لیکواله: ام عایشه

په اسلام کې د ښځې مقام (شپږ دېرشمه برخه)

خپلو لوڼو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د پالنې او روزنې یوه بېلګه
ام المؤمنین ام سلمه رضي الله عنها وایي: «یوه ورځ ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم لور زینب رضی الله عنها راوغوښتله. د هغې مېړه عاص بن ربیع مشرک و او مدینې ته د حضرت زینب رضی الله عنها له هجرت وروسته اسیر شوی و. ما ورته وویل: “لاړه شه او له خپل پلار څخه ورته پناه وغواړه.”» هغه لاړه، او کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له خلکو سره په لمانځه بوخت و، خپل سر یې له کوټې څخه راویست او ویې ویل: «ای خلکو، زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم لور زینب یم او ما ابوالعاص ته پناه ورکړه.»
کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له لمانځه څخه فارغ شو، ویې ویل: «تر اوسه په دې موضوع خبر نه وم، مګر پوه شئ چې هر مسلمان یو چا ته پناه ورکولی شي.»
د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لوري د زینب رضی الله عنها منل، ملاتړ او پناه ورکول د هغو نجونو او ځوانو ښځو د لوړ مقام لپاره چې د امت د ګټو لپاره کار کوي او دا خپله دنده ګڼي، ښکاره دلیل دی.
نن ورځ هم اړتیا ده چې خپلې لوڼې په ښه توګه وروزو ترڅو په راتلونکي کې زموږ د ټولنې په پرمختګ او وده کې اغېزمن او فعال رول ولوبوي. دا مسله ځکه مهمه ده چې د نن ورځې نجونې د سبا میندې او د راتلونکي نسل بنسټ ایښودونکي دي. د میندو اصلاح او روزنه د صالحو او رغنده ماشومانو د روزلو لامل ګرځي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم لوڼې
د رسول الله صلی الله علیه وسلم لوڼې عبارت دي له زینب، رقیه، ام کلثوم او فاطمه رضی الله عنهم چې له خپلې ګرانې مور حضرت خدیجه الکبری رضی الله عنها سره یوځای د مکې په سختو او ستونزمنو ورځو کې د خپل ګران پلار ترڅنګ ولاړې وې. هغوی د درنو دندو او لویو مسوولیتونو په سرته رسولو کې د هغه ملګرې او مرستندویه وې.
هغوی په کلک ایمان او ټینګ عزم او زغم سره د نورو لخوا د کلابندۍ او د اړیکو پرې کولو په څېر سختیو او کړاوونو سره مقاومت وکړ او هېڅ ډول کمزوري، ستړیا او ناهیلي یې ونه ښوده.
  • حضرت رقیه رضي الله عنها له خپل خاوند عثمان بن عفان رضی الله عنه سره د حبشې خاورې ته هجرت وکړ.
  • ام کلثوم رضي الله عنها په مکه کې له مشرکانو سره مبارزه او له خپل ګران پلار څخه دفاع وکړه او په دې لاره کې یې ډېرې سختۍ وګاللې.
  • حضرت فاطمه رضي الله عنها هغه پاکه او سپېڅلې ښځه ده چې پلار ته یې له اسمان څخه یوه پرښته راښکته شوه او دا زېری یې ورکړ چې هغه د جنت د ښځو سرداره ده.
حضرت حذیفه رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي: «پر ما یوه پرښته را نازله شوه او دا زېری یې راکړ چې فاطمه رضي الله عنها د جنت د ټولو ښځو سرداره ده.»
رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغې په اړه فرمايي: «فاطمه زما د بدن برخه ده؛ څوک چې هغه خپه کوي، داسې ده لکه چې زه یې خپه کړی یم.»
رسول الله صلى الله عليه وسلم د خپلې لور ډېر خیال درلود او خپل ځیني رازونه یې یوازې هغې ته بیانول. کله چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم رحلت نږدې شو، په دې اړه یې له حضرت فاطمې رضي الله عنها سره خبرې وکړې چې: «زما اجل نږدې شوی دی؛ ځکه جبرئیل علیه السلام به هر کال یو ځل ماته قرآن کریم تلاوت کاوه، مګر سږ کال یې دوه ځله تلاوت کړ.»
حضرت فاطمه رضي الله عنها د دې خبرې په اورېدو سره په ژړا شوه. کله چې د اسلام پېغمبر صلی الله علیه وسلم د هغې دا نا کراري ولیدله، ویې ویل: «که د دې امت د ټولو ښځو سرداره شې، نو خوښه یې؟»
رسول الله صلی الله علیه وسلم به له خپلو لوڼو سره په داسې مهربانۍ او مینې چلند کاوه چې د امت لپاره غوره بېلګه وي.
ادامه لري
Leave A Reply

Exit mobile version