لیکوال: عبیدالله نیمروزی

علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (څلور پنځوسمه برخه)

د دعوت او اصلاح په ډګر کې ستر سړی
اسلام ته د راتګ بلنه
څرنګه چې د مولانا ندوي رحمه الله زړه له غمه ډک و، نو د هغه د بلنې او دعوت انګیزه له هر څه زیاته وه. هغه په خپلو سیاحتونو او سفرونو کې یو ریښتینی دعوتګر و. په خپلو لیکنو کې یې هم دعوت ته ځانګړې پاملرنه کړې وه. هغه په سفر، حضر، هر وخت او هره شېبه کې یو مخلص، ریښتینی او دردمن دعوتګر و، چې د حق خبرې ویلو لپاره د هېڅ ملامت کوونکي له ملامتیا او د هېڅ زورواکي له ګواښ څخه نه وېرېده.
مولانا ندوي رحمه الله د حکمت، تجربې، علم او معرفت په مرسته د دعوت او اصلاح لپاره دوه غوره لارې وټاکلې:
  1. په بېلابېلو علمي او دیني موضوعاتو لیکنې او ویناوې.
  2. د کتابونو او مقالو لیکل او تألیف.
د نوموړي د دعوت شعار «الی الاسلام من جدید» یا اسلام ته بېرته راستنېدل و. هغه سړي، ښځې او ماشومان د هغوی د فکري او عقیدوي حالتونو سره سم مخاطب وګرځول او د هغوی زړونه یې د عقیدې او ایمان په رڼا روښانه کړل.
علامه ندوي رحمه الله د صحابه کرامو رضوان الله تعالی علیهم اجمعین د لوړ ایمان د بېلګو په یادولو، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم او اسلافو د حالاتو په وړاندې کولو سره، خلک له هغوی څخه په پیروۍ او تقلید کولو هڅول. هغه مهم او ګټور ټکي د هغوی له ژوند څخه استخراجول.
مولانا ندوي رحمه الله په دې باور و، چې مخلص دعوتګر هغه وخت ریښتینی او بریالی دعوت ترسره کولی شي، چې د الله سبحانه وتعالی له لوري مرسته ترلاسه کړي. هغه کسان چې د هند په خاوره کې د حقیقي اسلامي دعوت رهبران وو، ټول د نرمو زړونو خاوندان او د پاچاهانو د سوغاتونو نه منونکي وو.
په دې توګه، مولانا ندوي د اسلام د بنسټونو د ټینګښت لپاره د حکمت او بصیرت ترڅنګ، خپل ټول توان وکاراوه ترڅو په خپلو اسلامي او دیني موخو کې بریالی شي.
د دعوت لپاره ځانګړې هڅې
امام ندوي رحمه الله د اسلامي دعوت په مختلفو پړاوونو کې وتلی شخصیت و. د خپلو شخصي او عامه غونډو، مشهورو لیکنو، سفرونو، سیاحتونو، او د اسلامي مفکرینو، لیکوالانو، او واکمنانو سره په لیدنو کې، د دعوت مهمې مسلې ته ځانګړې پاملرنه کوله.
ډاکټر محمدحسین بریغش لیکي:
«ما هغه په هند او له هند څخه بهر ولید، چې د خپل بوډاتوب او ډېرې کمزورۍ سره سره، په دعوتي حلقو او علمي غونډو کې د ګډون لپاره په ساعتونو سخت سفرونه ګاللي دي. هغه به په بس او اورګاډي کې تګ راتګ کاوه، او کله کله به دغه سفرونه له دېرشو ساعتونو څخه زیات دوام درلود.»
ادامه لري
Leave A Reply

Exit mobile version