د نړیوالو حقوقو له مخې، د یو دولت حاکمیت د هغه د هویت په محور او مرکز کې موقعیت لري. په اسلام کې د حاکمیت مفهوم ډېری څېړونکي له ستونزو سره مخ کړي دي. دا موضوع له هغه وخته راپورته شوه چې د عثماني امپراتورۍ او اروپا ترمنځ اړیکې پیل شوې او عثماني خلافت د روم له امپراتورۍ سره پرتله شو. د روم امپراتورۍ اړوند اصطلاحاتو په دې برخه کې د یو مقیاس او معیار رول لوبولی، چې څېړونکو د اسلامي بنسټونو د څېړلو لپاره ورڅخه ګټه اخیستې ده.
که څه هم د دویم عبدالحمید پاچا په واکمنۍ کې ځینې ستونزې وې، خو د هغه واکمني یا په عمومي توګه عثماني خلافت، له هر ډول نیوکې یا نیمګړتیا پرته د سوچه اسلامي خلافت په توګه نشي ګڼل کېدای. په هر حال، د یوې مفکورې لپاره د بلې مفکورې اصطلاحات کارول، د کلیسا او عثماني خلافت ترمنځ د ورتهوالي او توپیرونو په اړه ګډوډي رامنځته کوي.
ویل شوي چې خلیفه د پاپ او امپراتور دواړو حیثیتونه لرل، خو دا ډول پرتله کول بېاساسه او ګمراه کوونکي دي. برسېره پر دې، د عثماني خلافت د حکومت چلولو بڼه د حکومت یوازینۍ بڼه نه ده، چې مسلمانان دې په هر حالت کې د هغې پیروۍ ته اړ وي.
«لیوپولډ ویس» په دې اړه وايي: «د اسلامي مفکورو او بنسټونو لپاره د غیر اسلامي اصطلاحاتو کارول خورا ګمراه کوونکي دي.» د اسلام ایډیالوژي خپل ځانګړی لیدلوری او ټولنیز تمایل لري، چې له ننني لویدیځ لیدلوري سره په ډیرو اړخونو کې توپیر لري. د اسلامي مفکورو تشریح یوازې د اسلام ځانګړو شرایطو او ادبیاتو له لارې ممکنه ده.