امام ترمذي رحمه الله په «العلل کتاب» کې د معمول بها او غیر معمول بها احادیثو په اړه وايي: ««جمیع ما فی هذا الکتاب من الحدیث هو معمول به وبه اخذ بعض اهل العلم، ما خلا حدیثین: حدیث ابن عباس ان النبی صلیاللهعلیهوسلم جمع بین الظهر والعصر بالمدینة والمغرب والعشاء من غیر خوف ولا سفر ولا مطر، وحدیث النبی صلیاللهعلیهوسلم انه قال: اذا شرب الخمر فاجلدوه فان عاد فی الرابعة فاقتلوه»؛ ژباړه: «د دې کتاب (جامع الترمذي) ټول احادیثو باندې عمل شوی دی او ځینو علماو په ټولو باندې استناد کړی، پرته له دوو حدیثونو څخه: ۱- د عبدالله بن عباس رضي الله عنهما حدیث د ماسپښېن او مازدیګر او همدارنګه ماښام او ماخوستن لمونځونو جمع کولو په اړه. ۲- د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث شریف چې فرمایلي دي: که چا شراب وڅښل نو په شلاقو یې ووهئ او که څلورم ځل یې شراب وڅښل نو هغه ووژنئ.»
مولانا تقي الدين ندوي مظهري د دغو دوو احاديثو په اړه وايي: «ځينو علماو پر دغو دوو حديثونو هم عمل کړى دى. د لومړي حدیث په اړه، حنفیه په دې باور دی چې ذکر شوی جمع، یو صوري جمع ده نه حقیقي جمع. د دویم حدیث په اړه هم په دې باور دی چې مسلمان حاکم کولی شي شرابي ته د مصلحت په اساس د مرګ سزا ورکړي.»
د لیکوال په اند د پورتنیو احادیثو په اړه د حنفیه دغه نظر ښايي امام ترمذي رحمه الله ته نه وي رسېدلی. نو د دې احادیثو په اړه د امام ترمذي حکم پر خپل ځای صحیح دی او د مظهري نظر هم منطقي ښکاري.
د امام ترمذي رحمه الله طريقه د احاديثو په روايت او د هغه د طُرُقو په بيانولو کې
امام ترمذي رحمه الله د احاديثو د راويانو عامه طريقه اختيار کړې او په ترمذي شریف کې يې احاديث له خپلو اسنادو سره ذکر کړي دي. دغه طريقه د محدثينو په اصطلاح کې د «اخراج» په نوم ياديږي؛ ځکه د مسند حديث روایت د هغه مخرج ټاکي او د روايت طريقه يې په ډاګه کوي.
امام ترمذي رحمه الله د حدیث په سند کې خاص احتیاط کړی او د سند حق یې پوره ادا کړی دی. هغه د حدیث په روایت کې څلور طریقې کارولي دي:
۱. د یوه حدیث په سیاق کې د څو سندونو راټولول؛
۲. د یو شمېر حدیثونو د اسنادو ذکر کول او یوازې د لومړي سند په شا کې متن بیانول؛
۳. د هر حدیث سند د متن سره یوځای ذکر کول؛
۴. د یو سند ذکر کول او نورو اسنادو ته اشاره کول.
د امام ترمذي رحمه الله طريقه د اسنادو په راټولولو کې او د حديثو الفاظو ته پاملرنه
امام ترمذي رحمه الله په ترمذي شریف کې د یو حدیث په اړه ټول هغه طرق او اسناد ذکر کړي چې په مختلفو طریقو سره روایت شوي دي او هغه په یوه سیاق کې بیانوي. دا طريقه هغه وخت استعماليږي چې ټول راویان د جرح او تعديل په لحاظ يو شان وي او د حديثونو روايتونه هم د لفظ او معنا له لحاظه يو له بل سره همغږي وي. دا طریقه په ترمذي شریف کې په دوه ډوله راغلې ده:
۱. د شیوخو تر منځ د عطف له لارې:
په کومو حالاتو کې چې يو حديث له دوو يا زياتو شیوخو روايت شوی وي او روايتونه يې متحد وي، امام ترمذي رحمه الله هر شيخ د حرف عطف په راوړلو سره یې معرفي کوي او د سند له يادولو وروسته د حديث متن بيانوي.
مثال: در کتاب الصوم، باب ما جاء فی بیان الفجر میگوید: «حدثنا هناد ویوسف بن عیسی قالا: حدثنا وکیع عن أبی هلال عن سوادة بن حنظلة -هو الشعیری- عن سمرة بن جندب قال: قال رسول الله صلیاللهعلیهوسلم: “لا یمنعنکم من سحورکم أذان بلال…”»
په دې حدیث کې امام ترمذي رحمه الله له خپلو دوو شیخانو هناد او یوسف بن عیسی څخه روایت کړی او د هر یوه سند یې په یوه سیاق کې بیان کړی دی.
۲.د اسنادو تر منځ د تحویل له لارې:
په دې طریقې کې امام ترمذي رحمه الله د يوه حديث څو سندونه تر هغه پورې چې يو له بل سره مشترک وي یادوي، او بيا د “ح” نښې په راوړلو سره بل سند پيل کوي.
مثال: در باب ما جاء أن مفتاح الصلوة الطهور میگوید: «حدثنا قتیبة وهناد ومحمود بن غیلان قالوا: حدثنا وکیع عن سفیان (ح) وحدثنا محمد بن بشار ثنا عبدالرحمن ثنا سفیان عن عبدالله بن محمد بن عقیل عن محمد بن الحنفیة عن علی عن النبی صلیاللهعلیهوسلم قال: “مفتاح الصلاة الطهور”.»
په دې حدیث کې اسناد له سفیان وروسته سره پیوند شوي او امام ترمذي رحمه الله د «ح» په کارولو سره د اسنادو تر منځ تحویل منځته راوړی دی.