لیکوال: م. فراهي توجګي

اسلام او ډیموکراسي (دوه دېرشمه برخه)

حاکمیت د اسلام له نظره
حاکمیت په خدای جل جلاله پورې اړه لري.
په دې بحث کې له “حاکمیت” یا “حکم” څخه موخه هماغه «سلطه» یا «ولکه» ده، او له “حاکم” څخه موخه هغه د سلطې یا ولکې څښتن دی چې غواړي په ټولنه کې نظم او انضباط رامنځته کړي. د قرآن آيتونه دا تحلیل په یو ډول مني او په دې اړه فرمایي:
«إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ أَمَرَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ ذَٰلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ»
ژباړه: په حقیقت کې له الله تعالی پرته د بل چا لپاره حاکمیت نشته. حکم یې کړی چې یوازې د هغه عبادت وکړئ؛ دا یو قوي دین دی، مګر ډېری خلک نه پوهیږي.
(یوسف: ۴۰)
په ذکر شوي آیت کې د «إِنِ الْحُكْمُ» د کلمې معنی او مراد هماغه حکومت او واکمني ده، په دې ثبوت چې وروسته د تشریعي امر او نهیې په اړه خبرې کوي او وایي:
«أَمَرَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ»
(هغه حکم کړی چې یوازې د الله عبادت وکړئ.)
دې کې هېڅکله موخه تکویني حکومت نه دی، کوم چې د نړۍ او کایناتو تدبیر دی.
همدارنګه د “حکم” کلمه، چې پراخه معنی لري، نشو کولی یوازې په قضاوت او فیصلې یا تشریع او قانون جوړونې پورې محدوده کړو؛ په دې اړه هېڅ دلیل هم شتون نلري. بلکې په دې آیت کې “حکم” پراخه معنی لري چې مقصد یې سلطه او واکمني ده.
تاسو کولی شئ دا حقیقت (چې حکومت د خدای جل جلاله پورې اړه لري) له نورو آیتونو څخه هم درک او استنباط کړئ. له همدې امله، خدای جل جلاله یوې ډلې ته امر کړی چې د ده له لوري د خلکو په منځ کې حکومت وکړي، او هغوی یې په دې کار کې د خپل ځان ځایناستي ټاکلي دي. چیرته چې په لاندې خطاب سره یې حضرت داود علیه السلام مخاطب کړی او فرمایي:
«یَا دَاوُودُ إِنَّا جَعَلْنَاكَ خَلِيفَةً فِي الْأَرْضِ فَاحْكُمْ بَيْنَ النَّاسِ بِالْحَقِّ وَلَا تَتَّبِعِ الْهَوَىٰ»
ژباړه: ای داود، موږ ته په ځمکه کې خپل استازی ټاکلی یې، د دې لپاره چې ته د خلکو په منځ کې په حقه قضاوت وکړې او له هوا او هوس څخه ځان وساتې.
(ص: ۲۶)
که څه هم دا آیت له قضا او حکم سره تړاو لري، مګر د قضاوت په چاپېریال کې د هغه د وینا نفوذ د هغه له پراخ ولایت او حکومت څخه سرچینه اخلي، او حکومت او واکمني هم پکې شاملېږي؛ ځکه چې د قاضي د حکم انفاذ او پلي کول د واک او ځواکمن حکومت له شتون پرته ممکن نه دی.
د پېغمبر داود علیه السلام په زمانه کې قضائیه څانګه له اجرائیه څانګې بېله نه وه. موږ ټول پوهېږو چې حضرت داود علیه السلام ډېر پیاوړی حکومت درلود؛ لکه څنګه چې قرآنکریم فرمایي:
«وَقَتَلَ دَاوُودُ جَالُوتَ وَآتَاهُ اللَّهُ الْمُلْكَ وَالْحِكْمَةَ وَعَلَّمَهُ مِمَّا يَشَاءُ وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَفَسَدَتِ الْأَرْضُ»
ژباړه: او داود، جالوت و واژه. خدای جل جلاله هغه ته حکومت او واکمني ورکړه او هغه ته یې هغه څه ور زده کړل چې غوښتل یې. که خدای تعالی ځینې خلک د ځینو نورو په واسطه دفع نه کړي، د ځمکې مخ به فساد ونیسي.
