آیتونو او احادیثو له مخې څرګنده ده چې اسلام ښځې ته د مېرمنې په توګه ځانګړی اهمیت ورکړی دی. دا چې یو شمېر مسلمانان مېرمنې ته پام نه کوي او د هغې له مقام او حقوقو څخه سترګې پټوي، دا د اسلام ستونزه نه ده. هیڅکله اسلام ته نسبت ورکول سم کار نه دی؛ بلکې دا د هغو کسانو عمل دی چې د دین په اړه پوهه نه لري او له خپلو مېرمنو سره ناوړه چلند کوي.
ادامه لري
Leave A Reply

Exit mobile version