Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلامي علما»د امام ترمذي رحمه الله ژوندلیک (درېیمه برخه)
اسلامي علما دوشنبه _16 _دسمبر _2024AH 16-12-2024AD

د امام ترمذي رحمه الله ژوندلیک (درېیمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: عبیدالله نیمروزي

د امام ترمذي رحمه الله ژوندلیک (درېیمه برخه)

امام ترمذي رحمه الله د علماوو له نظره
ابن حبان رحمه الله وایي: «امام ترمذي رحمه الله له هغو کسانو څخه و چې احادیث یې راټول او حفظ کړل، بیا یې هغه تألیف او نقل کړل.»
ابو سعد ادریسي رحمه الله وایي: «امام ترمذي رحمه الله یو له هغو امامانو څخه دی چې د حدیث په علم کې پرې اقتدا کېږي. هغه د الجامع، التواریخ او العلل په څېر کتابونه تصنیف کړل. دا آثار د هغه د پراخې پوهې او پر ځان د باور څرګندونه کوي. هغه د قوي حافظې له برکته مشهور و.»
حاکم رحمه الله وایي: «له عمر بن علک څخه مې واورېدل چې وایي: د امام بخاري رحمه الله له مړینې وروسته، په خراسان کې د امام ترمذي رحمه الله په څېر په علم، حافظه او تقوا کې بل څوک پاتې نه شو. هغه د خپل استاد بخاري رحمه الله په فراق کې دومره وژړل چې ړوند شو او څو کاله همداسې پاتې و.»
ابن عماد حنبلي رحمه الله وایي: «امام ترمذي رحمه الله که څه هم د امام بخاري رحمه الله شاګرد و، خو په ځینو استادانو کې د هغه سره یو ځای کېدی. هغه د خپل عصر د علماوو په منځ کې د قوي حافظې له امله ځانګړی شهرت درلود.»
ابن خلکان رحمه الله وایي: «امام ترمذي رحمه الله یو له هغو سترو حافظانو او امامانو څخه و چې د حدیث په علم کې ورته اقتدا کېده. د هغه مهم آثار، لکه الجامع او العلل، د هغه د پراخې پوهې او بې‌مثاله حافظې څرګندونه کوي.»
سمعاني رحمه الله وایي: «امام ترمذي رحمه الله د حدیث له مشهورو حافظانو څخه و. د هغه آثار، لکه الجامع او العلل، د هغه د علمي اعتماد او مهارت څرګندې نمونې دي.»
ابن اثیر رحمه الله وایي: «امام ترمذي رحمه الله یو ستر امام او حافظ و. هغه ارزښتناک آثار درلودل، چې تر ټولو مهم یې الجامع الکبیر دی.»
شیخ الاسلام اسماعیل هروي رحمه الله وایي: «د ترمذي الجامع کتاب د صحیح بخاري او صحیح مسلم په پرتله ډېر ګټور دی؛ ځکه صحیحین زیاتره د علماوو له خوا کارول کېږي، په داسې حال کې چې ترمذي شریف د عامو خلکو لپاره هم ګټور دی.»
حافظ ابو یعلی القزویني رحمه الله وایي: «محمد بن عیسی ترمذي یو بې‌ساری حافظ و، چې د حدیث او جرح او تعدیل په علومو کې یې لوړ مقام درلود.»
ابن کثیر رحمه الله وایي: «امام ترمذي رحمه الله د خپل وخت له ستر حدیث پوهانو څخه و. هغه ارزښتناک آثار، لکه الجامع، الشمائل، الاسماء او الصحابة لري. د هغه کتاب الجامع یو له هغو شپږو کتابونو څخه دی چې علما ورته رجوع کوي.»
د امام ترمذي رحمه الله پر قابلیت د امام بخاري رحمه الله شاهدي
امام ترمذي رحمه الله روایت کوي: «یوه ورځ امام بخاري رحمه الله راته وویل: تر دې چې ته له ما څخه ګټه واخلې، زه ډېره ګټه ستا څخه پورته کوم.»
د امام ترمذي رحمه الله وفات
د امام ترمذي رحمه الله د وفات د نېټې او ځای په اړه د علماوو اختلاف دی. ځینې، لکه ابو یعلی الخلیلي القزویني، په دې باور دي چې هغه په ۲۸۰ هجري کې وفات شوی دی. خو دا نظر د ډېرو حدیث پوهانو لخوا رد شوی دی.
سمعاني او ابن اثیر رحمهما الله د امام ترمذي رحمه الله د وفات په اړه
سمعاني او ابن اثیر رحمهما الله ویلي دي چې امام ترمذي رحمه الله په خپل پلرني کلي بوغ کې په ۲۷۰ هجري یا لږ وروسته وفات شوی دی. د ابن اثیر رحمه الله په بل روایت کې راغلي: «مات بقریة بوغ سنة ۲۷۵ هـ ق.»
خو اکثره علما په دې نظر دي چې امام ترمذي رحمه الله په ۲۷۹ هجري قمري د دوشنبې په شپه، د رجب په ۱۳مه، د ۷۰ کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې. هغه په خپل ټاټوبي ترمذ کې د الهي رحمت سره یو ځای شو او هلته خاورو ته وسپارل شو. انا لله و انا الیه راجعون.