(بقره: ۲۵۳)
د دې حقیقت په نظر کې نیولو سره چې حضرت داود علیه السلام حکومت او واکمني درلوده، او دا چې هیڅ قضایي ځواک پرته له قوي حکومت څخه نشي اغېزمن کېدلی، او په دې سربېره چې په پیغمبرانو کې د قضا او تنفیذ یا په اوسنۍ اصطلاح، قضائیه او اجرائیه ځواکونه سره جلا نه وو؛ له همدې امله ویلی شو چې حضرت داود علیه السلام د خدای جل جلاله له لوري د استازیتوب په نتیجه کې داسې مقام ته ورسېد او د حکومت او واکمنۍ حق یې ترلاسه کړ. که د خدای جل جلاله له لوري ورته دا مقام نه وای ورکړل شوی، نه به د هغه قضاوت نافذ کېده او نه به یې نور فرمانونه.
د پیغمبر او اولی الامر حکومت د خدای له لوري دی. د قرآن کریم آیتونو ته په اشارې سره څرګندېږي چې اسلام د پیغمبر حکومت او د اولی الامر ولایت په رسميت پېژندلی دی او د هغوی د اطاعت امر یې کړی دی؛ لکه څنګه چې فرمایي:
«یَا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا أَطِیعُوا اللَّهَ وَأَطِیعُوا الرَّسُولَ وَأُوْلِی الْأَمْرِ مِنْکُمْ؛»
ژباړه: (ای مؤمنانو، د خدای او د هغه د رسول او د هغو کسانو اطاعت وکړئ چې ستاسو له منځه په امر کولو ټاکل شوي دي.)
(النساء: ۵۹)
د یو فرد یا چارواکي د اطاعت امر هغه وخت سم دی چې هغه شخص په اصل کې د مقام او حکومت خاوند وي؛ ځکه د داسې مقام پرته د هغه اطاعت واجب نه ګڼل کېږي.
د ځینو ډلو د افکارو خلاف چې فکر کوي حریت او آزادي د سلطې او حاکمیت سره متضاد دي او هیڅکله نه یوځای کېږي، او د فردي آزادۍ ساتنه ایجاب کوي چې قانون او حکومت له ژوند څخه لرې شي، یا هغوی فکر کوي چې حکومتونه په دوامداره توګه د زورواکو ملاتړ کوي او د خلکو ګټې نه تضمینوي، یا داسې انګیري چې انسان په طبیعي ډول ښه، هوښیار او فکر کوونکی پیدا شوی دی؛ له همدې امله د حکومت اړتیا نشته، باید وویل شي چې دا ډول افکار ضعیف او بې بنسټه دي.
په انسانانو کې د دولت اړتیا دومره روښانه ده چې هېڅ دلیل ته اړتیا نه لري. هغه دولت چې فردي آزادي د ټولنیزو ګټو په چوکاټ کې ساتي، د استعدادونو د ودې لپاره هڅه کوي، خلک له خپلو دندو سره اشنا کوي، او قوانین (الهي یا وضعي) پلي کوي.
د نړۍ ستر مفکرین لکه افلاطون، ارسطو، ابن خلدون او نور د دولت شتون یو اړین حقیقت ګڼلی دی. په عین حال کې، مارکس د طبقاتي توپیرونو د شتون په صورت کې د دولت شتون اړین بولي، مګر په دې باور دی چې د “کمونیزم” له نړیوال خپرېدو وروسته به دولت له منځه ولاړ شي؛ ځکه چې د هغه په نظر د شخړو او اختلافاتو یوازینۍ سرچینه طبقاتي توپیر دی، او د دې له ختمېدو سره به نور د دولت اړتیا نه پاتې کېږي.
خو مارکس بشري ټولنې ته یوازې له یوې زاویې (طبقاتي توپیر) کتلي دي. که هغه ټولنه له نورو زاویو هم مطالعه کړې وای، د کمونیزم له خپرېدو وروسته به یې د حکومتونو د له منځه وړلو ادعا نه وای کړې؛ ځکه چې د شخړو او اختلافاتو یوازینۍ سرچینه طبقاتي توپیر نه دی. نور انساني غرایز لکه بې کنټروله ځان غوښتنه، غیر واقعي ارمانونه او د ګټو تضاد هم د شخړو سبب کېدای شي.
له همدې امله ټولنه داسې حکومت ته اړتیا لري چې خلک له خپلو قانوني دندو سره اشنا کړي، سرغړوونکي سزا کړي، حق حقدار ته ورسوي، او د ټولنې امن او نظم، چې د تمدن د بقا بنسټ او د انسان په مادي او معنوي پرمختګ کې مرسته کوي، وساتي.
په اصل کې، هېڅ ټولنه، حتی د کمونیزم له خپرېدو وروسته، له کور، روغتیا، راکړې ورکړې، ټیلیګراف او ټیلیفون، برېښنا او اوبو، اقتصاد او کرنې، او ورته نورو اسانتیاوو څخه بې‌نیازه کېدای نشي.
د مسؤلیتونو وېش د یوه ځانګړي دور یا زمان پورې محدود مسله نه ده. هغه وګړي چې دا مسؤلیتونه وېشي او هغه ډلې چې دا ترسره کوي، د حکومت پرته په بل نوم نه شي یادېدای.
له همدې امله، موږ دې نتیجې ته رسیږو چې بشري ټولنه به په هېڅ وخت او دوره کې د دولت له جوړېدو څخه بې‌نیازه نه وي.
لنډه دا چې د ټولنیز نظام او انساني تمدن د ساتنې، د خلکو د حقونو او مکلفیتونو د پوهاوي، او په ټولنه کې د هر ډول لانجې او شخړې د حل لپاره یو ځواکمن او پیاوړی واکمن او مرجع اړینه ده، چې دغې انساني فریضې ته د رسېدو لپاره قیام وکړي. هغه دې د تمدن بنسټ ــ چې په ټولنه کې د نظم ټینګښت دی ــ وساتي او د مسؤلیتونو او دندو په ویش سره د ټولنې بقا تضمین کړي.
د اسلام حقیقت د یو لړ اصولو او څانګو ټولګه ده چې د خدای جل جلاله له لوري نازل شوې ده. رسول الله صلی الله علیه وسلم دنده درلوده چې خلک دغو اصولو ته دعوت کړي او په مناسبو شرایطو کې یې عملي کړي. مګر څرنګه چې په ټولنه کې د نظم او انضباط د ساتلو لپاره د یو لړ قوانینو عملي کول د حکومت له جوړېدو پرته ممکن نه وو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د حکومت جوړولو ته مخه کړه.
د عقل او حکمت حکم او د خدای جل جلاله لخوا ورکړل شوی واک دې ته اړتیا درلوده چې یو توحیدي نظام په اسلامي حکومت بدل شي. په اسلام کې هېڅکله حکومت د هدف په توګه نه دی ګڼل شوی. مګر له دې امله چې د احکامو او قوانینو پلي کول او د لوړو اهدافو ترلاسه کول له سیاسي تنظیم پرته ممکن نه وو، رسول الله صلی الله علیه وسلم د اسلامي حکومت بنسټ کېښود.
په لنډ ډول، په غلو او زناکارانو باندې د حدودو نافذول، په مالي او حقوقي چارو کې د مسلمانانو د اختلافاتو حل، د احتکار او لوړ نرخونو مخنیوی، د زکات او اسلامي مالیاتو راټولول، د اسلام د احکامو خپرول، او د اسلامي ټولنې لسګونو اړتياوو ته رسېدنه، پرته له یو جامع او قاطع زعامت او حکومت څخه، ممکن نه ده.
اوس چې د اسلامي احکامو او لارښوونو پلي کول د مسلمانانو مسؤلیت دی، او له بلې خوا د دغو احکامو عملي کولو لپاره د داسې مرکز جوړېدل ضروري دي چې هر څوک ترې الهام واخلي، نو مسلمانان باید داسې تنظیمات او تشکیلات ولري چې د وخت اړتیاوو ته په کتو سره ګام په ګام مخته لاړ شي.
د خلکو لپاره باید یو مشر او امیر وي، که هغه ښه وي یا بد، ترڅو مؤمن د هغه تر واک لاندې خپله دنده ترسره کړي او کافر خپله ګټه پورته کړي. د هوساینې او نظم د رامنځته کولو په پایله کې، خدای جل جلاله هر څوک خپل برخلیک ته رسوي. د حاکم په واسطه باید مالیات راټول شي، له دښمن سره جګړه وشي، لارې له غلو او سرکشو څخه خوندي شي، او د زورواکو څخه د ضعیف حق واخیستل شي.
د دې ټولنیزې محاسبې او مطالعې له مخې، د حکومت جوړولو اړتیا د عقل او حکمت له نظره یوه اړینه او مهمه ټولنیزه اړتیا ده چې له هغې څخه هېڅ تېښته نشته.
دوام لري…
Leave A Reply

Exit mobile version