د ترمذي شریف معرفي او پېژندنه
امام ابو عیسی ترمذي رحمه الله، چې د امام بخاري رحمه الله له مجلسونو او آثارو یې ډېره ګټه پورته کړې وه، پرېکړه وکړه چې د نبوي احادیثو په اړه یو جامع کتاب ولیکي.
په همدې موخه یې د صحيحو احادیثو د راټولولو او د هغوی د نقد په برخه کې د رجالو او راویانو له علم څخه کار واخیست. هغه د دې کتاب فصلونه په ډېر دقت سره ترتیب کړل او د خپل کتاب د بشپړولو لپاره یې کلونه کلونه هڅه وکړه.
امام ترمذي رحمه الله د خپلو سفرونو په ترڅ کې خپل کتاب د لسګونو علماوو او محدثینو مخې ته وړاندې کړ، چې د هغوی له نظریاتو څخه یې ګټه واخیسته. علماوو د دې کتاب ستاینه کړې او دا یې د حدیث په علم کې یو له ارزښتناکو آثارو څخه ګڼلی دی.
د کتاب نوم
د امام ترمذي رحمه الله د کتاب د نوم په اړه اختلاف دی.
  • نیشابوري حاکم دا کتاب الجامع الصحیح بللی دی.
  • بغدادي خطیب هغه ته صحیح ترمذي ویلي دي.
خو دا دوه عنوانونه تسامحي دي؛ ځکه چې د امام ترمذي رحمه الله په کتاب کې صحیح، حسن، او حتی ضعیف حدیثونه شته. ډاکټر دخیل په خپل کتاب کې دا ټکی تصریح کړی دی: «هذا تساهل منهما لأن فیه الصحیح والحسن والضعیف والمنکر.»
ډېری علما لکه ذهبي، ابن اثیر، ادریسي رحمهم الله او نور، دا کتاب د جامع ترمذي یا سنن ترمذي په نوم یادوي، چې په دې کې جامع ترمذي تر ټولو مشهور دی.
ډاکټر یوسف محمد دخیل وایي: «اشتهر هذا الکتاب نسبته إلی مؤلفه فیقال جامع الترمذی، ویقال له أیضاً سنن الترمذی، والأول أشهر وأکثر استعمالاً.»
محمد ابو زهو هم په خپل کتاب کې تایید کړی دی: «اشتهر هذا الکتاب بـ جامع الترمذی، ویقال له السنن أیضاً، والأول هو الأکثر علی ما ذکره صاحب کشف الظنون.»
داسې ښکاري چې جامع ترمذي یا سنن ترمذي د دې کتاب لپاره تر ټولو مناسب عنوان دی؛ ځکه که څه هم ټول احادیث یې صحیح نه دي، خو د دې کتاب اته بابونه د جامع په تعریف کې ذکر شوي او په فقهي ترتیب تنظیم شوي دي.
په ځینو سرچینو کې دا کتاب الجامع الصحیح هم یاد شوی دی، خو دا عنوان ځکه کاریږي چې په دې کتاب کې صحیح حدیثونه غالب دي.
د کتاب ځانګړتیاوې
جامع الترمذي د حدیثو په علومو کې یو ارزښتناک او پایښت لرونکی اثر دی. په دې کتاب کې:
  • نبوي احادیث
  • د احادیثو دقیق تحلیل او نقد
  • د راویانو بیا کتنه
  • او فقهې ترتیب شتون لري.
دا کتاب د خپل جامعیت او پراخ علمي اغېز له امله اوس هم د اسلامي علومو یو مهم مرجع ګڼل کېږي.
ادامه لري…
Previous Articleپه افغانستان کې د سیاحتي جاذبو تحلیل (څوارلسمه برخه)
Next Article شیطان پرستي (پنځلسمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (یو دیرشمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (دېرشمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD
نور یی ولوله
ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (څلور ویشتمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابو رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول پنځه ویشتمه…

نور یی ولوله
فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (درېیمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابوعائشه کرامیه ډله «فرقه» درېیمه برخه مقدمه: مخکې تر دې چې د کرامیه فرقې…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (اتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD3 Views

لیکوال: م. فراهي توجگي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه اتمه برخه  …

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (څلوروېشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD4 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول څلوروېشتمه برخه په…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD

کرامیه ډله «فرقه» (درېیمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.